د لاسرسي ځای

تازه خبر

باجوړ: ځايي جرګې په سالارزو کې سيلځايونو ته د مېرمنو پر ورتګ بندیز لګولی


د باجوړ راغه باراني بند ته ځايي خلک د سیل لپاره ورځي.
د باجوړ راغه باراني بند ته ځايي خلک د سیل لپاره ورځي.

په باجوړ کې جمیعت علمای اسلام (ف) ګوند د سالارزو "راغه ګانو باراني بند" او نورو سیلځایونو ته د مېرمنو پر ورتګ بندیز لګولی دی.

د جولای پر ۱۵مه، د باجوړ په سالارزو کې د یاد ګوند لخوا وربلل شوې یوې جرګې ته په وینا کې د دغه ګوند یو مشر سید باچا وویل، دوی دا پرېکړه ځکه کړېده چې د هغه په وینا سیل ځایونو ته د مېرمنو په ورتګ فحاشي خورېږي. هغه وویل:

"موږ د فحاشۍ خورولو خلاف یو. پارکونه جوړول ښه خبره ده خو دا د دې لپاره نه وي چې خلک دې پکې شراب څښي، هیجړاګان ګډوي او بې حیايي دې کوي."

نوموړي وړاندې وویل، د راغه ګانو باراني بند او نورو سیځایونو ته مېرمنې نه یوازې او نه هم د کور د نارینه وو سره ورتلی شي.

په باجوړ کې تر دې وړاندې هم د ځايي مشرانو د جرګې لخوا پر مېرمنو ځیني بندیزونه لګول شوي وو. هلته جینکو ته ویل شوي وو چې اېف اېم راډیوګانو ته دې زنګونه نه وهي، سهولت مرکزونو ته به نه ورځي، له بنجاریانو نه به په کوڅه کې سودا نه اخلي او بنجاریان به هم د سودا خرڅولو لپاره کلیو بانډو ته نه ځي. هغه مهال جرګې ویلي وو، که چا له دې سرغړونه وکړه نو ۱۰،۰۰۰ روپۍ جرمانه به ورکوي.

هغه جرګه د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ پر پنځمه د باجوړ په ماموندو سیمه کې شوې وه او هغه مهال د باجوړ مرستیال کمېشنر مشال راډیو ته ویلي وو، هېڅوک نشي کولی د مېرمنو د تګ راتګ مخه ونیسي او د جرګې پرېکړه یې غیر قانوني بللې وه.

د باجوړ حمیده په هالینډ کې خپل کاروبار چلوي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:27:14 0:00

په باجوړ کې د جمیعت علمای اسلام (ف) لخوا پر مېرمنو د تازه لګېدلي بندیز په اړه یو ځايي خبریال فضل الرحمان د جولای پر ۱۶مه مشال راډیو ته وویل:

"په ټوله سالارزو کې د جینکو یو کالج نشته، څوک د دې لپاره خپل غږ نه پورته کوي، کله چې یوه ښځه په اولاد ناروغه وي نو خلک یې تیمرګرې او پېښور ته رسوي ځکه چې دلته یې سهولت نشته، نو دا خلک د هغو سهولتونو د غوښتو لپاره څه نه وايي او د خپلو مقاصدو د ترلاسه کولو لپاره دا ډول اعلانونه کوي. دوی د پردي او رسم و رواج خبره کوي خو لور خور ته په جایداد او وراثت کې برخه نه ورکوي."

بل پلو، د باجوړ د خار تحصیل تاڼې اېس اېچ او عبدالرشید د جولای پر ۱۶مه مشال راډیو ته وویل، هغوی داسې کوم راپور نه دی ترلاسه کړی چې ګینې مېرمنې دې چا د راغه ګانو باراني بند او یا کوم بل سیځای ته له ورتلو منع کړې وي.

XS
SM
MD
LG