د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزیرستان کې په چاودنه کې ۲ سرتېري ژوبل شوي


یو امنیتي چارواکی وايي، چاودنه د جنورۍ پر دویمه په سپینوام کې شوې
یو امنیتي چارواکی وايي، چاودنه د جنورۍ پر دویمه په سپینوام کې شوې

په شمالي وزیرستان کې پر امنیتي ځواکونو په حمله کې دوه سرتېري ژوبل شوي دي.

یوه امنیتي چارواکي چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله د جنورۍ پر دویمه مشال راډیو ته وویل، د اتوار پر ورځ د سړک غاړې ښخ بم چاودنه د سپینوام په ټيټي مده خېل کې پر داسې مهال شوې چې د پوځیانو ګاډي له سیمې تېرېدل.

تحریک طالبان پاکستان د حملې ذمه واري منلې.

د مشال راډیو له معلوماتو او له حکومتي شمېرو سره سم، په ۲۰۲۱ز کال کې په شمالي وزیرستان کې ۱۴۸ حملې او نښتې شوې وې چې پکې لسګونه ولسي وګړي، امنیتي سرتېري او حکومتي کارکوونکي ووژل شول. په هغو حملو کې د سړک تر غاړې ښخو بمونو ۴۵ چاودنې هم شاملې وې. د ډېریو حملو ذمه واري تحریک طالبان پاکستان منلې وه.

د پاکستان پوځ د ۲۰۱۴ز کال په نیمايي کې په شمالي وزیرستان کې وسله وال عملیات پیل کړل چې تر شاوخوا دوو کلونو روان ول.

په ۲۰۱۶ز کال کې پوځ د عملیاتو بریا اعلان کړه چې ورسره سم، د څه د پاسه یو مېلیون بې کوره شویو خلکو د ستنېدو بهیر پیل شو.

د پاکستان حکومت وايي، تر ۹۵ فیصده زیات بې کوره شوي کسان یې خپلو کلیو ته ستانه کړي دي او اوسمهال له افغانستانه د شمالي وزیرستان د زرګونه کډوالو کورنیو د ستنېدو بهیر روان دی.

XS
SM
MD
LG