د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزیرستان کې روان پرلت د ضلعې ټولو برخو ته غځېدلی


په شمالي وزیرستان کې یوشمېر مظاهره کوونکي د پرلت پر مهال - د اګست څلورمې انځور.
په شمالي وزیرستان کې یوشمېر مظاهره کوونکي د پرلت پر مهال - د اګست څلورمې انځور.

په شمالی وزیرستان کې د هدفي بریدونو پرضد د میرلي په ایدکو (عیدکو) او میرامشا کې روان احتجاج د ضلعې ټولو برخو ته غځېدلی دی.

د پرلت مشرانو د احتجاج پراخولو پرېکړه تر هغې وروسته کړې وه چې د اګست پر دویمه یې له ځايي‌ انتظامیې سره مذاکرات بې نتیجې پای ته ورسېدل.

د اتمانزیو د جرګې په غوښتنه د اګست پر درېیمه د شمالی وزیرستان په ميرلي، شوه، سپینوام، ميرامشا، رزمک دېګان، دته خېل او غلام خان کې خلکو احتجاجي ناستې پیل کړې، بازارونه یې وتړل او شمالي وزیرستان ته تلونکې او ورڅخه وتونکې لارې یې د ټرافیک پرمخ وتړلې.

د احتجاجي پرلت يو منتظم احمد الدین د اګست پر څلورمه مشال راډيو ته وويل چې احتجاج به یې د حکومت له خوا په سیمه کې د امنيت ټينګولو لپاره د پاخه ډاډ تر ورکولو پورې روان وي. "د اتمانزیو مشران، سیاسي او سماجي تنظیمونه، سیاسي اتحاد او تاجران ټول یو شوي، په یوه خوله یوازې د امن غوښتنه کوي."

د شمالي وزیرستان انتظامیه وايي، د احتجاج له پیله یې د خبرو اترو یوشمېر پړاوونه ترسره کړي‌ خو نتیجه یې نه ده ورکړې.

د انتظامیې په وینا،‌ پرلتوالو ته یې د امنیت ټینګولو باور ورکړی دی خو هغوی غوښتنه کوي چې په هدفي بریدونو کې لاس لرونکي دې ونیسي او ورته دې پوخ باور ورکړي چې بیا به په شمالي وزیرستان کې هدفي وژنې نه کېږي.

په شمالي وزیرستان کې پرلتوال د سړک تړلو پر مهال - د اګست څلورمې انځور.
په شمالي وزیرستان کې پرلتوال د سړک تړلو پر مهال - د اګست څلورمې انځور.

د ميرلي په عيدک سيمه کې پرلت د جولای پر ۱۴مه د جمعیت علمای اسلام (ف) د دوو سیاستوالانو او دیني عالمانو تر وژنې وروسته پيل شوی وو او د جولای پر ۲۹مه ميرامشا ته هم وغځېد.

پولیس دعوه کوي چې د قاري سمیع الدین ، قاري نعمان او د وزیرستان ځوانانو د تنظیم د څلورو غړو په وژنه کې یې د ککړتیا په تور پینځه کسان نیولي او ورڅخه یې پلټنې پیل کړې دي.

خو د اتمانزیو قبیلو تر څار لاندې د روان پرلت مشران د پولیسو له کړنو مطمین نه دي. تر دې مخکې هم په شمالي‌ وزیرستان کې په بیا بیا د هدفي‌ وژنو پرضد احتجاجونه، پرلتونه او لاریونونه شوي‌.

د جمعیت علمای اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمان د جولای پر ۳۱مه ادعا کړې وه چې د خيبر پښتونخوا په جنوبي او قبايلي ضلعو کې د "وسله والو واکمني يا راج" دی.

په شمالي‌ وزیرستان کې د ۲۰۲۲ز کال له پیله ۳۸ هدفي بریدونه شوي چې تر ۵۰ زیات قبایلي مشران او فعال ځوانان پکې وژل شوي دي.

په شمالي وزيرستان کې د زیاتره هدفي بريدونو ذمه وارۍ هېڅ وسله والې ډلې نه دي منلې او د پوليسو او پوځ له خوا د امنیت ټينګ ساتنې او د وسله والو د نيولو او وژلو پر وعدو سربېره هلته حملې دوام لري. ځايي ولس وايي هلته هدفي بريدونو او د ناامنۍ نورو پېښو اندېښمن کړي دي.

د شمالي وزيرستان ځايي خلک وايي چې هلته له ۲۰۱۸ز کال راهيسې هدفي وژنې کېږي. په هغه ضلع کې په هدفي بریدونو کې د ولسي وګړو په ګډون، سیاستوالان، دیني عالمان، قومي مخور او امنیتي سرتېري هم په نښه کېږي.

په شمالي وزيرستان کې په ۲۰۱۴ز کال کې د پاکستان پوځ عمليات وکړل او وروسته يې سيمه له وسله والو پاکه اعلان کړه خو شاوخوا څلور کاله مخکې د امنیت وضعیت بیا خراب شو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG