د لاسرسي ځای

تازه خبر

شهباز شريف: د پاکستان ولس د ماحولياتي بدلون له کبله د اوښتي زيان ذمه وار نه دی


د پاکستان وزیر اعظم شهباز شریف ويلي، د ماحولياتي بدلون له امله چې له پاکستان سره څه وشول، پاکستانی ولس د هغې ذمه وار نه دی.

د سېپټېمبر پر ۲۳مه په نيويارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ کلنۍ غونډې ته په خپله وينا کې وزیر اعظم وویل چې پاکستان په نړۍ کې د یو فیصد نه هم کم کاربن اخراج کوي. نوموړي وړاندې وویل، څه چې یې په هېواد کې وشول، که پام ورته ونه شي نو دا به تر پاکستانه محدود پاتې نه شي:

"زه د دې ماحولياتي تباهۍ د پیمانې او شدت تشریح کولو لپاره راغلی یم، چې زما د هېواد درېیمه برخه یې تر اوبو لاندې کړې ده."

نوموړي په خپله وينا کې دا هم وويل چې تر ۴۰ شپو او ورځو یو تباهي خپروونکی سېلاب پر پاکستان مسلط وو ، چې د ۴۰۰ نه د زیاتو ماشومانو په ګډون يې تر ۱۵۰۰ زیات کسان ووژل، ۳۷۰ پلونه يې ويجاړ کړل او د یو مليون نه زیات څاروي يې مړه کړل.

شهباز شریف په خپله وينا کې د پشکال د بارانونو او سېلابونو له امله په خپل هېواد کې د زیانونو په اړه زیاته کړه چې پاکستان د نړيوالې تودوخې د اثراتو تر دې لويه او ورانوونکې بېلګه نه وه ليدلې کومې چې د پاکستاني ولس ژوند د همیشه لپاره بدل کړو.

شهباز شریف د ملګرو ملتونو ۷۷مې غونډې کې د ګډون لپاره د نیویارک په سفر دی او د دغه سفر په ترڅ کې یې د نړۍ له ګڼو مشرانو سره ملاقاتونه هم کړې دي.

پاکستان سېلابونه: انجېلینا جولي وايي داسې حالات یې ژوند کې نه ول لیدلي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:46 0:00

نوموړي د سېپټېمبر پر ۲۲مه په نیو یارک کې د ملګرو ملتونو له مشر انتونیو ګوتېرېش سره په ملاقات کې د سېلاب ځپلو د ژوند بحالۍ او له پاکستان سره د مرستو پر زیاتوالي خبرې کړې ډي.

شریف پر ټوېټر په بیان کې ليکلي چې پاکستان ته یې په سفر کولو او له سېلاب ځپلو سره د یووالي او مرستو لپاره د ګوتېرېش مننه وکړه.

په عین وخت کې وزیراعظم شهباز شریف ویلي دي چې ملګرو ملتونو د پاکستان له سېلاب ځپلو سره د مرستو د غږ لپاره د نړیوالې غونډې تابیا کړې ده.

نوموړي د سېپټېمبر پر ۲۲مه په نیو یارک کې خبریالانو ته وویل، غونډه ښايي په امریکا یا په کوم اروپايي هېواد کې جوړه شي چې پکې به د مرستو کوونکو هېوادونو او استازي ګډون کوي.

تر اوسه معلومه نه ده چې غونډه به کله جوړېږي؟

د جون له نیمايي راهیسې بارانونو او سېلابونو د سیند او بلوچستان په ګډون د خیبر پښتونخوا په یوشمېر برخو کې لوی زیانونه اړولي دي.

د طبیعي ناورینونو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې (اېن ډي اېم اې) د سېپټېمبر پر ۲۲مه په پاکستان کې د سېلابونو له وجې د ۲۰ نورو کسانو د مړینې خبر ورکړ چې ورسره سم، د جون له ۱۴مې راهیسې د وژل شویو ټول شمېر ۱،۵۹۶ ته رسېدلی دی.

وزیراعظم شهبازشریف پرون (د سېپټېمبر۲۲مه) له بلومبرګ ټي وي سره په یوه مرکه کې ویلي چې په پاکستان کې د سېلاب د تباهۍ په اړه نړیوال غبرګون دستاینې وړ دی خو پوره نه دی. نوموړي ویلي، پاکستان له سېلابونو وروسته د لویو چیلنجونو سره مخامخ دی او باید نړیوالې مرستې ګړندۍ شي.

په عین حال کې ملګرو ملتونو ویلي چې له سېلاب ځپلو سره د مرستو لپاره یې د ۱۶۰ ملیونو ډالرو خواست کړی وو خو تر اوسه یې یوازی ۶۰ میلیونه ډالره ترلاسه کړي دي.

په اسلام اباد کې د ډان ورځپاڼې خبریال او شنونکي نوید صدیقي بیګاه (د سېپټېمبر۲۳مه) مشال راډیو ته وویل چې دا وخت پاکستان د سېلاب په نتیجه کې د ړنګو شویو هسپتالونو، سکولونو، سړکونو د بیا ابادولو او راولاړو شویو رنځونو سره د مقابلې لپاره ډیرو مرستو ته اړتیا لري، خو پوره مرستې نه دي راغلي.

وزیراعظم په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په څنډو کې د امریکا او د فرانسې له ولسمشرانو جو بایډن او ایمانول میکرون په ګډون د یو شمېر مشرانو سره لیدلي او له هغوی سره یې د سېلابونو په نتیجه کې د شویو ځاني او مالي تاوانونو په اړه خبرې کړي دي.

خو پوښتنه داده چې پاکستان تراوسه د اړینو مالي مرستو په ترلاسه کولو کې ولې پاتې راغلی دی؟ په دغه اړه، په پیښور پوهنتون کې د نړیوالو چارو د مطالعاتو د څانګې استاد ډاکټر درویش اپریدی وايي چې اوس نړیوال له پاکستان سره د مرستو کولو نه ستړی شوي دي او بله دا چې مالي پانګې د پرمختیايي کارونو پر ځای په دفاعي چارو مصرف شوي او دا وسیلې د هیواد په اقتصادي پرمختګ نه دي خرڅ شوي.

د ډاکټر درویش اپریدي په وینا پاکستان د ترهګرۍ ضد جګړه کې ۳۳ بلیونه ډالره اخیستي، خو هغه یې په داسې کارونو لګولي چې ولس ته یې ګټه نه ده رسیدلې.

بل خوا د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري په صنعتي هیوادونو غږ کړی چې د ماحولیاتي بدلون په نتیجه کې پاکستان ته د اوړیدلي تاوان ازاله دې وکړي. نوموړي پرون د سېپټېمبر پر ۲۳مه، په نیویارک کې د جي ۷۷ هیوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو غونډې ته وویل چې د پاکستان غوندې هیوادونه د ډیرو چیلنجونو سره مخامخ دي او باید صنعتي هیوادونه ورسره مرسته وکړي.

ایا نړیوال به له پاکستان سره د مرستو لپاره راوړاندې شي؟ په دغه اړه په اسلام اباد کې د پرمختیايي اقتصاد د مطالعاتو د مرکز څیړونکی کریم خان وايي چې دا مهال پاکستان د نړیوالې بې باورۍ ښکار دی. د نوموړي په وینا چې اوس به نړیوال بانک د حکومت په نګرانۍ کې نړیوال کارپوهان په کار ګماري او هغوی به د سېلابونو نه د اوړیدلو تاوانونو کره اندازه لږوي.

XS
SM
MD
LG