د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزیرستان: دوو بریدونو کې د اېف سي ځواک ۶ سرتېري ژوبل شوي


چارواکي وايي، په شوه کې د سړک ترغاړې بم چاودنې شپږ سرتېري ژوبل کړي او په میرامشا کې وسله والو د یوه ټېکه دار پر کیمپ حمله کړې.
چارواکي وايي، په شوه کې د سړک ترغاړې بم چاودنې شپږ سرتېري ژوبل کړي او په میرامشا کې وسله والو د یوه ټېکه دار پر کیمپ حمله کړې.

په شمالي وزیرستان کې په دوو جلا، جلا بریدونو کې شپږ اېف سي سرتېري ژوبل شوي دي او د یوه ټېکه دار کیمپ ته زیان رسېدلی دی.

یوه امنیتي چارواکي چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د فبرورۍ پر اتمه یې د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل، د سړک ترغاړې بمي چاودنه د سې شنبې پر شپه په شوه تحصیل کې وشوه. د ده په خبره، د پېښې پر مهال د اېف سي سرتېرو په سیمه کې د لټون عملیات کول. دی وايي چې تر پېښې وروسته یې ځوابي کارروايي وکړه خو نور تفصیل یې ور نه کړ.

چارواکي زیاته کړه چې ژوبل سرتېري د بنو روغتون ته لېږدول شوي دي.

تحریک طالبان پاکستان د حملې ذمه واري منلې.

هغې وسله والې ډلې د ۲۰۲۱ز کال د ډېسېمبر پر نهمه له حکومت سره د یو میاشتني اوربند تر پای وروسته خپل بریدونه زیات کړي دي.

د پاکستان پوځ او حکومت هم وايي چې د وسله والو طالبانو پرضد یې عملیاتو ته دوام ورکړی دی.

اخوا د شمالي وزیرستان پولیس وايي، د فبرورۍ پر اتمه شپې مهال په میرامشا کې وسله والو د یوه ټېکه دار پر کیمپ برید کړی، هلته یې ۱۲ کارکوونکي نیولي او بیا یې د ټېکه دار څلور ګاډي سوځولي دي.

د سیمې د پولیسو مشر عقیق حسین وايي، پولیس له پېښې تر خبرېدو سمدستي وروسته هلته ورورسېدل او پلټنې یې پیل کړې. دی وايي، په پېښه کې د کیمپ کارکوونکو ته زیان نه دی رسېدلی.

د ده په خبره، د ژغورنې ادارې (رېسکیو ۱۱۲۲) کارکوونکو اور وواژه او پولیسو د "نامعلومه وسله والو" ضد مقدمه دایره کړه.

تر اوسه معلومه نه ده چې چا د ټېکه دار پر کیمپ برید کړی دی او هغه خپله هم څه نه دي ویلي. خو د شمالي وزیرستان یوشمېر اوسېدونکو او یوه ټېکه دار د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل، وسله والو په وروستیو کې له ټېکه دارانو او شتمنو خلکو څخه د باج اخیستل پیل کړي او ورته ګواښونه کوي چې که پیسې یې ور نه کړې نو ګاډي به یې وسوځوي.

دوی وايي، په تېرو درو میاشتو کې د ټېکه دارانو پر کیمپونو درې حملې شوې دي چې پکې په یوه کې یې د میرلي او میرامشا ترمینځ پر سړک وسله والو د یوه ټېکه دار تر ۱۰ زیات ګاډي سوځولي ول. د سیمې اوسېدونکي وايي، وسله والو له هغه ټېکه داره هم باج غوښتی وو.

پولیس وايي، د سیمې امنیت ته ژمن دي او د دې پېښو پلټنې کوي.

XS
SM
MD
LG