د لاسرسي ځای

تازه خبر

ډبلیو اېچ او: سیند کې تر سېلاب وروسته د ناروغیو د ناورین خطر دی


په سکر کې یوه کورنۍ په سېلابي اوبو کې ګېره ده - پخوانی انځور.
په سکر کې یوه کورنۍ په سېلابي اوبو کې ګېره ده - پخوانی انځور.

د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو اېچ او) خبرداری ورکړی دی چې د پاکستان په سیند کې سېلاب ځپلې سیمې د ناروغیو له کبله د دویم ناورین ښکار کېدو له خطر سره مخامخ دي.

د سازمان مشر تېدروس اېدهانوم ګیبریېسس د سېپټېمبر پر ۱۷مه ناوخته په خبرداري کې ویلي دي چې په سېلاب ځپلو سیمو کې څښاک پاکې اوبه نه شته او د ناولو اوبو څښلو له وجې خلک د هیضې (نس ناستي او قي یا کولرا) او یوشمېر نورو ناروغیو ښکار شوي دي.

ده پر مرسته کوونکو غږ وکړ چې له اغېزمنو سره دې کومکونو ته په دوام ورکولو د خلکو ژوند وژغوري او ورته دې له لا نورو تکلیفونو رسېدو مخه ونیسي.

هلته په سیند صوبه کې د روغتیا ادارې په یوه تازه رپورټ کې ویلي دي چې په سېلاب ځپلو سیمو کې د شاوخوا ۲۵ لکه ناروغانو درملنه شوې ده او نورو ډېرو درملو ته اړتیا لري.

تر سېلابونو وروسته په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې هم ګڼ خلک د هیضې او نورو ناروغیو ښکار شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG