د لاسرسي ځای

تازه خبر

رحیم مندوخېل په ږوب کې خاورو ته وسپارل شو


عبدالرحيم خان مندوخېل
عبدالرحيم خان مندوخېل

کوټه - د یکشنبې پر ورځ په ږوب کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مرستيال مشر، د پښتون قومي او سیاسي غورځنګ مبارز او تاريخ پوه عبدالرحیم خان مندوخېل د جنازې لمونځ وشو.

جنازې ته په زرګونه خلک او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي په ګډون د ګوند مشران، غړي، پلویان او د یو شمېر نورو ګوندونو سیمه ییز مشران ورغلي ول.

سیاستوال رحیم مندوخېل د شنبې (خالي) پر ورځ د ۸۰ کلونو په عمرکې د کوټې په يو روغتون کې ومړ.

د نوموړي مړی د یکشنبې پر ورځ سهار اووه بجې د زرګونه کسانو په کاروان کې له کوټې ږوب ته ورسول شو.

د یکشنبې پر ورځ زرګونه کسان د ږوب عرفان کاسي لوبغالي ته ورغلي ول او په کتارونو کې ولاړ ول چې د عبدالرحیم مندوخېل وروستی دیدار وکړي.

نوموړي په ۱۹۳۷ز کال کې د بلوچستان په ږوب کې د ښایسته ناوې پرغاړه د شنه غره په لمن کې په اومژه مندوخېل کلي کې د عبدالرحمان اکا په کورکي سترګې غړولي وې.

عبدالرحیم مندوخېل په ۱۹۴۳ز کې د ږوب په های سکول کې زدکړې پېل کړې او په ۱۹۵۳ز کې یې ترلسم تولګي پوري تعلیم همدلته تر سره کړ. له دې وروسته يې د کوټې له ګورنمنټ کالج (اوسني ساينس کالج) څخه اېف اې او بي اې (۱۲م او ۱۴م ټولګي) پورې زدکړې وکړې او په ۱۹۶۱-۶۳ز کې په پېښور پوهنتون کې د وکالت لوړې زده کړې ترسره کړې.

عبدالرحیم مندوخېل زوی ډاکتر بایزید خان وايي، پلار کم په کور وو او زیاتره وخت به په سیاسي فعالیتونو کې له کوره بهر وو. دی وايي، پلار یې یوازې په اخترونو کې کور ته ځان رساوه.

په ویډیو کې بایزید خان د خپل پلار کیسې کوي.

عبدالرحیم مندوخېل یوازې په اخترونو کې کور وو: ډاکتر بایزید خان
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:04:01 0:00

رحیم مندوخېل د خپلو زدکړو پر مهال د عبدالصمد خان اڅکزي (خان شهيد) او عبدالغفارخان (باچا خان) په مشرۍ کې د پښتون قام د سیاسي تحریک فعاله غړی پاتې شو. نوموړی په پاکستان کې د امريت يا پوځي واکمنۍ په ضد د غورځنګونو مهمه برخه و.

عبدالعزیز مندوخېل وايي، مشر ورور یې ټول عمر یوازې او یوازې د پښتنو د حقونو مبارزه کړې. دی وايي، رحیم مندوخېل په سیاست کې دومره بوخت وو چې د خپلې کورنۍ مړی، ژوندی هم ورڅخه پاتې وو.

دی په ویډیو کې د خپل ورور ځېنې خاطرې بیانوي.

عبدالرحیم مندوخېل ټول عمر د پښتنو لپاره مبارزه کړې: عزیز مندوخېل
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:04:13 0:00

​عبدالرحيم مندوخېل دوه ځله د پاکستان د سېنېټ (مشرانو جرګې) غړی او یو ځل د بلوچستان صوبايي اسمبلۍ غړی ټاکل شوی وو. نوموړی په وروستي ځل د ۲۰۱۳ز کال په ټاکنو کې د کوټې او چاغي پر چوکۍ د پاکستان قامي اسمبلۍ ته منتخب شو او د ژوند تر وروستۍ سا پر همدې چوکۍ پاتې شو.

عبدالرحیم مندوخېل د سیاست ترڅنګ له لیک لوست سره هم تړلی و او د تاريخ پوه په حېث يې يو شمېر کتابونه ليکلي او ګڼ لېکچرونه ورکړي وو. د نوموړي په چاپ شویو اثارو کې افغان او افغانستان، انګرېزي استعمار او افغانستان، او ټولواکي شامل دي.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د اطلاعاتو مرکزي سېکرټر او پخوانی سېنېټر رضا محمد رضا وايي، له ۱۹۶۸ز کال راهیسې له عبدالرحیم مندوخېله نه دی بېل شوی او ټول عمر یې د هغه په ((سایه)) کې تېر کړی.

رضا وايي، مندوخېل ((لوی انسان)) او ((مشر قامي رهبر)) وو. رضا وايي، مندوخېل یوازې سیاستوال نه بلکې ((ډېر لوی عالم)) هم وو.

رضا محمد رضا د عبدالرحیم مندوخېل په اړه په خپل یوه شعر کې وايي:

یو ولي د زمانې وو
د خپل دور پیر روښان وو
پر افغان ولس مین وو
پر افغان وطن قربان وو
د کردار ساری یې نه وو
د تاریخ د علم کان وو
چې تر مرګه یې پر ژبه
د افغان، افغانستان وو
رحم وکړې لویه خدایه!
لوی مومن وو، لوی انسان وو
پښتونخوا به ټوله ژاړي
د رضا خو لوی جانان وو

د رضا محمد رضا خبرې په لاندینۍ ویډیو کې.

((رحیم صاحب د زمانې ولي)) او ((د هوډ خاوند)) وو: رضا
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:05:15 0:00

XS
SM
MD
LG