د لاسرسي ځای

تازه خبر

که فضل الرحمان په پاکستان کې انتخابات کوي نو طالبان دې هم په افغانستان کې انتخابات وکړي: اڅکزی


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي له طالبانو غوښتي چې د افغانستان په سیاسي نظام کې دې ورګډ شي او په انتخاباتو کې دې برخه واخلي.

نوموړي دا څرګندونې د جولای پر نهمه د بلوچستان په موسی خېل سیمه کې د خپل ګوند یوې جلسې ته د وینا پر مهال وکړې. دا جلسه د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د پخواني صوبايي مشر عثمان خان کاکړ د مړینې په غبرګون کې جوړه شوې وه چې پکې د یاد ګوند سلګونو پلویانو ګډون وکړ. په دې غونډه کې د عثمان خان کاکړ زوی خوشال خان کاکړ او ترڅنګ یې د ګوند نورو مشرانو هم برخه واخېسته او ویناوې یې وکړې چې پکې د عبدالرحیم زیارتوال، عبیدالله بابت، یوسف خان کاکړ او د میر کلام وزیر نومونه د یادولو وړ دي.

جلسې ته د وینا پر مهال محمود خان اڅکزي وویل، د افغانستان تاریخ د بهرنیو د یرغلونو شاهد دی، دلته خلک د جنګ لپاره راغلي او بیا بیرته ستانه شوي خو مرګونه او ورانۍ یې تر شا پرېښي دي. نوموړی وايي، د اسلامي هیوادونو نه یې ګیله ده چې د افغانستان د اوربند لپاره یې ګامونه نه دي اخېستي.

نوموړي پر طالبانو غږ وکړ چې جنګ دې پرېږدي او سوله دې وکړي:

"زه د طالبانو مشرانو ملا فاضل او ملا برادر ته وایم، په افغانستان کې په انتخاباتو کې برخه واخلئ، لکه په پاکستان کې چې مولانا فضل الرحمان یې اخلي، که انتخابات مو وګټل نو زه به د خپل ګوند له ۳۰ غړو سره کابل ته درشم او مبارکي به درکړم."

نوموړي همدارنګه پر افغان ولسمشر محمد اشرف غني او پر پخواني ولسمشر حامد کرزي هم غږ وکړ چې د جګړې په ختمولو کې دې خپل رول ولوبوي او طالبانو ته یې هم وویل چې ترڅو به جنګونه وئ، له افغان حکومت سره سولې ته کښېنئ.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي ملګرو ملتونو ته هم خواست وکړ چې ترڅو په افغانستان کې سوله راځي نو دا هیواد دې یواځې نه پرېږدي او د خوندیتوب غم دې یې وخوري.

عثمان کاکړ د جون پر ۱۷مه نېټه په کوټه کې په خپل کور کې د بې هوشۍ په حالت کې موندل شوی و او د جون پر ۲۱مه نېټه د کراچۍ په اغا خان هسپتال کې ومړ. د بلوچستان د کورنيو چارو وزير ضیا لانګو په خبرې غونډه کې د هغه مرګ طبعي بللی و. خو بل پلو، د عثمان خان کاکړ کورنۍ او ګوند یې وايي چې د هغه مړینه طبعي نه وه بلکې هغه وژل شوی نو عدالتي کمېشن دې یې څېړنه وکړي.

XS
SM
MD
LG