د لاسرسي ځای

تازه خبر

جنوبي وزیرستان کې د ۶۲ زره کورونو سروې شوې


د جنوبي وزيرستان ړنګ شوي کورونه
د جنوبي وزيرستان ړنګ شوي کورونه

د خېبر پښتونخوا د قبايلي ضلعې جنوبي وزيرستان انتظامې چارواکي وايي، د پوځي عملياتو له وجې په سيمه کې ۶۲۰۰۰ کورونه ړنګ شوي ول او د دې سروې يې بشپړه کړې ده.

دا خبره د جنوبي وزيرستان ډپټي کميشنر محمد يحيا اخونزاده نن [د جنورۍ پر ۱۹مه] مشال راډيو ته وکړه.

د ده په خبره د ړنګو شويو کورونو د بيا رغونې لپاره حکومت ځانګړې بوديجه نه ده ورکړې خو پر دې کار تر اوسه شاوخوا اته اربه روپۍ لګېدلي دي.

نوموړی وايي، تر دې دمه د ۶۲۸۹۳ کورونو سروې شوې ده چې تر اوسه اووه يا اته اربه روپۍ پر لګول شوي دي.

نوموړي وویل: "د هر چا کور چې په بشپړه توګه ړنګ شوی وي، هغه ته به څلور لکه روپۍ او د چا چې لږ يا نيم کور خراب شوی وي، هغه ته به یو لک شپېته زره روپۍ ورکول کېږي."

نوموړي هغه ادعا رد کړه چې د سروې پر وخت درغلي کېږي.

"د سروې پر وخت زموږ د ټیم پینځه کسان چې په کې یو زموږ تحصیلدار ، یو استاد، یو انجينیر، یو ځايي ملک او یو د پوځ افسر یا مېجر ورسره وي، نو په داسې حال کې د درغلۍ امکان نه شته."

خو د جنوبي وزيرستان اوسېدونکي شکايت کوي چې په څلور لکو روپۍ کور نه جوړېږي نو ځکه اوس هم ډېر ستانه شوي ځايي اوسېدونکي په خېمو کې ژوند کوي.

بلخوا جنوبي وزيرستان انتظامي چارواکي وايي، چې دوی ځينې پرمختيايي کارونه کړي او ځينې نور به وخت ونیسي.

په دې اړه بشپړه راپور د غږ په ځای کې اورېدای شئ.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:45 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG