د لاسرسي ځای

تازه خبر

سیند له وفاق او پنجابه سېلاب ځپلو سیمو ته د روغتیاپالانو استولو غوښتنه کړې


د سيند په يوشمېر سيمو کې لا هم سېلابي اوبه ولاړې دي - عکس له ارشیفه
د سيند په يوشمېر سيمو کې لا هم سېلابي اوبه ولاړې دي - عکس له ارشیفه

د سيند حکومت له وفاق او پنجاب څخه په سمدستي ډول د ډاکترانو او طبي کارکوونکو وراستولو غوښتنه کړې ده.

دا غوښتنه د سیند روغتیا وزارت سېکرټري د سېپتمبر پر ۲۳مه وفاقي حکومت او پنجاب ته په استولي لیک کې پر داسې وخت کړې چې په سېلاب ځپلو سیمو کې د ملېریا، نس ناستي او هیضې (کولرا) په ګډون بېلابېلې ناروغۍ خپرې شوې دي.

د سيند د عامې روغتیا وزيرې ډاکټرې عذرا پېچوهو د سېپټېمبر پر ۲۴ مه په کراچۍ کې خبري غونډې ته وويل، په سېلاب ځپلو سېمو کي ورځ تر بلې د ناروغانو شمېر په زياتېدو دی او لسګونه کسان مړه شوي دي. "تر اوسه شاوخوا ۶۰۰ ناروغان مړه شوي دی. يوازې د ملېريا له لاسه د مړو شمېر ۳۰۰ ته رسېدلی. هغه ناروغان چې په خپلو کورونو کې مړه شوي، له موږ سره يې شمېرې نه شته. اوسمهال د صوبې په سېلاب ځپلو سېمو کې هره ورځ د شاوخوا ۸۰۰،۰۰۰ ناروغانو درملنه کېږي. پر دې برسېره، ډېری ناروغان له درملنې بې برخې دي. له همدې وجې مو له مرکز او پنجابه ډاکټران او طبي کارکوونکي غوښتي دي."

د سيند د صحت محکمې رپورټ ښيي چې د صوبې په سېلاب ځپلو سيمو کې شاوخوا درې مېلیونه کسان د بېلابېلو ناروغيو ښکار دي او هر ورځ زرګونه نور وراضافه کېږي.

د سیند سېلاب ځپلي له لوږې او ناروغیو سره مخامخ دي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:31 0:00

د سيند په دادو کې د سېلاب ځپلو د درملنې پر چارو بوخت د ځوانو ډاکترانو د اتحاديې يو غړی ډاکټر يعقوب زرګون وايي، د سيند په يوشمېر سيمو کې لا هم اوبه ولاړې دي او ځکه نو پکې بېلا بېلې ناروغۍ خپرېږي.

د سيند صحت وزارت وايي چې په سېلاب ځپلو سيمو کې لږ تر لږه ۲۵،۰۰۰ ماشومان په خوارځواکۍ اخته شوي او له وجې يې د ناروغيو ښکار دي.

د وزارت په وينا، د سېلاب ځپلو په کيمپونو کې تر ۹،۰۰۰ زياتې حامله ښځې موجودې دي. وزارت زياتوي چې په سېلاب ځپلو سيمو کې د حامله ښځو ټول شمېر تر يو لک زيات دی او ورته باید بېړنۍ طبي مرستې ورسېږي.

د کراچۍ د جناح روغتون يو ډاکټر اجمل خان وايي، اوسمهال د سيند صوبې د يوشمېر سيمو خلک د ناروغيو له وجې له بل ناورين سره مخامخ دي. د ده په خبره، د کراچۍ په روغتونونو کې د سيند د نورو ضلعو کارکوونکي ډاکټران خپلو خپلو سيمو ته لېږدول شوي چې هلته د ناروغانو د درملنې په چارو کې مرسته وکړي.

د پنجاب حکومت تر اوسه د طبي مرستو لپاره د سيند حکومت غوښتنې ته ځواب نه دی ويلی. البته د روغتیا وفاقي وزير قادر پټېل د سېپټېمبر پر ۲۴مه مشال راډيو ته وويل چې د سيند سېلاب ځپلو ته يې د اړينو طبي مرستو رسولو لپاره ګامونه پورته کړي دي.

د ده په خبره، وفاقي حکومت په پام کې لري چې په سيند کې د شپږو مياشتو او يا هم يوه کال لپاره اضافي ډاکټران په کار وګوماري.

په عين وخت کې د روغتيا نړيوالې ادارې خبرداری ورکړی چې تر سېلابونو وروسته په پاکستان کې د ناروغيو خپرېدو خطر سېوا شوی دی.

په پاکستان کې د جون له نیمايي راهیسې د وسې او پشکال بارانونو او په نتيجه کې يې سېلابونو تر اوسه لږترلږه ۱،۶۰۰ کسان وژلي دي.

د پاکستان حکومت له نړيوالې ټولنې د مرستو غوښتنه هم کړې چې په ځواب کې يې امريکا او يوشمېر نورو هېوادونو ورته مرستې استولې دي.

XS
SM
MD
LG