د لاسرسي ځای

تازه خبر

شهباز شریف: پاکستان کې د انصاف معیار دوه رنګی دی


شهباز شریف قامي اسمبلۍ ته د وینا پر مهال - پخوانی انځور.
شهباز شریف قامي اسمبلۍ ته د وینا پر مهال - پخوانی انځور.

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف ویلي دي چې په هغه هېواد کې د "انصاف دوه رنګی معیار" دی او تور یې پور کړی چې پخواني وزیراعظم عمران خان په اپرېل په "دوکې" د اسمبلۍ ماتولو هڅه کړې، خو چا یې نوټس وا نه خیست.

دا خبره شریف د جولای پر ۲۷مه قامي اسمبلۍ ته په وینا کې تر هغې یوه ورځ وروسته کړې چې د پاکستان سپریم کورټ د مشر قاضي په مشرۍ درې کسیزه جرګګۍ د پنجاب اعلاوزیر انتخاب د پایلو په اړه د اسمبلۍ د مرستیال سپیکر دوست محمد مزاري امر لغوه کړ او د حمزه شهباز پر ځای یې پروېز الهي د هغې صوبې اعلاوزیر اعلان کړ.

د پاکستان وفاقي اېتلافي حکومت د سپریم کورټ پر پرېکړه انتقاد وکړ او قامي اسمبلۍ د جولای پر ۲۷مه د عدالتي اصلاحاتو لپاره د پارلېماني کمېټۍ جوړولو پرېکړه لیک منظور کړ.

خو د سپریم کورټ درې کسیزه جرګګۍ د پنجاب اعلاوزیر انتخاب په اړه د قضیې اورېدنې پر مهال ټینګار کړی وو چې فیصلې یې له ایین او قانون سره سمې دي.

شریف په وینا کې په ۲۰۱۴ز کال کې د تحریک انصاف او ملګرو احتجاجي ناستې ته په اشاره وویل چې پر هغه کال پارلېمان "تر برید لاندې" راغی، د سپریم کورټ پر ودانۍ "ناپاکې جامې وځړول شوې" خو "چا یې نوټس" نه وو اخیستی.

په ۲۰۱۴ز کال کې چې د مسلم لیګ (ن) په مشرۍ اېتلاف پر پاکستان واکمن وو نو تحریک انصاف ګوند او ملاتړو یې پرضد لومړی لاریون وکړ او بیا یې په اسلام اباد کې پرلت وواهه چې د کال تر پایه روان وو. پرلتوال د پارلېمان، دولتي راډیو او ټېلېوېژن او سپریم کورټ له ودانیو سره نېږدې پراته ول او هم هلته به یې ډوډۍ پخوله، جامې به یې مینځلې او نورې ورځنۍ چارې به یې پر مخ بیولې. هغه مهال پارلېدلو کسانو د ملي ټېلېوېژن او پارلېمان په ودانیو د ننوتو هڅې هم کړې وې.

د سرکاري ټلویزیون له ودانۍ بلوه ګر واېستل شول
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:20 0:00

شهباز شریف همداراز د "دوه مخي انصاف" د معیار تشرې ح وکړه او وویل چې د روان ۲۰۲۲ز کال په اپرېل کې "ایین مات شو" او د قامي اسمبلۍ "مرستیال سپیکر، ولسمشر او عمران [خان] په ګډه، په دوکې د اسمبلۍ ماتولو هڅه کړې وه او سپریم کورټ وویل چې مرستیال سپیکر ایین شکني کړې. ښه خبره یې کړې وه، خو هغوی هېچا عدالت ته ور و نه غوښتل. د پنجاب اسمبلۍ [مرستیال] سپیکر یوه کارروايي کوي، هغه یې [عدالت] ته وروغوښت."

د اپرېل پر درېیمه د قامي اسمبلۍ مرستیال سپیکر قاسم سوري د مخالفه ګوندونو پاکستان جمهوري غورځنګ (پي ډي اېم) او د ملاتړیو له خوا د پخواني وزیراعظم عمران خان پرضد د عدم اعتماد تحریک رد کړ او و یې ویل چې دا کار ځکه کوي چې هغه تحریک "د بهرني سازش" له وجې وړاندې شوی. تر دې وروسته عمران خان له ولسمشره د قامي اسمبلۍ د ماتولو غوښتنه وکړه چې عارف علوي ومنله.

خو سپریم کورټ د اپرېل پر اوومه تر اورېدنو وروسته په خپله پرېکړه کې وویل چې سوري "غیر قانوني" عمل کړی وو نو ځکه اسمبلي بحالوي او د وزیراعظم پرضد د عدم اعتماد تحریک وړاندې کولو امر کوي. د هغې په نتیجه کې عمران خان له واکه ګوښه شو او د اپرېل پر ۱۱مه شهباز شریف نوی وزیراعظم منتخب شو.

البته سپریم کورټ د جولای پر ۲۲مه د پنجاب اسمبلۍ په غونډه کې د اعلاوزیر انتخاب په اړه د مرستیال سپیکر دوست محمد مزاري پرېکړې پرضد د قضیې اورېدنې پرمهال نوموړي ته عدالت ته د حاضرېدو امر وکړ.

د پاکستان له ایین او قانون سره سم، عدالت د پارلېمان سپیکر یا مرستیال سپیکر د پارلېماني پرېکړو پر سر نه شي ورغوښتی.

پاکستان تحریک انصاف ګوند په بیا بیا پر واکمن اېتلاف او پي ډي اېم تور پورې کړی دی چې د سازش له لارې یې عمران خان له واکه لیرې کړ.

تحریک انصاف ګوند همداراز پر واکمن اېتلاف تور پورې کوي چې په پنجاب اسمبلۍ کې یې په "غیر قانوني ډول" هڅه وکړه چې حمزه شهباز اعلاوزیر وساتي خو سپریم کورټ دې کار ته پرې نه ښود.

XS
SM
MD
LG