د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان ستره محکمه: پروېز الهي به اعلا وزیر وي


د پاکستان د سترې محکمې ودانۍ
د پاکستان د سترې محکمې ودانۍ

د پاکستان سترې محکمې (سپریم کورټ) د جولای په ۲۶مه، د پنجاب اسمبلۍ د سپیکر پرېکړه لغوه کړه. عدالت په خپل امر کې ویلي چې چودري پروېز الهي به د پنجاب اعلی وزیر وي.

د پاکستان چیف جسټس یا مشر قاضي عمر عطا بندیال په مشرۍ کې د سترې محکمې درې کسیزه جرګګۍ دا پرېکړه اعلان کړه او ویې ویل چې د پروېز الهي درخواست منظوروي او د ایین د ۶۳مې مادې پر اساس د پنجاب د مرستیال سپیکر د جولایي ۲۲مې پرېکړه لغوه کوي.

عدالت په خپله پرېکړه کې وویل، د جولايي په ۲۲مه، د پنجاب اسمبلۍ د مرستیال سپیکر دوست محمد مزاري هغه پرېکړه ناسمه وه چې د وزیر اعلا د انتخاب پر مهال یې د مسلم لیګ (ق) ۱۰ رایې رد کړې وي.

د جولای پر ۲۲مه، په پنجاب اسمبلۍ کې د صوبې د نوي اعلا وزير د انتخاب لپاره تر رايې اچونې وروسته د پاکستان مسلم ليګ (ن) نوماند حمزه شهباز بريالی اعلان شوی وو.

د پنجاب اسمبلۍ مرستيال سپيکر دوست محمد مزاري د سپريم کورټ پريکړې په رڼا کې د تحريک انصاف او مسلم ليګ (ق) ګډ امېدوار پرويز الهي ته له ورکړل شویو ووټونو څخه د (ق) ليګ ۱۰ ووټونه مسترد کړي ول چې په نتيجه کې يې حمزه شهباز د درو ووټونو له برترۍ سره د پنجاب اعلا وزير په څوکۍ پاتې شو. حمزه شهباز د جولای پر ۲۳مه، د پنجاب صوبې د لومړي وزیر په توګه سوګند پورته کړ.

د تحريک انصاف او مسلم ليګ (ق) کانديد پروېز الهي د ډپټی سپیکر د اقدام ضد په سپریم کورټ کې درخواست دایر کړی وو. د سپریم کورټ درې کسيزې جرګګۍ د جولای پر ۲۳مه نېټه د قضيې اورېدنه وکړه او د اعلا وزير په توګه يې د حمزه شهباز د واک په محدودولو امر وکړ چې هغه دې د جولای ۲۵مې تر اورېدنې پورې د پنجاب د "امانتداره يا سرپرست" اعلا وزیر په توګه دندې ته دوام ورکړي.

د جولايي په ۲۵مه او ۲۶مه، د پاکستان سترې محکمې د پاکستان تحریک انصاف ګوند او د پنجاب د وزیر اعلا د څوکۍ لپاره د دغه ګوند او د هغوی د ایتلافي ګوندونو د شریک نوماند چودري پروېز الهي پر درخواست اورېدنه وکړه.

عدالت د جولايي په ۲۶مه، ناوخته په خپله پرېکړه کې وویل چې حمزه شهباز او د هغه کابینه دې سم له واره خپلې عهدې پرېږدي.



د پنجاب اعلاوزیر انتخاب او د قضیې جوړېدل:


په پاکستان کې دا سیاسي بحثونه تر هغې وروسته تاوده شوي دي چې د جولای پر ۲۲مه د پنجاب اسمبلۍ مرستیال سپیکر دوست محمد مزاري د سپریم کورټ له پخوانۍ فیصلې سره سم، د مسلم لیګ (ق) ګوند د ۱۰ غړو رایې رد کړې او په دې توګه د هغه ګوند د مخکښ مشر پروېز الهې پر ځای حمزه شهباز د اعلاوزیر په توګه منتخب شو چې د جولای پر ۲۳مه یې د خپلې دندې لوړه هم وکړه.

سپریم کورټ هغه فیصله د جولای پر لومړۍ نېټې کړې وه چې پکې یې ویلي ول چې د تحریک انصاف ګوند ۲۵ "منحرفو" غړو د اپرېل پر ۱۶مه د ګوندي تګلارې برعکس حمزه شهباز ته رایه ورکړې وه نو ځکه یې باید ووټونه حساب نه شي او په پنجاب اسمبلۍ کې دې د اعلاوزیر څوکۍ لپاره بیا انتخاب وشي.

د تحریک انصاف دریځ:

په همدې حال کې تحریک انصاف ګوند د سپریم کورټ د درې کسیزه جرګګۍ له لوري د قضیې پرمخ وړلو ملاتړ کړی دی او د واکمنو ګوندونو د مشرانو څرګندونې پر "عدالت برید" بللې دي.

د هغه ګوند مخکښه سیاستولانو فواد چودري او شیرین مزارۍ د جولای پر ۲۵مه په اسلام اباد کې خبري غونډې ته وویل چې واکمن ګوندونه د "سپریم کورټ د بدنامولو هڅې" کوي.

پنجاب صوبه د اپرېل پر ۱۰مه نیمه شپه د پخواني وزیراعظم عمران خان له دندې تر ګوښه کېدو وروسته د سیاسي بحران ښکار ده. هغه سیاسي بحران اوس د هېواد تر مرکزي کچې رسېدلی دی.

په پنجاب کې د خان تحریک انصاف ګوند واکمن وو خو په مرکز کې یې د حکومت تر ختمېدو وروسته چې مسلم لیګ (ن) په پنجاب کې د خپل حکومت جوړولو هلې ځلې پیل کړې نو په اسمبلۍ کې د تحریک انصاف یوشمېر غړي هم ورسره ملګري شول.

خو د مسلم لیګ (ن) مخالفه ګوندونو خپلو هڅو ته دوام ورکړ او همداراز، د صوبې ګورنر عمر سرفراز چیمه هم د حمزه شهباز انتخاب یې "غیرقانوني" بللی وو. د دې له وجې نوموړي تر شاوخوا نیمې میاشت ځنډ وروسته د اپرېل په پای کې د اعلاوزیر په توګه لوړه وکړه.

XS
SM
MD
LG