د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبان د جګړو په دوام نړیوال مشروعیت نه شي ترلاسه کولای: امریکا سفارت


خلک په کندوز ښار کې د طالبانو او افغان ځواکونو تر منځ په جګړو کې سوځېدلي دوکانونه معاینه کوي - د ۲۰۲۱ز د اګست اتمې انځور.
خلک په کندوز ښار کې د طالبانو او افغان ځواکونو تر منځ په جګړو کې سوځېدلي دوکانونه معاینه کوي - د ۲۰۲۱ز د اګست اتمې انځور.

په کابل کې امریکايي سفارت ویلي چې طالبان نه شي کولای چې د جګړې په دوام نړیوال مشروعیت ترلاسه کړي.

سفارت دا خبره د اګست پر اتمه پر داسې مهال کړې چې په افغانستان کې د طالبانو د تاوتریخوالي او جګړې له پراخېدو سره کورنۍ او نړیوالې اندېښنې زیاتې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې وسله وال طالبان د اګست پر اتمه د درو ولایتونو کندوز، سرپل او تخار مرکزونو ته ننوتل او یو شمېر حکومتي ودانۍ یې ونیولې.

تر دې وړاندې طالبان د جوزجان او نیمروز مرکزونو شبرغان او زرنج ته هم ننوتي ول او د کندهار، لښکرګاه او هرات ښارونو په منځ او شاوخوا کې یې هم حملو ته دوام ورکړی دی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند میرویس ستانکزی وایي، حکومت به ژر طالبان له دې ښارونو په شا کړي.

نوموړي د اګست پر اتمه مشال راډیو ته وویل، "د خوست، کندهار، هېلمند او هرات په ګډون په ګڼو ولایتونو کې سلګونه ترهګرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. هغو سیمو ته چې د ترهګرو فشار پرې زیات وو او بریدونه یې کول، تازه دمه ځانګړي او کمانډو ځواکونه رسېدلي دي."

ستانکزي زیاته کړه چې ځانګړي ځواکونه به "ډېر ژر" وسله وال طالبان په شا وتمبوي.

طالبانو داسې مهال د ښارونو نیولو ته مخه کړې چې پر دغې وسله والې ډلې ورځ تر بلې نړیوال فشارونه د زیاتېدو په حال کې دي.

د اګست پر اتمه په کابل کې د امریکا سفارت وویل، "که طالبان د نړیوال مشروعیت د غوښتنې ادعا لري، نو د جګړو دوام یې دغې هیلې ته نه نېږدې کوي."

سفارت پر ټوېټر په بیان کې لیکلي، طالبان دې د پوځي کیمپېن پر ځای خپله انرژي د سولې پر بهیر ولګوي.

په عین وخت کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې ویلي، افغانستان د ولسي وګړو لپاره "یو مرګونی هېواد دی او سم نیمایي وګړي یې چې ۱۷ میلیونه کېږي جګړو ډېر ځپلي" دي.

تر دې مخکې نورو امریکایي چارواکو هم ویلي چې که طالبان د زور له لارې واک ته ورسېږي، حکومت به یې په رسمیت و نه پېژني.

خو د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ستراتیژیکو اړیکو سلاکار وحید عمر ویلي، افغانستان د "ګڼ وژنې، چور او ویجاړۍ له بې سارې څپې سره مخامخ" دی.

نوموړي د اګست پر اتمه پر ټوېټر په بیان کې پوښتنه کړې چې نړۍ ولې "غوڅ دریځ" نه لري او "طالبان او پاکستان" له جګړو ولې نه ګرځوي؟

پاکستان د عمر د څرګندونو په ځواب کې لا څه نه دي ویلي خو په تېرو وختونو کې یې ټینګار کړی چې په افغانستان کې د هېڅ یوې ډلې یا لوري ملاتړ نه کوي او غواړي چې د خبرو له لارې شخړه هواره شي. اسلام اباد همداراز، په بیا بیا ویلي چې پر طالبانو نفوذ لري خو کنټرول ورباندې نه لري.

تر دې یوه ورځ مخکې امریکایي رسنیو د ولسمشر جو بایډن په حواله وویل چې د بي ۵۲ او سپېکټر په نوم په وسلو سمبالو الوتکو ته یې امر کړی چې په افغانستان کې طالبان په نښه کړي.

په افغانستان کې دننه دفاع وزارت وایي چې پر طالبانو یې د هوایي او ځمکنیو بریدونو له لارې پوځي فشار زیات کړی دی او مرګ ژوبله یې ورته اړولې. هلته طالبان په روانو جګړو کې افغان ملي امنیتي ځواکونو ته د مرګ ژوبلې اړولو دعوې کوي.

په مې کې له افغانستانه د نړیوالو پوځیانو د وتلو بهیر له پیل راهیسې په هغه هېواد کې جګړو زور اخیستی دی. امریکايي ولسمشر بایډن ویلي چې د اګست پر ۳۱مه به په افغانستان کې پوځي ماموریت پای ته ورسوي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG