د لاسرسي ځای

تازه خبر

په شمالي وزیرستان کې ۳ امنیتي سرتیري وژل شوي


د شمالي وزیرستان نقشه
د شمالي وزیرستان نقشه

د شمالي وزیرستان چارواکي وايي چې په دته خېل سیمه کې د وسله والو په ډزو کې ۳ منیتي سرتیري وژل شوي او ۲ نور ټپیان شوي دي.

امنیتي او استخباراتي چارواکو چې نه یې غوښتل د موضوع د حساسیت له امله یې نومونه واخیستل شي، د مارچ په ۲۴مه مشال راډیو ته وویل چې دا برید نن سهار په یوې امنیتي پوسته ترسره شوی او د پاکستان امنیتي ځواکونو هم ځوابي ډزې کړي دي.

دغه چارواکي زیاتوي ژوبل شوي سرتیري یې د بنو پوځي روغتون ته منتقل کړي دي. د برید ذمه واري تر اوسه چه نه ده منلې.

په شمالي وزیرستان کې په دې وروستيو کې بريدونه زیات شوي دي. تحریک طالبان پاکستان د شمالي وزیرستان په دوسلي کې د مارچ په ۲۳ مه د امنیتي ځواکونو پر یوې پوسته د برید او د یو امنیتي سرتیري د وژلو ادعا کړی وه. چارواکیو لا په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان امنیتي ځواکونو په سیمه کې پراخ عملیات ترسره کړي او ترهګرو ته د ماتې ورکولو ادعاوې کوي خو بیا هم په سیمه کې امنيتي حالات ترینګلي دی او پر ځایي خلکو او امنیتي ځواکونو د بریدونو لړۍ دوام لري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG