د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتون قامي جرګه: افغانستان کې د ګاونډیو هیوادونو لاسوهنه غندو


پښتون قامي جرګه: افغانستان کې د ګاونډیو هیوادونو لاسوهنه غندو
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:39 0:00

د خیبر پښتونخوا په چارسده کې شوې " پښتون قامې جرګې" ویلي چې په افغانستان کې په غیرجمهوري توګه د واک اخیستو مخالفت کوي.

پښتون قامي جرګې ویلي دي چې په افغانستان کې په غیر جمهوري طریقه د واک ترلاسه کولو مخالفت کوي.

دا خبره د خیبر پښتونخوا په چارسده کې د اګست پر اوومه د پښتون قامي جرګې په اعلامیه کې شوې ده.

دا جرګه د پاکستان مزدور کسان پارټۍ په بلنه جوړه شوې وه.

اعلامیه د ګوند مشر افضل خاموش وړاندې کړه چې پکې دا هم ویل شوي چې د جرګې ګډونوال به پر یوه پښتانه برید پر ټول پښتون قام حمله بولي.

جرګې ته د عوامي نیشنل ګوند د خیبر پښتونخوا مشر ایمل ولي خان وویل چې د افغانستان د حالاتو اثر پر پاکستان هم کېږي نو باید هلته لاسوهنه بنده شي.

د پښتون قامي جرګې په نوم لومړۍ غونډه تېر کال د مارچ پر ۱۰مه د عوامي نشنل ګوند په کوربتوب شوې وه.

د قامي وطن ګوند مشر افتاب احمد خان شېرپاو هیله وښوده چې داسې بله جرګه به په بلوچستان او بیا په کراچۍ کې هم وشي.

د ده په وینا، د دې به ګټه دا وي چې پښتانه په یوه خوله شي نو به یې خبرې ته غوږ ونیول شي.

په یاده جرګه کې د پاکستان تحریک انصاف او پاکستان مسلم لیګ نواز ډلي علاوه ټولو مذهبي او سیاسي ګوندونو ګډون کړی وو.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین هم په جرګه کې ګډون او وینا کړې ده.

جرګې د یو شمېر نورو غوښتنو ترڅنګ پښتون ژغورنې غورځنګ د مخکښ او د پاکستان په پارلمان کې د جنوبي وزیرستان د ولس استازي علي وزیر د خوشي کولو غوښتنه هم وکړه.

علي‌ وزیر له څه باندې تېرو شپږو راهسې په دې تور د کراچۍ په زندان کې بندي دی چې ګواکې د ریاست ضد یې خبرې کړې دي خو پښتون ژغورنې غورځنګ دا تور ردوي.

جرګې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د پښتنو ملت پاله سیاستوالو د تحفظ او د هدفي‌ وژنو د مخنیوي غوښتنه هم وکړه.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د حالاتو له خرابېدو سره په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې هم د بدامنۍ پېښې زیاتې شوې دي.

د دواړو صوبو حکومتونه وايي، دوی د بدامنیو مخنیوي او ولس ته د تحفظ ورکولو هڅې کوي.

د قامي وطن ګوند مشر افتاب احمد خان شېرپاو وویل چې د افغانستان د حالاتو به پر پاکستان هم اثر پرېوځي نو باید د ترهګری ضد قامي کړنلاره په سمه توګه عملي شي.

د پاکستان حکومت په ۲۰۱۵ز کال کې د ترهګرۍ ضد ۲۰ نکاتي کړنلار جوړه کړې وه. حکومت وايي، پر هغې تګلارې یې عمل ته دوام ورکړی.

XS
SM
MD
LG