د لاسرسي ځای

تازه خبر

شېرپاو وايي په افغانستان کې په زور د واک ترلاسه کولو مخالف دی


شېرپاو خبري غونډې ته وویل، پاکستان دې طالبان اوربند ته وهڅوي.
شېرپاو خبري غونډې ته وویل، پاکستان دې طالبان اوربند ته وهڅوي.

د قامي وطن ګوند مشر افتاب احمد خان شېرپاو ویلي دي چې که په افغانستان کې په تشدد او غیر جمهوري طریقه د واک ترلاسه کېدو هڅه کېږي نو ورسره به په هغه هېواد کې حالات لا نور خراب شي.

نوموړي د اګست پر اتمه په پېښور کې خبري غونډې ته وویل چې په افغانستان کې وضعیت د اندېښنې وړ دی او په "یو شمېر ولایتونو کې جنګ روان دی" چې دا "د خیر خبر نه دی."

شېرپاو پر پاکستان او د افغانستان پر ګاونډیو غږ وکړ چې طالبان دې اوربند او د سولې خبرو ته وهڅوي.

نوموړي دا څرګندونې پر داسې مهال کړې دي چې په افغانستان کې د طالبانو د تاوتریخوالي او جګړې له پراخېدو سره کورنۍ او نړیوالې اندېښنې زیاتې شوې دي. وسله وال طالبان د اګست پر اتمه د درو ولایتونو کندوز، سرپل او تخار مرکزونو ته ننوتل او یو شمېر حکومتي ودانۍ یې ونیولې.

تر دې وړاندې طالبان د جوزجان او نیمروز مرکزونو شبرغان او زرنج ته هم ننوتي ول او د کندهار، لښکرګاه او هرات ښارونو په منځ او شاوخوا کې یې هم حملو ته دوام ورکړی دی.

افغان حکومت وايي، ژر به طالبان له یادو ښارونو په شا وتمبوي.

تر شېرپاو مخکې د اګست پر اوومه په چارسده کې پښتون قامي جرګې هم په اعلامیه کې وویل چې په افغانستان کې په ناجمهوري طریقه د واک ترلاسه کولو مخالفت کوي. هغې غونډې ته د پښتنو د یو شمېر ګوندونو، غورځنګونو او سازمانونو مشران، فعالان او خبریالان ورغلي ول.

له دې پرته پښتونخوا ملي عوامي ګوند او عوامي نیشنل ګوند هم د افغانستان پر حالاتو اندېښنه ښوولې او پر طالبانو یې غږ کړی چې اوربند وکړي او د خبرو له لارې مسله حل کړي. طالبان وايي، په قطر کې د سولې په مذاکراتو کې پر اوربند غږېږي.

د شېرپاو څرګندونې

د قامي وطن ګوند مشر افتاب احمد خان شېرپاو ټینګار وکړ چې ولسمشر اشرف غني د انتخاباتو له لارې واک ته رسېدلی او مشروعیت لري. "د اشرف غني حکومت یو منتخب حکومت دی او د نړۍ هېوادونو تسلیم کړی دی نو موږ هم ګڼو چې همدا [قانوني] حکومت دی. که بل څوک واک" ترلاسه کول غواړي نو باید له یوه بهیره تېر شي، خو "که د جنګ له لارې څوک واک ترلاسه کوي نو صورتحال به نور هم خرابېږي."

شېرپاو د نړۍ له ځواکمنو هېوادونو او د افغانستان له ګاونډیو وغوښتل چې په افغانستان کې دې د تاوتریخوالي او جګړو مخنیوي او د اوربند لپاره خپل کردار ولوبوي.

ده پوښتنه وکړه چې پاکستان ولې طالبان اوربند ته نه شي هڅولای. "د پاکستان لپاره ډېر مشکلات دي. مذاکرات چې شروع کېدل نو دوی ادعا کړې وه چې طالبان یې مذاکراتو ته هڅولې ول او اوس وايي" چې ورباندې یې "ډېر اثر نشته او ډزبندۍ" ته یې نه شي مجبورولای.

شېرپاو وویل، هغه مهال چې اسلام اباد "طالبان له امریکا سره مذاکراتو ته کښېنول نو په کار وه چې امریکا ته یې دا هم ویلي وای چې د افغانستان حکومت هم یو فریق دی او هغوی پکي هم شامل کړي. هغه کار خو و نه شو، داسې ښکاري چې په دې برخه کي خارجه پالیسي واضحه نه ده."

د پاکستان حکومت دریځ

د پاکستان حکومت په بیا بیا ویلي دي چې د افغانستان سوله او ثبات یې په ګټه دي او دا چې پر طالبانو نفوذ لري خو کنټرول ورباندې نه لري.

د پاکستان وزیراعظم عمران خان د جولای په نیمايي کې د ازبکستان په پلازمېنه تاشقند کې د سیمه ییز اتصال په اړه نړیوالې غونډې ته په وینا کې ویلي ول چې د مذاکراتو مېز ته د طالبانو په راوستو کې اسلام اباد تر بل هر چا زیاتې هڅې کړې دي.

هغه ویلي ول چې "د شخړې تودېدل به اخري شی (څیز) وي چې پاکستان به یې غواړي."

عمران خان همداراز زیاته کړې وه چې هېواد یې په افغانستان کې د تاوتریخوالي درولو او اوربند هڅو ته دوام ورکړی.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG