د لاسرسي ځای

تازه خبر

عوامي نیشنل ګوند: د سېنېټر هدایت الله خان پر کور دې برید کې ککړ کسان ګرفتار شي


له ښي خوا: د عوامي نیشنل ګوند صوبايي مشر اېمل ولي خان د جولای پر ۱۰مه په پېښور کې د سېنېټر هدایت الله خان پوښتنې ته ورغلی وو.
له ښي خوا: د عوامي نیشنل ګوند صوبايي مشر اېمل ولي خان د جولای پر ۱۰مه په پېښور کې د سېنېټر هدایت الله خان پوښتنې ته ورغلی وو.

عوامي نیشنل ګوند له حکومته غوښتي چې په سېنېټ کې دې یې د ګوند د پارلېماني مشر هدایت الله خان پر کور په بمي برید کې ککړ کسان "ژرترژره معلوم کړي" او و دې یې ونیسي.

په خیبر پښتونخوا کې د ګوند ویاندې ثمر بلور د جولای پر ۱۰مه پر ټوېټر په بیان کې ویلي چې وسله والو د جولای نهمې شپې مهال د پېښور په دین بهار کالونۍ کې د عوامي نیشنل ګوند د سېنېټر هدایت الله خان پر کور د لاسي بم برید وکړ او وتښتېدل.

نوموړې په بیان کې له امنیتي ادارو غوښتي دي چې د حملې پلټنې دې وکړي او پکې ککړ کسان دې "ژرترژره" د قانون منګولو ته وسپاري.

بلور زیاته کړې چې عوامي نیشنل ګوند له دې ډول بریدونو "نه ویرېږي" او دا چې "د قانون او ایین سرلوړۍ او د اییني حقونو لپاره به مبارزې ته دوام ورکوي."

سېنېټر هدایت الله د جولای پر نهمه پر ټوېټر په ویډیويي بیان کې ویلي دي چې "ماخوستن شاوخوا اته نیمې بجې" د خوړو په خونه کې "له مېلمنو سره ناست" وو چې "یو زبردست درز" وشو. نوموړی زیاتوي چې د چاودنې له وجې د کور دېوالونو او ونو ته زیان رسېدلی خو هېڅ ځاني تاوان یې نه دی اړولی.

د نوموړي زوی سیف الله خان د جولای پر ۱۱مه مشال راډیو ته وویل چې د کور په څارګرو (سي سي ټي وي) کیمرو کې ښکاري چې دوه پټ مخي کسان پر موټرسایکل سپاره ول چې کور ته یې لاسي بم واچاوه او وتښتېدل.

تر اوسه روښانه نه ده چې د سېنېټر هدایت الله خان پر کور برید چا کړی دی او هېچا یې ذمه واري هم نه ده منلې.

خو د پېښور د فقیر اباد تاڼې چارواکو ویلي دي چې د پېښې له ځایه یې شواهد ترلاسه کړي دي او پلټنې یې پیل کړې دي.

اخوا د خیبر پښتونخوا اعلاوزیر محمود خان پېښه غندلې او پولیسو ته یې د ککړو کسانو د نیولو امر کړی دی.

د عوامي نیشنل ګوند بشیر احمد بلور په ګډون د هغه ګوند یوشمېر مخکښه مشران او غړي په بریدونو کې وژل شوي - پخوانی انځور.
د عوامي نیشنل ګوند بشیر احمد بلور په ګډون د هغه ګوند یوشمېر مخکښه مشران او غړي په بریدونو کې وژل شوي - پخوانی انځور.

عوامي نیشنل ګوند وايي، په تېره څه د پاسه یوه نیمه لسیزه کې یې د ګوند لسګونه غړي او مخکښ مشران په وسله والو بریدونو کې وژل شوي دي.

هغه ګوند له ۲۰۰۸ز څخه تر ۲۰۱۳ز کال پورې په خیبر پښتونخوا کې د اېتلافي حکومت مشري کوله او په وفاق کې د پیپلز ګوند مشرۍ د اېتلافي حکومت برخه وو. په هغو کلونو کې د ګوند پر مشرانو او غړو د یوشمېر بریدونو ذمه واري تحریک طالبان پاکستان منلې وه.

د پاکستان حکومت د ۲۰۲۱ز کال له وروستیو میاشتو راهیسې له هغې ناقانونه ډلې سره د سولې خبرو ته دوام ورکړی دی او د جون پر لومړۍ نېټه دواړه خواوې تر نامعلومې مودې د اوربند پر غځېدو سلا شول. خو پر دې سربېره، په قبایلي سیمو او خیبر پښتونخوا کې وسله وال بریدونه روان دي.

د پاکستان پوځي او حکومتي چارواکي وايي، په قبایلي ضلعو کې یې د وسله والو ضد عملیاتو ته هم دوام ورکړی دی او دا چې د خیبر پښتونخوا او هېواد امنیت ته ژمن دي.

XS
SM
MD
LG