د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د افغانستان استقلال د عبدالرحیم مندوخېل مرام وو'


عبدالرحیم مندوخېل
عبدالرحیم مندوخېل

د عبدالرحیم مندوخیل په جنازه کې د قامي مشرانو تر څنګ په زرګونه کسانو ګډون وکړ او د ده مباریزې ته د عقیدت پیرزوینې وړاندې کړې.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مرستیال مشر، د پشتون قامي تحریک ستر مبارز او تاریخپوه عبدالرحیم مندوخیل مړی د یکشنبې ماښام په خپل پلرني ټاټوبي د ژوب په اومږه کلي کې خاورو ته وسپارل شو.

دجنازي په مراسیمو کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي د عوامي نېشنل ګوند صوبايي مشر اصغرخان اڅکزي، د مسلم لیګ ن ګوند صوبايي وزیر جعفرخان مندوخېل، د جمعیت علماء اسلام ضلعي امیر مولو ي الله داد، په کوټه کې افغان کونسل جنرل محب الله مومند ترڅنګ په زرګونو کسانو ګډون وکړ.

'د افغانستان استقلال د عبدالرحیم مندوخېل مرام وو'
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:00:55 0:00

د جنازې برخه والو ته په خپله وینا کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي د پشتون افغان وطن لپاره د عبدالرحیم مندوخېل مبارزه اوقرباني نه یوازي وستایله او ویې ویل، (رحیم صاحب په داسې حال کې ولاړ چې لا هم د پښتون افغان ولس عزت ته، زموږ د قام بدنامولو ته ډېرې بدې تلکې ولاړې دي. د دې علاج پښتونخوا ملي عوامي ګوند په یوازې سر نه شي کولای، د دې لپاره به د پښتنو ټول ملي، سیاسي او مذهبي ګوندونه یوموټي کېږي.)

محمود خان اڅکزي وویل د پښتنو په تاریخ کې د شېر شاه نوم یادېږي، د علاوالدین غلزي نوم یادېږي، دبایزید روښان، خوشال خان خټک، میرویس خان هوتک، سیدال خان ناصر، باچا خان او د خان عبدالصمد خان نومونه یادېږي نو داسې به عبدالرحیم مندوخېل هم د دغه وتلیو پښتنو افغانانو په صفونو کې یادېږي.

د عوامي نېشنل ګوند صوبايي مشر اصغرخان اڅکزي د جنازې ګډونوالو ته په خپله وینا کې وویل چې عبدالرحیم مندوخېل یو باکرداره سیاستدان او منتظم وو. هغه پښتون ولس د سیاسي فعالانو او مبارزینو یو تیار فضل په لاس ورکړ.

پر دې مهال د افغان ولسمشر محمداشرف غني او افغان ولس له لوري په یو پیغام کې د عبدالرحیم خان مندوخېل پر مړینه خپګان وښود.

د جنازې برخه والو ته د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مرستیال مشر مختیار خان یوسفزي زیاته کړه چې عبدالرحیم مندوخېل مرام او ارمان د جمهوري افغانستان استقلال، او په پاکستان کې د پښتون قام وحدت او له نورو قامونو سره برابري وه.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند صوبايي صدر او سېنېټر محمد عثمان خان کاکړ د عبدالرحیم مندوخېل په باب په خپلو څرګندونو کې وویل چې رحیم صاحب یو وکیل وو، لارښود وو، استاد وو، سیاسي کارکن وو، یو ادیب وو، یو لوی تاریخپوه وو، یوه ښه ملګری وو، یو ښه کلیوال وو.

XS
SM
MD
LG