د لاسرسي ځای

تازه خبر

شهباز شریف وايي د چین-پاکستان اقتصادي لارې ټولې پروژې بشپړوي


شهباز شریف د اپرېل پر ۱۱مه د پخواني وزیراعظم عمران خان تر ګوښه کېدو یوه ورځ وروسته د پاکستان د نوي اېتلافي حکومت مشر شو.
شهباز شریف د اپرېل پر ۱۱مه د پخواني وزیراعظم عمران خان تر ګوښه کېدو یوه ورځ وروسته د پاکستان د نوي اېتلافي حکومت مشر شو.

وزیراعظم شهباز شریف د چین-پاکستان اقتصادي لارې (سیپيک) د ټولو پروژو بشپړولو هوډ ښوولی دی.

د پاکستان دولتي راډیو وايي، نوموړي د جون پر ۱۵مه د خیبر پښتونخوا د رشکۍ په ځانګړي اقتصادي زون کې یوې غونډې ته په وینا کې وویل، حکومت یې په اقتصادي ډول د پاکستان پیاوړي کولو لپاره صنعتي پرمختګ ته ژمن دی.

وزیراعظم وویل، د ګډ کمېشن کمېټۍ په ۲۰۱۶-۱۷ز کلونو کې نهه ځانګړي اقتصادي زونونه پرانیستل.

د ده په خبره، پاکستان له جدیدې چینايي ټېکنالوژۍ او د پاکستان د ماهرو مزدورانو له کاره ګټه اخلي چې ورسره به د هېواد اقتصاد په چټکۍ وده او پرمختګ وکړي.

دولتي راډیو زیاتوي چې شریف کاروباریانو ته وړاندیز وکړ چې خپل مصنوعات په چین کې نندارې ته وړاندې کړي چې د هغه هېواد کاروباریان په پاکستان کې پانګونې ته وهڅېږي او ژمنه یې وکړه چې په ځانګړو اقتصادي زونونو کې به د چینايي شرکتونو د فعالیتونو په برخه کې ټولې ستونزې هوارې کړي.

وزیراعظم پر داسې مهال د رشکۍ اقتصادي زون ته تللی دی چې پاکستان له څه د پاسه درو کلونو راهیسې له لویو اقتصادي مشکلاتو سره مخامخ دی.

په وروستیو کلونو کې په پاکستان کې د بهرنیو اسعارو (پیسو) زېرمې کمې شوې دي او روپۍ په دوامداره توګه د امریکايي ډالر پرتله ارزښت له لاسه ورکړی دی. له دې سره سره په پاکستان کې د افراط زر (انفلېشن) سطح هم لوړه شوې. د دې اقتصادي او مالي ستونزو له وجې په پاکستان کې ګراني زیاته شوې او د کار او کاروبار موقعې کمې شوې دي.

پاکستان په ۲۰۱۹ز کال کې د پیسو له نړیوال صندوق (ای اېم اېف) سره د شپږ اربه ډالرو د پور پر پروګرام سلا شو خو هغې ادارې تېر کال د اقتصادي او مالي اصلاحاتو د شرطونو نه پوره کولو له وجې پاکستان ته د پیسو ورکړه ودروله. له هغه وخت راهیسې اسلام اباد له ای اېم اېف سره خبرو ته دوام ورکړی دی خو دواړه خواوې لا کومې نتیجې ته نه دي رسېدلي.

د دې تر څنګ په پاکستان کې د انرژۍ بحران هم روان دی چې له وجې یې په زیاتره سیمو کې ساعتونه، ساعتونه د بجلۍ لوډشیډنګ (برېښنايي پارچاو) کېږي.

وزیراعظم شهباز شریف د خپل حکومت له جوړېدو راهیسې د اقتصاد پر سمولو ټینګار کړی دی. نوموړی د اپرېل پر ۱۱مه د پخواني وزیراعظم عمران خان تر ګوښه کېدو یوه ورځ وروسته د پاکستان د نوي اېتلافي حکومت مشر شو.

د چین – پاکستان اقتصادي لار (سيپیک) یوشمېر لویې او وړې پروژې لري چې پکې بیجنګ د لسګونه اربه امریکايي ډالرو پانګونې ژمنه کړې.

چینايي کمپنیو اوسمهال د خیبر پښتونخوا او بلوچستان په ګډون د پاکستان په یوشمېر ښارونو کې پرمختیايي چارو ته دوام ورکړی دی خو په تېرو کلونو کې هغو پروژو چارې د کورونا وایرس جهاني وبا او بیا په پاکستان کې پر چینايي کارکوونکو د بریدونو له وجې له خنډونو او ځنډ سره مخامخ شوې دي.

XS
SM
MD
LG