د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزیرستان کې دوه ماشومان ګوزڼ وهلي دي


په شمالي وزیرستان کې یو روغتیايي چارواکی یوې ماشومې ته د ګوزڼ واکسیني څاڅکي ورکوي - د مې ۲۶مې انځور.
په شمالي وزیرستان کې یو روغتیايي چارواکی یوې ماشومې ته د ګوزڼ واکسیني څاڅکي ورکوي - د مې ۲۶مې انځور.

د شمالي وزیرستان روغتیا اداره وايي، په هغه ضلع کې په دوو نورو ماشومانو کې د ګوزڼ وایرس تایید شوی چې ورسره سږ کال هلته د پولیو وهلیو شمېر ۱۰ ته رسېدلی دی.

د روغتیا ادارې مرستیال ډاکتر شمس الرحمان د جون پر ۱۶مه مشال راډیو ته وویل، یو ماشوم په دوسلي او بل هغه په میرلي کې په ناروغۍ اخته شوی دي.

دا په داسې حال کې ده چې تازه په شمالي وزیرستان کې د ګوزڼ واکسیني کیمپېن پای ته رسېدلی دی. خو ډاکتر شمس الرحمان زیاتوي چې د وایرس کنټرولولو لپاره د جون پر ۲۷مه د پولیو د مخنیوي څاڅکو او ستنو (پیچکاریو) بل کیمپېن پیلوي.

د جون پر شپږمه په شمالي وزیرستان کې اووه ورځنی واکسیني کیمپېن پیل شوی وو او چارواکو ویلي ول چې څه باندې ۲۳۰،۰۰۰ ماشومانو ته څاڅکي ورکوي او ستنې لګوي.

په هغه قبایلي ضلع کې د اپرېل پر ۲۲مه یو ماشوم ګوزڼ وواهه چې دا د شاوخوا یو کال په موده کې په پاکستان کې د ناروغۍ لومړۍ مثبته پېښه وه او چارواکي یې بیړنۍ کیمپېن ته اړ کړل.

د شمالي وزیرستان روغتیايي او د خیبر پښتونخوا د پولیو کنټرول ادارې چارواکو په مې کې مشال راډیو ته ویلي ول چې پلټنو ښوولې چې روغتیايي کارکوونکو بې له واکسین ورکولو د ماشومانو ګوتې رنګ کړي او نومونه یې ثبت کړي ول. په پاکستان کې چې ماشومان د پولیو واکسیني څاڅکي وخوري نو روغتیايي کارکوونکي یې نوم او پته په رجسټر کې درجوي او ګوته یې رنګوي چې دا د هغوی د واکسینېدو یو ثبوت وي.

چارواکو هغه مهال ویلي ول چې د پولیو تازه پېښې په ناواکسینه ماشومانو کې ثبت شوې دي او زیاته کړې یې وه چې د غفلت کوونکو روغتیايي کارکوونکو پرضد یې اقدام کړی دی.

په شمالي وزیرستان کې یوشمېر روغتیايي کارکوونکو هم مشال راډیو ته منلې وه چې په تېرو وختونو کې یې د ګوزڼ له واکسیني څاڅکو ورکولو پرته د ماشومانو ګوتې رنګ کړې وې.

روغتیايي کارکوونکو بې له څاڅکو ورکولو د ماشومانو د نوملیکنې او د ګوتو رنګولو بېلابېل لاملونه ښوولي ول. هغوی ویلي ول چې په سیمه کې له واکسینه انکاریان یې نه پرېږدي چې ماشومانو ته یې څاڅکي ورکړي نو ځکه نه غواړي چې ځان ته شخصي ستونزې او ان دښمنۍ جوړې کړي.

یو بل روغتیايي کارکوونکي شفیق الله مشال راډیو ته ویلي ول چې پخوا روغتیايي کارکوونکي په میاشتنۍ تنخا ګومارل کېدل نو "ټوله میاشت به یې کار کاوه او کار هم ډېر سم روان وو" خو چارواکو هغه "پروګرام ختم کړ" او اوس کارکوونکي په ورځنۍ تنخا ګوماري.

د خیبر پښتونخوا د پولیو پروګرام د همغږۍ چارو مرستیال مشر زمین خان د مې پر ۲۷مه مشال راډیو ته ویلي ول چې د روغتیايي کارکوونکو له بې غورۍ خبر دی چې "ماشومانو ته یې څاڅکي نه دي ورکړي خو موږ ته یې رپورټ راکړی چې مهم (کیمپېن) سم شوی دی."

نوموړي البته منلې وه چې اصلي ستونزه له واکسیني ډلو سره د ټولنې نه همکاري ده. "تر هغو چې د میندو او پلرونو په سوچ کې دا خبره نه وي ناسته چې د پولیو دوه څاڅکي یې ماشومانو لپاره څومره مهم دي،" د کیمپېنونو بریا "ګرانه ده ځکه چې د پروګرام مقصد همدا دی" چې ماشومان باید هرومرو واکسین شي.

زمین خان او د شمالي وزیرستان روغتیايي چارواکي البته ډاډ ورکوي چې له مې میاشت راهیسې یې واکسیني کیمپېنونه په سم ډول ترسره کړي دي چې مثبتې پایلې به ولري.

پاکستان او افغانستان د نړۍ یوازیني هېوادونه دي چې پکې د پولیو وایرس لا هم موجود دی.

XS
SM
MD
LG