د لاسرسي ځای

تازه خبر

انتخاباتي کمېشن د قامي اسمبلۍ پر ۹ څوکیو ضمني انتخابات کوي


د کمېشن ویاند ویلي دي چې ضمني انتخابات په بېلابېلو ښارونو کې کېږي - پخوانی انځور.
د کمېشن ویاند ویلي دي چې ضمني انتخابات په بېلابېلو ښارونو کې کېږي - پخوانی انځور.

د پاکستان انتخاباتي کمېشن ویلي، د قامي اسمبلۍ پر نهو خالي څوکیو د سېپټېمبر پر ۲۵مه ضمني انتخابات کوي.

د کمېشن ویاند هارون شینواري د اګست پر پینځمه پر ټوېټر په بیان کې ویلي دي چې انتخابات د کراچۍ په درو او د پېښور، مردان، چارسدې، کورمې، فیصل اباد او ننکانه صاحب په یوې، يوې حلقې کې کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د جولای پر ۲۸مه د قامي اسمبلۍ سپیکر راجا پروېز اشرف د تحریک انصاف د ۱۱ غړو استعفاګانې منظور کړې وې. له هغو څخه یې دوه پر ځانګړو څوکیو قامي اسمبلۍ ته منتخب شوي ول، نو ځکه کمېشن یوازې پر نهو څوکیو انتخابات کوي.

کمېشن په بیان کې زیاته کړې چې سیاستوالان د اګست تر ۱۰مې پورې د نوماندۍ اسناد دایرولای شي.

کمېشن د ضمني انتخاباتو اعلان پر داسې مهال کړی دی چې د پاکستان تحریک انصاف سیاستوالانو، غړو او پلویانو د اګست پر څلورمه د اسلام اباد او پېښور په ګډون په یوشمېر ښارونو کې د انتخاباتي کمېشن پرضد احتجاجي غونډې وکړې. کمېشن د اګست پر دویمه په فیصله کې ویلي ول چې تحریک انصاف له بهره ممنوعه چندې ترلاسه کړې دي. هغه ګوند ویلي چې د کمېشن پرېکړې ضد سپریم کورټ ته ځي. په همدې حال کې د پاکستان حکومت ویلي دي چې د عمران خان د نااهلۍ لپاره سپریم کورټ ته ځي.

د اپرېل پر ۱۰مه نیمه شپه د قامي اسمبلۍ له ۳۴۲ څخه یې ۱۷۴ غړو پر عمران خان د بې باورۍ رایه ورکړه او هغه یې د وزیراعظمۍ له دندې لیرې کړ.

تر دې یوه ورځ وروسته، د تحريک انصاف د مشر عمران خان په مشرۍ د ګوند پارلېماني استازو په غونډه کې پرېکړه کړې وه چې په قامي اسمبلۍ کې به یې ټول غړي استعفا ورکوي.

خو د پاکستان د قامي اسمبلۍ د هغه وخت مرستیال مشر (سپیکر) قاسم سوري ویلي ول چې د "لنډمهالي سپیکر په حیث" یې د تحریک انصاف ګوند "د ۱۲۳ غړو استعفا منظور" کړې وې.

نوموړي د اپرېل پر ۱۴مه پر ټوېټر د خپل امر انځور خپور کړی وو او لیکلي یې ول چې استعفاګانې یې د پارلېماني چارو له "قواعدو او ضوابطو سره سم" منلې دي.

د پاکستان له قانون سره سم، د قامي اسمبلۍ هر غړی چې ګوښه کېدل غواړي، باید خپل استعفالیک سپیکر ته ورکړي او ورسره وګوري چې هغه یې د تاییدولو یا نه منظورولو پرېکړه وکړي.

د تحریک انصاف د غړو د استعفاګانو موضوع تر هغې وروسته نوره پسې وغځېده چې د هغه ګوند سیاستوال او د قامي اسمبلۍ مرستیال سپیکر قاسم سوري د اپرېل پر ۱۶مه له دندې استعفا کړې وه. تر نوموړي یوه اوونۍ مخکې د تحریک انصاف بل سیاستوال او د قامي اسمبلۍ سپیکر اسد قیصر هم له دندې ګوښه شوی وو.

تر هغه وروسته د پاکستان پیپلز پارټۍ سیاستوال او پخوانی وزیراعظم راجا پروېز اشرف د اېتلافي حکومت او د پاکستان جمهوري غورځنګ (پي ډي اېم) د غړو ګوندونو د ګډ نوماند په توګه د قامي اسمبلۍ نوی سپیکر منتخب شو.

XS
SM
MD
LG