د لاسرسي ځای

تازه خبر

شهباز شریف: ملګري ملتونه د سېلاب ځپلو د مرستې لپاره نړیواله غونډه جوړوي


د بلوچستان په ډېره الله یار کې یوه سېلاب ځپلې ماشومه او نور کسان په کیمپ کې ډوډۍ خوري - د سېپټېمبر ۱۷مې انځور.
د بلوچستان په ډېره الله یار کې یوه سېلاب ځپلې ماشومه او نور کسان په کیمپ کې ډوډۍ خوري - د سېپټېمبر ۱۷مې انځور.

ټاکل شوې چې د پاکستان وزیراعظم میا شهباز شریف پر داسې مهال د ملګرو ملتونو د عمومي جرګې کلنۍ غونډې ته وینا وکړي چې هغه سازمان په پاکستان کې له سېلاب ځپلو سره د مرستو لپاره د نړیوالې غونډې پلان جوړ کړی دی.

د پاکستان دولتي راډیو وايي، شریف د سېپټېمبر پر ۲۳مه د عمومي جرګې غونډې ته په وینا کې په خپل هېواد کې د اوړي په میاشتو کې له سېلابونو د اوښتو زیانونو، اغېزمنو خلکو ته د مرستو رسولو او د بحالۍ پر چارو غږېږي.

په همدې حال کې وزیراعظم د سېپټېمبر پر ۲۲مه په نیو یارک کې د ملګرو ملتونو له مشر انتونیو ګوتېرېش سره په ملاقات کې د سېلاب ځپلو د ژوند بحالۍ او له پاکستان سره د مرستو پر زیاتوالي خبرې کړې ډي.

شریف پر ټوېټر په بیان کې ليکلي چې پاکستان ته یې په سفر کولو او له سېلاب ځپلو سره د یووالي او مرستو لپاره د ګوتېرېش مننه وکړه.

په عین وخت کې وزیراعظم شهباز شریف ویلي دي چې ملګرو ملتونو د پاکستان له سېلاب ځپلو سره د مرستو د غږ لپاره د نړیوالې غونډې تابیا کړې ده.

نوموړي د سېپټېمبر پر ۲۲مه په نیو یارک کې خبریالانو ته وویل، غونډه ښايي په امریکا یا په کوم اروپايي هېواد کې جوړه شي چې پکې به د مرستو کوونکو هېوادونو او استازي ګډون کوي.

تر اوسه معلومه نه ده چې غونډه به کله جوړېږي.

یوشمېر رسنۍ هم وايي، ګوتېرېش په ملاقات کې وزیراعظم ته ویلي دي چې ژر به په امریکا یا اروپا کې د پاکستان له سېلاب ځپلو سره د مرستو لپاره یوه نړیواله غونډه جوړه کړي چې پکې به په پاکستان کې د اب و هوا بدلون د اثراتو د کمولو لپاره پر کړنلارې جوړولو بحث وشي.

شریف ګوتېرېش د سېپټېمبر پر ۲۲مه د ملګرو ملتونو د عمومي جرګې (جنرل اسمبلۍ) په ودانۍ کې د پاکستان سېلاب ځپلو د انځورونو نندارتون ته هم ورغلل. په هغو انځورونو کې د سېلاب ځپلو کړاو ښوول شوی دی.

شریف د جنرل اسمبلۍ د ۷۷مې غونډې پر مهال د یوشمېر هېوادونو له مشرانو سره هم لیدلي دي.

نوروز وايي، سېلاب یې د کور دېوال ړنګ کړ او اوس یې د پردې لپاره څادرونه غوړولي دي - د سېپټېمبر ۲۳مې انځور.
نوروز وايي، سېلاب یې د کور دېوال ړنګ کړ او اوس یې د پردې لپاره څادرونه غوړولي دي - د سېپټېمبر ۲۳مې انځور.

د جون له نیمايي راهیسې بارانونو او سېلابونو د سیند او بلوچستان په ګډون د خیبر پښتونخوا په یوشمېر برخو کې لوی زیانونه اړولي دي.

د پېښور د ظریف کورونو بانډې اوسېدونکی نوروز وايي، په اګست کې یې کور ته سېلاب ورننوت، دوه کوټې او د کور یو لوی دېوال یې وران کړ.

نوموړي د سېپټېمبر پر ۲۳مه مشال راډیو ته وویل په مزدورۍ نهه بچي او ښځه ساتي او د کور د بیاودانۍ وس نه لري. "د کور د پردې لپاره مو څادرونه لګولي دي. هېڅ وسیله مو نه شته. په ډاګ پراته یو. کور جوړوم خو دوه نیم لکه روپۍ خرڅ پرې راځي. سېمنټ، بلاک او نور شیان ګران دي زما د ورځې مزدوري له ۵۰۰ څخه تر ۷۰۰ روپیو پورې ده."

د ظریف کورونو بل اوسېدونکی حبیب الله هم ورته خبره کوي. نوموړی وايي، سېلاب یې کرنیزه ځمکې او فصل ته لوی زیان ورساوه.

دی وايي، د پینځو کیلو جوارو توخم په "۲،۰۰۰ روپۍ" خرڅېږي چې کرلي یې ول خو "سېلابونه راغلل، په جوارو کې اوبه ودرېدې او [فصل] خراب شو."

حبیب الله زیاتوي سېلاب یې کور ته هم زیان اړولی دی چې د بیاودانۍ وس یې نه لري.

د طبیعي ناورینونو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې (اېن ډي اېم اې) د سېپټېمبر پر ۲۲مه په پاکستان کې د سېلابونو له وجې د ۲۰ نورو کسانو د مړینې خبر ورکړ چې ورسره سم، د جون له ۱۴مې راهیسې د وژل شویو ټول شمېر ۱،۵۹۶ ته رسېدلی دی.

اېن ډي اېم اې د سېپټېمبر پر ۲۲مه په خپل ورځني رپورټ کې ویلي دي چې بارانونو او سېلابونو په پاکستان کې څه د پاسه ۸۰۰،۰۰۰ کورونه بشپړ وران کړي دي او پکې تر یو مېلیون زیات څاروي وژل شوي دي.

د ملګرو ملتونو د مشر په ګډون یوشمېر اروپايي هېوادونو او امریکا له سېلاب ځپلو سره د مرستو اعلانونه کړي دي. امریکايي ولسمشر جو بایډن د سېپټېمبر پر ۲۲مه د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته په وینا کې له پاکستان سره د مرستو غږ وکړ.

XS
SM
MD
LG