د لاسرسي ځای

تازه خبر

بایډن له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د اېستلو وروستۍ نېټه اعلان کړه


د امریکا ولسمشر جو بایډن له افغانستانه د خپلو پوځیانو د ایستلو د نوې نېټې د اعلان پر مهال
د امریکا ولسمشر جو بایډن له افغانستانه د خپلو پوځیانو د ایستلو د نوې نېټې د اعلان پر مهال

د امریکا ولسمشر جو بایډن له افغانستانه د خپلو پوځیانو د ایستلو نوې نېټه اعلان کړه او ویې‌ ویل چې دغه پوځیان به د روان کال د سپټمبر تر ۱۱مې ووځي خو له دې هېواد سره به خپلو مرستو ته دوام ورکوي.

بایډن چارشنبه ناوخته وویل، د ۲۰۰۱ م کال د سپټمبر د ۱۱مې د بریدونو موخه دا نه وه چې امریکايي پوځیان ۲۰ کاله وروسته لا هم په افغانستان کې پاتې شي.

دی زیاتوي: "دا هغه وخت دی چې امریکايي پوځیان (د خپل تاریخ تر ټولو له اوږدې جګړې) کور ته راشي."

ولسمشر بایډن خپل ولس ته په وینا کې وویل، امریکا پر یوې داسې جګړې د خپلو سرچینو لګولو ته دوام نه ‌شي ورکولای چې نامعلومه وي او نتیجه ‌یې بدلېدلی نه ‌شي.

ده وویل: "موږ په دې تمه په افغانستان کې د خپلو پوځیانو شتون نه شو غځولای چې د وتلو لپاره به ایډیل شرایط برابر شي."

د امریکا ولسمشر همداراز وايي: "زه اوس د امریکا څلورم ولسمشر یم چې په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو د حضور مشري کوي. دوه ریپیلیکن، دوه ډیموکراټان وو. زه به دا چارې پنځم ولسمشر ته پرې نږدم."

ده وویل چې په دې اړه ‌یې له خپلو متحدانو، پوځي مشرانو، د کانګرس له غړو او مرستیال ولسمشرې کماله هارېس سره مشورې کړي چې د سپټمبر تر ۱۱مې پورې له افغانستانه د ټولو پوځیانو په اېستلو کې مرسته وکړي.

دا هغه نېټه ده چې ۲۰ کاله پخوا په همدې ورځ القاعده شبکې چې مشرانو یې په افغانستان کې پناه اخیستې وه، په نیویارک او واشنګټن کې ترهګرې حملې وکړې.

د امریکا ولسمشر په عین حال کې چې له افغانستانه د ځواکونو پر ایستلو ټینګار وکړ، و یې‌ ویل چې د ده حکومت به د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو ملاتړ وکړي او د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د روزنې لپاره به له نړیوالو هلو ځلو سره مرسته وکړي.

بایډن وايي: "دا هغه وخت دی چې د امریکا تر ټولو اوږده جګړه پای ته ورسېږي. دا هغه وخت دی چې امریکايي پوځیان خپل کور ته راشي."

د امریکا او طالبانو د هغې موافقې پر اساس چې د تېر کال د فبرورۍ په ۲۹مه نېټه لاسلیک شوې وه، په پام کې وه چې ټول امریکايي پوځیان د مې په لومړۍ له افغانستانه ووځي.

د ۲۰۲۰ کال د فبروري په ۲۹مه د امریکا او طالبانو ترمنځ د تړون لاسلیک غونډه
د ۲۰۲۰ کال د فبروري په ۲۹مه د امریکا او طالبانو ترمنځ د تړون لاسلیک غونډه

د ناټو غبرګون

د ولسمشر بایډن له لوري د ځواکونو د ایستلو له اعلان سره هم‌مهاله د ناټو یو شمېر نورو غړو هم ویلي چې له امریکا سره په همغږۍ کې خپل پوځیان له افغانستانه باسي.

ناټو هم اعلان کړی چې له افغانستانه د غوڅ ملاتړ د ماموریت د ځواکونو اېستل به د مې پر لومړۍ نېټه پیل او د سپټمبر په یوولسمه نېټه بشپر کړي.

دا اعلان په هغه اعلامیه کې شوی چې ناټو تېره شپه خپره کړه.

د بهرنیو ځواکونو وتل د اندېښنې وړ خبره نه ده: افغان حکومت
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:20 0:00

ناټو هم په خپله اعلامیه کې طالبانو ته د بایډن خبرداری تکرار کړی او ویلي یې دي چې که طالبان د دې ټلوالې پر سرتېرو د وتلو پرمهال برید وکړي نو ځواب به یې د ځواک په کارولو ورکړي.

اعلامیه زیاتوي چې ناټو او شریکان به یې د افغانستان، افغانانو، د دې هېواد د اساسي قانون او د امنیت او د تېرو شلو کلونو د لاسته راوړنو د خوندي کولو په هدف د افغانستان د بنسټونو ملاتړ ته دوام ورکړي.

د امریکا پرېکړې ته درناوی کوو: ولسمشر غني

افغان ولسمشراشرف غني وایي، له افغانستانه د ټولو امریکایي ځواکونو د ایستلو په اړه د ولسمشر جو بایډن د پریکړې درناوی کوي.

ولسمشر غني پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې له خپل امریکايي سیال سره‌ یې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د وتلو په اړه ټیلیفوني خبرې کړي او ورته ویلي چې افغان ځواکونه د خپل هېواد د دفاع بشپړه وړتیا لري.

ده ټینګار کړی چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه په ویاړ د خپلو خلکو او هېواد د دفاع توان لري، دا مسولیت‌یې تل ادا کړی او افغان ملت به تل د دوی قدر وکړي.

له کله چې جو بایډن د امریکا ولسمشر غوره شوی، دا لومړی ځل دی چې د افغانستان له ولسمشر سره ټیلیفوني خبرې کوي.​

د جو بایډن پرېکړې ته غبرګونونه

د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې، سي ‌ای اې ریس له افغانستانه د امریکايي او ائتلافي ځواکونو له وتلو وروسته د ستر ګواښ خبرداری ورکړ.

ویلیم برنز، د ولسمشر بایډن له لوري د ځواکونو د ایستلو تر اعلان څو ساعته وړاندې د امریکا د سېنېټ جرګې استخباراتي کمېټې ته وویل، کله چې امریکايي او ایتلافي ځواکونه له افغانستانه ووځي، ستر خطر به رامنځته شي.

ده په عین حال کې وویل چې امریکا به دا امکان ولري چې ځیني امکانات بیرته ترلاسه کړي.​

د جو بایډن پرېکړې ته د طالبانو غبرګون

طالبانو بیا پر خپل پخواني دریځ ټینګار کړی دی.

د دې ډلې ویاند ذبیح‌الله مجاهد پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، "د افغانستان د اسلامي امارت غوښتنه دا ده چې د دوحې د موافقې مطابق ټول بهرني ځواکونه له افغانستان څخه په ټاکلي وخت ووځي او که دا موافقه عملي نه‌ شي، نو به ورسره ستونزې زیاتې او بيا به‌يې مسووليت د هغه لوري په غاړه وي چې دغه موافقه‌یې نقض کړې ده."

تر دې مخکې طالبانو خبرداری ورکړی چې که د دوحې پر تړون بشپړ عمل و نه ‌شي، نو پر امریکایي او نورو نړیوالو ځواکونو به بریدونه له سره پیل کړي.

د امریکايي سرتېرو ایستلو په اړه د خبریال رحیم الله یوسفزي شننه واورئ.

له افغانستانه د سرتېرو ایستلو په اړه له رحیم الله یوسفزي سره مرکه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:04:15 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG