د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبان: د کابل په دارالامان کې چاودنې ۱۰ کسان وژلي او ۲۰ ټپیان دي


د کابل په دارالامان کې د اپرېل پر ۲۱مه تر چاودنې وروسته له سیمې لوګي خېژي.
د کابل په دارالامان کې د اپرېل پر ۲۱مه تر چاودنې وروسته له سیمې لوګي خېژي.

د کابل ښار د شپږمې امنیتي حوزې اړوند د دارالامان پر سړک چاودنه شوې چې پکې ۱۰ کسان وژل شوي دي.

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور مشال راډیو ته وویل چې د اپرېل پر ۲۹مه په یوه خانقاه کې دننه چاودنه شوې چې پکې ۲۰ کسان ژوبل شوي هم دي.

د پېښې عیني شاهدانو د چاودنې غږ تر لیرې ځایونو پورې اورېدل شوی دی.

د حملې ذمه واري چا نه ده منلې.

دا پېښه پر داسې مهال شوې چې تر دې یوه ورځ مخکې د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف کې د سپرلیو دوه موټر د بمي چاودنو ښکار شول چې پکې لږترلږه نهه کسان وژل شوي دي. د اپرېل ۲۸مې پر ماښام په شویو چاودنو کې ۱۳ کسان ژوبل هم دي.

رویټرز خبري اژانس اسلامي دولت یا داعش ډلې د ټېلېګرام چینل له لارې په مزارشریف کې د بريدونو ذمه واري منلې ده.

په وروستیو کې د افغانستان په پلازمېنه کابل او په شمالي ولایتونو کې پر ولسي وګړو یوشمېر بریدونه شوي چې پکې لسګونه کسان ووژل او ژوبل شول.

د اپرېل ۲۱مې پر مازیګر هم د کابل په دارالامان سیمه کې کفایت سېنټر ته نېږدې په چاودنه کې د طالبانو یو رېنجر موټر په نښه شوی وو چې پکې دوه کسان ژوبل شوي ول.

پر هم هغه ورځ په مزارشریف کې د اهل تشیع په جومات کې دننه په چاودنه کې ۲۵ کسان ووژل او لسګونه ژوبل شول. چاودنه د ښار په سې دوکان تاریخي جومات کې د ماسپښین لمانځه پرمهال شوې وه. په هغه برید کې لسګونه کسان ژوبل شوي هم ول او ذمه واري یې داعش ډلې ومنله. وروسته طالب چارواکو وویل، چې د هغه برید د پلان جوړولو په تور یې د داعش ډلې یو مشکوک مخکښ مشر عبدالحمید سنګریار نیولی دی.

د اپرېل پر ۱۹مه د کابل په دشت برچي سيمه کې دوو ښونځیو ته څېرمه په بمي چاودونو کې لږ تر لږه شپږ کسان ووژل او ۲۰ ټپیان شول.

د طالبانو حکومت وايي، د داعش ډلې په ګډون یې د ټولو وسله والو پرضد عملیاتو ته دوام ورکړی دی. د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد تېره اوونۍ له مشال راډیو سره په خبرو کې دعوه وکړه چې داعش ډله یې ځپلې ده.

XS
SM
MD
LG