د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملګري ملتونه وايي پاکستان کې به له ټولو افغان سېلاب ځپلو سره مرسته کوي


په پاکستان کې يو افغان کډوال د سېلابونو په نتيجه کې خپل وران شوی کور ښيي ــ انځور له ارشيفه
په پاکستان کې يو افغان کډوال د سېلابونو په نتيجه کې خپل وران شوی کور ښيي ــ انځور له ارشيفه

د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره (يو اېن ايچ سي ار) وايي په پاکستان کې اته لکه افغان کډوال له سېلابونو اغېزمن شوي او له هر هغه افغان کډوال سره به د پيسو مرسته کوي چې کور یې وران شوی وي.

بلخوا په پاکستان کې د امريکا سفارت اعلان کړی چې يو اين ايچ سي ار ته اضافي دوه ميليونه ډالر ورکوي.

په پاکستان کې د يو اين ايچ سي ار وياند قیصر اپرېدي نن (د سېپټېمبر پر ۲۰مه) مشال راډيو ته وويل چې په دې پيسو به له سېلاب ځپلو افغان کډوالو او پاکستانيو وګړو سره د بیارغونې په کارونو کې مرسته کوي.

"په پاکستان کې اته لکه افغان کډوال په هغو سیمو کې اوسېږي چې سېلابونه پکې راغلي دي. موږ هرې افغان سېلاب ځپلې کورنۍ ته نغدې پیسې ورکوو. اوس امريکا د نور دوه ميليونه ډالرو د راکړې اعلان کړی دی. موږ به پر دې پیسو له پاکستانيو بي ځايه شويو او افغان کډوالو سره مرسته کوو."

اپرېدي زياته کړه چې دا پیسې به له اغېزمنو سره د دوی مرستندويه کارونه ګړندي کړي.

په اسلام اباد کې د امریکا سفارت د سېپټېمبر پر ۱۹مه پر خپله ټويټر پاڼه ليکلي چې دا پيسې پر هغو ۵۰ ميليونو ډالرو سربېره دي چې واشنګټن د امريکا د نړيوالې پرمختيايي ادارې (يو اېس اې ای ډي) لخوا په پاکستان کې له سېلاب ځپلو سره د بشري مرستو په لړ کې د لګولو اعلان کړی دی.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې پر خپله وېبپاڼه ليکلي چې په پاکستان کې راجسټرډ او غیر راجسټرډ درې ميليونه افغان کډوال اوسېږي. د ادارې په وينا ډېری افغان کډوال په بلوچستان او خيبر پښتونخوا کې سېلابونو ځپلي دي.

په پاکستان کې د روان ۲۰۲۲ز کال له جون مياشتې راهیسې د بارانونو او سېلابونو له وجې شاوخوا ۱،۵۵۰ کسان وژل شوي او تر ۳۳ ميليونه زيات اغېزمن شوي دي.

د طبیعي ناورینونو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې (اېن ډي اېم اې) ويلي چې د جون له ۱۴مې راهیسې په وژل شويو کې ۵۵۲ ماشومان هم شامل دي.

په همدې حال کې د پاکستان وزيراعظم شهباز شریف پر شتمنو خلکو غږ کړي چې له سېلاب ځپلو سره مرستې وکړي.

XS
SM
MD
LG