د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر عوامي نېشنل ګوند بیا بیا بریدونه ولې کېږي؟


سرتاج خان د اې اېن پي پېښور ښار مشر وو. چې د جون پر ۲۹مه نېټه ووژل شو
سرتاج خان د اې اېن پي پېښور ښار مشر وو. چې د جون پر ۲۹مه نېټه ووژل شو

پراګ ـ په دا ورستیو کې د عوامي نېشنل ګوند پر پلویانو او مشرانو یو ځل بیا بریدونه شوي دي. د جون پر ۲۹مه په پېښور کې د ګوند ځایي مشر سرتاج خان ووژل شو.

ورپسې په سوات کې د ګوند یوه مخکښ عبدالله یوسفزي پر کور په برید کې د هغه ورور او زوی ژوبل شول.

له دې لس ورځې وړاندې په باجوړ کې د ګوند ځایي مشر مولانا ګلداد خان په بمي برید کې ژوبل شوی او یو ملګری یې وژل شوی وو.

قاتل نه نیول کیږي که ونیول شي نو سزا ورته نه ورکول کیږي. احسان الله احسان شاهي میلمه دی،. د راو انور ضمانت وشو.
میا افتخار حسېن

پر عوامي نېشنل ګوند لومړي بریدونه د ۲۰۰۷م کال په نومبر کې پیل شوي دي.

د ګوند مرکزي سیکرتر میا افتخار حسین وایي، په بریدونو کې یې له زرو زیات مشران او پلویان وژل شوي دي، نوموړي مشال راډیو ته وویل تر اوسه یې د ملګرو وژونکي نه دي نیول شوي او که نیول شوي هم دي نو سزا نه ده ورته ورکړل شوی چې له امله یې پر دوی بریدونه دوام لري.

"اول قاتل نه نیول کېږي که ونیول شي نو سزا ورته نه ورکول کیږي. احسان الله احسان شاهي میلمه دی، زما د زوي قاتل په کراچۍ کې نیول شوی دی، هغه ورځ یې ضمانت کیدو والا و. د راو انور ضمانت وشو."

پر عوامي نېشنل ګوند د بریدونو په اړه د میاافتخار حسین خبرې
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:05:00 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

عوامي نېشنل ګوند له ۲۰۰۸ څخه تر ۲۰۱۳ پورې په خېبر پښتونخوا کې د پیپلز ګوند سره شریک حکومت لرلو، په دې موده کې د هغه ګوند په مشرانو او پلویانو هم بریدونه روان ول چې پکې د هغه وخت د صوبې مشر وزیر او د ګوند مخکښ بشیر بلور هم وژل شوی و.

د ۲۰۱۸م کال په جولای کې په پېښور کې د انتخاباتي کمپاین پر مهال هارون بلور د شلو نورو کسانو سره یو ځای په ځانمرګي برید کې ووژل شو.

که څه هم د خېبر پښتونخوا اوسني اعلا وزیر محمود خان د سرتاج خان د وژنې نوټس اخیستې خو میا افتخار حسین پر ګوند د بریدونو او ورستیو پېښو پړه پر ریاست اچوي.

اې این پي چې هر وخت سیاسي هلې ځلې زیاتې کړي،حملې ورباندې پیل شي.مخکې هم داسې شوي دي. په دې توګه د دغه ګوند د غلي کولو کوشش کیږي
عقیل یوسفزی

موږ ریاست د دې ذمه وار ګڼو. که ریاست مو تحفظ نشي کولی نو خپل حفاظت به خپله کوو خو بیا دې ریاست دا ګیله نه کوي چې قانون مو په لاس کې واخیستو.

پر عوامي نېشنل ګوند د زیاترو بریدونو ذمه واریانې تحریک طالبان پاکستان منلي. د پاکستان پوځي چارواکي ادعا کوي چې د کامیابو عملیاتو وروسته یې طالبان مات کړي دي. خو دا چې بیا هم ولې عوامي نېشنل ګوند د بریدونو لاندې دي؟

څیړونکی او خبریال عقیل یوسفزی وایي چې کله هم هغه ګوند د انتخاباتو او یا نورې هلې ځلې پیل کړي، حملې ورباندې شوي دي.

"ایې این پي چې په مخکې وختونو کې هم کله سیاسي هلې ځلې زیاتې کړي، بریدونه ورباندې شوي. په دې توګه کوشش کېږي چې د دغه ګوند مشران غلي کړل شي."

د عوامي نېشنل پارټۍ مشر اسفندیار خان ګوندي غونډې ته د وینا پر مهال.
د عوامي نېشنل پارټۍ مشر اسفندیار خان ګوندي غونډې ته د وینا پر مهال.

په ورستیو کې د ګرانۍ او احتساب ادارې پرضد عوامي نېشنل ګوند مظاهرې وکړې همدا راز د رسنیو د ازادۍ لپاره یې هم احتجاج وکړ.

عقیل یوسفزی وایي، د پاکستان بهرنۍ تګلارې، افغانستان، قبایلو او پي ټي ایم په اړه د عوامي نېشنل ګوند دریځ ښايي د پاکستان دننه او بهر د ځینو قوتونه خوښ نه دی او پر دوی د حملو یو لامل دا هم کېدلای شي.

XS
SM
MD
LG