د لاسرسي ځای

تازه خبر

"په پاکستانۍ میډیا کې وزیرستان نه شته"


د جون پر ۲۰مه د ملي جمهوري غورځنګ غړو او پلویانو یوه ورځ مخکې د وزیرستان ځوانانو سازمان د څلورو غړو وژنې ضد مظاهره وکړه.
د جون پر ۲۰مه د ملي جمهوري غورځنګ غړو او پلویانو یوه ورځ مخکې د وزیرستان ځوانانو سازمان د څلورو غړو وژنې ضد مظاهره وکړه.

د وزیرستان د ځوانانو سازمان (یوت اف وزیرستان) وايي، په پاکستانیو رسنیو کې په هغه ضلع کې د روانو هدفي وژنو په اړه د خبرونو نه خپرېدو خواشیني کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د جون پر ۱۹مه وسله والو د شمالي وزیرستان په میرلي کې د سازمان څلور مخکښ غړي وویشتل. تر اوسه پر ځوانانو د برید ذمه واري چا نه ده منلې.

د سازمان یو غړي مسعود داوړ د جون پر ۲۲مه مشال راډیو ته وویل، "که په لاهور یا کراچۍ کې یوه نجلۍ د خپلې خوښې واده هم کړي نو تر میاشتو، میاشتو یې خبر چلېږي" خو د پاکستان رسنۍ په شمالي وزیرستان کې د روانو ناامنیو پېښو ته پوښښ (کورېج) نه ورکوي.

مسعود داوړ وايي، د هغو ځوانانو د وژنې خبر پر ټولنیزو رسنیو خپور شو او پرضد یې فعالانو غبرګونونه وښوول.

که په لاهور یا کراچۍ کې یوه نجلۍ د خپلې خوښې واده هم کړي نو تر میاشتو، میاشتو یې خبر چلېږي.
مسعود داوړ

داوړ د مصور داوړ ورور دی چې د ۲۰۲۲ز کال په مارچ کې وسله والو وژلی وو. هغه د وزیرستان د ځوانانو سازمان ویاند پاتې شوی وو او د روان کال په پیل کې په بلدیاتي انتخاباتو کې د عوامي نیشنل ګوند له لوري د کونسلرۍ څوکۍ نوماند وو.

د مسعود داوړ په خبره، ملګري یې مجبور دي چې پر ټولنیزو رسنیو غږ پورته کړي او غواړي چې د وزیرستان حالات نړۍ ته وښيي. "زموږ هغه ځوانان او مشران وژل کېږي چې د خپل حق لپاره غږ پورته کوي. خو په پاکستانۍ میډیا کې وزیرستان نه شته."

د شمالي او جنوبي وزیرستانونو د خبرونو او حالاتو په اړه پر فېسبوک د وزیرستان ټایمز په نوم د پاڼې چلوونکی فاروق مسید وايي، د پاکستان په رسنیو کې یې د سیمې حالاتو په اړه خبرونه نه خپرېږي.

نوموړي د جون پر ۲۲مه مشال راډیو ته وویل، په تېره څه د پاسه یوه نیمه لسیزه کې د ناامنیو او پوځي عملیاتو له وجې د بې کوره شویو خلکو له ستونزو واخله تر اوسنیو ناامنیو پورې حالات په سم ډول د هېواد په رسنیو کې نه دي انځور شوي نو ځکه هڅه کوي چې له ټولنیزو شبکو ګټه واخلي. "زه په شخصي توګه داسې فکر کوم چې د وزیرستان مهمې مسلې رپورټ کړم، خو څوک چې پالیسي جوړوي، د هغوی لپاره دا مسله مهمه نه ده."

د جون پر ۲۲مه په پېښور کې د جماعت اسلامي د ځوانانو څانګې د وزیرستان ځوانانو سازمان د غړو وژنې ضد مظاهره وکړه.
د جون پر ۲۲مه په پېښور کې د جماعت اسلامي د ځوانانو څانګې د وزیرستان ځوانانو سازمان د غړو وژنې ضد مظاهره وکړه.

فاروق مسید د اردو ژبې له شخصي ټېلېوېژن آج نیوز سره هم کار کوي. دی وايي، د همدې له وجې اکثر ورته "ځان بد ښکاري" چې د خپلې سیمې خبرونه یې په کورنیو رسنیو کې نه خپرېږي او خلک ورڅخه پوښتنه کوي.

پر دې سربېره چې د وزیرستان د ځوانانو سازمان د څلورو غړو وژنې پر ټولنیزو شبکو پراخ غبرګونونه وپارول او پرضد یې مظاهرې هم وشوې، خو د پاکستان دولتي او شخصي رسنیو یې په اړه د پام وړ خبرونه خپاره نه کړل.

د شمالي وزیرستان ځايي خبریال زاهد وزیر وايي، پر هغې پېښې په لاهور، اسلام اباد او کراچۍ کې څوک خبر نه شول. "که په وزیرستان کې ډېره لویه پېښه وشي نو دوی یو خبر ورکړي بیا یې نور معلومات نه خپروي او نه پرې څوک پروګرام کوي. اوس دا د وزیرستان د څلورو ځوانانو پېښه وشوه نو موږ ولیدل چې لږ څه پرې راغلل او ځینو رسنیو [خو] هېڅ خبر ور نه کړ. "

د جون پر ۱۹مه په میرلي کې وسله والو د وزیرستان ځوانانو سازمان څلور مخکښ غړي ووژل - پخوانی انځور.
د جون پر ۱۹مه په میرلي کې وسله والو د وزیرستان ځوانانو سازمان څلور مخکښ غړي ووژل - پخوانی انځور.

خو په پېښور کې خبریال فخر کاکاخېل مشال رېډیو ته وویل، په قبایلي ضلعو کې که یو خوا خبریالي کول یو ګران کار دی نو بلخوا که یو خبریال د سیمې یو مهم خبر هم خپل مرکزي دفتر ته واستوي نو هغه اکثر نه خپرېږي. "په پاکستان کې په ۲۰۰۵ز کال کې ډېر شخصي ټېلېوېژن چینلونه پرانیستل شول خو بنیاد یې په رېټنګ دی، یعنې چې څومره ډېر وکتل شي هغه پروګرام او هغه خبر ته زیات اهمیت ورکول کېږي او هم دا وجه ده چې د کراچۍ او لاهور خبرونه زیات [خپرېږي] ځکه چې کتونکي یې زیات دي. بل، پخوا به لږ خلک له وزیرستانه خبرېدل [ځکه چې] هلته خبریالي کول یو ګران کار دی، کله کله ځینې خبریالان" خپله هم خپل خبرونه سانسوروي، او په دې توګه خبرونه نه خپرېږي.

د وزیرستان ځایي خبریالان وایي، پخوا هم د هغې سیمې خبرونه په لویو رسنیو کې نه خبرېدل.

د دوی په خبره، اکثر وخت یو وړوکی خبر خپور شي چې د صوبې اعلاوزیر یا کوم بل لوړپوړي چارواکي د کومې پېښې "نوټس" اخیستی یا پولیسو "پلټنې پیل کړي" دي خو له دې پرته تفصیل او زیات معلومات نه خپرېږي.

XS
SM
MD
LG