د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان حالاتو لپاره د پاکستان حکومت نوې کمېټې ته کتنه


د پاکستان کورنيو چارو وزیر شیخ رشيد خبري غونډې پر مهال
د پاکستان کورنيو چارو وزیر شیخ رشيد خبري غونډې پر مهال

د پاکستان حکومت د افغانستان بې امنيو او روانو حالاتو ته په کتو د سیمه ییز سیاست په اړه د سلا مشورو لپاره يوه کمېټۍ جوړه کړې ده.

د کورنيو چارو وزیر شیخ رشيد وايي چې د دې کمېټې مقصد د سختو حالاتو په وخت د پاکستان غبرګون هم اهنګه کول او د سمو پرېکړو په موخه وزیراعظم ته مشوره ورکول دي.

هغه د اګست پر څلورمه په اسلام اباد کې يوې خبري غونډې ته وويل: ''په دې سيمه کې حالات په تېزۍ سره بدلېږي. دا پينځه – شپږ مياشتې ډير اهمیت لري. وزیراعظم عمران خان پرون د بهرنيو چارو وزیر شاه محمود قریشي په مشرۍ يوه کمېټې جوړه کړې چې داخله وزارت او د معلوماتو وزارت یې هم برخه دي. موږ به د حالاتو مطابق خبرې او سلا مشورې کوو. د افغانستان امن د پاکستان امن دی. د افغانستان پرېکړې د افغان قوم پرېکړې دي. هغوی چې هره پرېکړه کوي زموږ لپاره د منلو وړ ده.''

ایا دا کمېټه به افغانستان ته د وسله والو د تګ مخه ونیسي او دا به یقيني کړي چې پر طالبانو دې له دې خوا دومره فشار وي چې هغوی په خلاص مټ‌ د افغان حکومت پر ادارو حملې و نه شي کړای.
ګل بخاری

د شيخ رشيد په خبره د دې نوې کمېټې نور غړي د پاکستان دفاع وزیر، ملي امنيت سلاکار او امنيتي ادارو استازي دي.

د پاکستان حکومت په داسې حال کې د افغانستان د حالاتو په اړه د يوې کمېټې جوړولو اعلان کوي چې هلته طالبانو خپلو جګړو ته زور ورکړی دی.

افغان چارواکي پر پاکستان تور پورې کوي چې د طالبانو لپاره یې خوندي ځايونه برابر کړي او مرسته ورسره کوي. اسلام اباد دريځ لري چې پر طالبان اثر رسوخ لري خو دا د سولې لپاره کاروي.

د سیاسي چارو پوهه، ګل بخاري وايي له دې کمېټۍ سره ښايي د پوځ او ملکي چارواکو ترمینځ هم اهنګي زیاته شي خو د دې پوښتنې ځواب به لا هم پرځای پاتې وي چې د افغانستان په اړه پاليسي حکومت او که پوځ جوړوي؟

هغې زیاته کړه: ''کله چې په پاکستان کې د څه کار کول نه غواړي، نو بیا ورته کمېشن يا کمېټې جوړه کړي. دا کوم وزارتونه او ادارې چې په دې کمېټه کې شاملې شوې، دوی خو وار له مخه خپل کار کوي نو ایا دوی به پالیسي بدله کړي؟ نه یې شي کولی. ایا دوی به افغانستان ته د وسله والو د تګ مخه ونیسي او دا به یقيني کړي چې پر طالبانو دې له دې خوا دومره فشار وي چې هغوی په خلاص مټ‌ د افغان حکومت پر ادارو حملې و نه شي کړای.''

د پاکستان ولسمشر عارف علوي هم د اګست په څلورمه ويلي وو چې په افغانستان کې د روانو جګړو له امله د ممکنه بې امنيو چيلنجونو سره مقابلې لپاره بايد پاکستاني چارواکي بيداره اوسي. خو د جوړې شوې نوې حکومتي کمېټې په اړه په کابل کې د پاکستان پخواني سفیر رستم شاه مومند وايي دا موثره نه ښکاري. هغه د اګست په پينځمه مشال رېډيو ته وويل:

''زما په خيال د دې کمېټې څه فايده نشته ځکه چې واک اختيار خو د نورو سره دی. دا هسې رسمي کاروايي‌غوندې ښکاري. اصلي مسله دا ده چې پاکستان د افغانستان په روانو حالاتو هېڅ واضحه دريځ نه لري او یوازې دا خبره کوي چې خبرې دې وشي.''

د پاکستان ملي امنيت سلاکار تېره هفته امریکې ته تللی وو. اې ايف پي خبري اژانس د هغه له خولې ليکلي چې نوموړي ويلي د پاکستان حکومت په افغانستان کې د طالبانو له خوا په زور حکومت ته رسېدل نه غواړي.

هغه خپل دا دريځ تکرار کړی چې د افغان جګړې حل يوازې د سولې خبرې دي. د يادونې ده چې په قطر کې د افغان حکومت او طالبانو ترمینځ مذاکرات شوي وو خو څه پرمختګ پکې نه دی شوی.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG