د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان پوځ په شمالي وزیرستان کې د ۲ مشکوکو وسله والو د وژلو ادعا کوي


پخوانی تصویر: په میرانشا کې د پاکستاني پوځيانو د څار پوسته
پخوانی تصویر: په میرانشا کې د پاکستاني پوځيانو د څار پوسته

د پاکستان بوځ ادعا کوي چې په شمالي وزیرستان کې يې دوه مشکوکه وسله وال وژلي دي.

يوه پوځي چارواکي د اپرېل پر څلورمه مشال راډیو ته وويل چې امنيتي ځواکونو بېګاه (اپرېل درېيمه) په دته خېلو کې پر مشکوکو وسله والو بريد وکړ او وې وژل.

خپلواکه سرچينو د پوځ د دې ادعا تصديق نه دی کړی.

تر دې وړاندې د اپرېل پر درېيمه نېټه هم امنيتي ځواکونو د ميرعلي په خيسور سيمه کې د ناقانونه وسله والې ډلې تحريک طالبان پاکستان د یو غړي شريعت الله په ګډون د څلورو مشکوکو وسله والو د وژلو ادعا کړې وه.

تحريک طالبان د شريعت الله وژل منلې وو خو زیاته کړې یې وه چې په دې نښته کې ۱۴ پاکستاني سرتيري وژلي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG