د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بنوجانیخېلو پرلتوالو او حکومتي جرګې ترمنځ معاهده وشوه


د بنو جانيخېلو پرلتوال
د بنو جانيخېلو پرلتوال

د بنو جانيخېلو پرلت والو او د حکومت له خوا ورلېږل شوې جرګې ترمنځ لوظنامه شوې چې له مخې یې د احتجاج کوونکو غوښتنې منل شوې دي.

د حکومت له خوا په جرګه کې ډپټي کمشنر کيپټن ريټايرډ زبېراحمد نيازي او د خيبر پښتونخوا د ټرانسپورټ وزیر ملک شاه محمود وزیر په بنو کې د جون پر ۲۷مه په يوه خبري غونډه کې وويل چې په منل شوو غوښتنو کې د هغو احتجاج کونکو خوشي کول هم شامل دي چې انتظامیې نيولي وو. خو دا روښانه نه ده چې شمېر یې څومره دی.

د حکومت له خوا منل شوې لويې غوښتنې

۱د امن پر ځای کولو لپاره به د ټولو وسله والو پر ضد به يو شان کاروايي کېږي
۲د جانيخېلو وژل شوي پرلت والو ته به مالي معاوضه ورکول کېږي
۳د پرلت پر مهال ټول شوي تاوان د ازالې لپاره به حکومت اقدامات کوي
۴د مارچ د میاشتې معاهده به ټکی په ټکی عملي‌کېږي
۵د حکومتي اقداماتو او عملي کار د څارنې لپاره به يوه جرګه ټاکل کېږي

د مشال رېډيو خبریال د معلوماتو ترمخه، د جانيخېلو له خوا د جون پر ۲۳مه نېټه اسلام اباد ته د لاريون پر مهال په لاره کې د شوو زيانونو پوره کولو او د وژل شوي احتجاج کونکي کورنۍ ته د مالي معاوضې غوښتنه هم منل شوې دي. خو د پرلتوالو مهمه غوښتنه د امن ده. دوی وايي‌، حکومت دې ضمانت ورکړي چې د ټولو وسله والو پر ضد به يو شان عمليات کوي. چارواکو ويلي، سر له ننه د پرلتوالو د غوښتنو د عملي کولو اقدامات کوي.

په مارچ کې هم د سیمې اوسېدونکو د څلورو ځوانانو د وژنې خلاف پرلت وهلی و. حکومت وعده کړې وه چې دغلته به د ټولو وسله والو پر ضد بې توپيره عمليات کېږي او سيمه به له هدفي وژنو په امان کې ساتي. چارواکو ويلي چې د دې وعدې د پوره کولو لپاره کار روان دی او په سيمه کې يوه نوې پولیس تاڼه هم جوړه شوې ده. خو د جانيخېلو خلک لا هم قانع شوي نه دي او وايي، عملي ګامونه ليدل غواړي.

د حکومت له خوا په جرګه کې ډپټي کمشنر کيپټن ريټايرډ زبېراحمد نيازي او د خيبر پښتونخوا د ټرانسپورټ صوبايي وزیر ملک شاه محمود وزیر خبریالانو ته وويل چې د مارچ د مياشتې او اوسنئ لوظنامې د عملي‌کولو د بهیر څارلو لپاره به يوه کمېټه جوړېږي. په دې جرګه یا کمېټه کې به حکومتي غړي، د جانيخېلو پرلتوالو مشران او درېمګړي شامل وي.

د جانيخېلو مظاهره چيان د خپل یو مشر ملک نصیب خان د وژنې خلاف د مې له ۳۱مې راهیسې احتجاج کوي. دوی د جون پر ۲۳مه د اسلام اباد په لور روان ول چې له بنو سره نیږدې په ټوچي پل پولیسو مخکې تګ ته پرېنښودل. پر دغه مهال د پولیسو او پرلت والو تر منځ په نښتو کې یو احتجاج کوونکی ووژل شو او یو شمېر نور ژوبل شول. د پولیسو په وینا د دوی ۱۰ اهلکار هم زخمیان شوي ول.

ملک نصیب خان د مې پر ۳۰مه وسله والو وژلی و. پرلت وال له هغه وخت راهیسې د دغه مشر مړی له ځان سره اېښې او له خښولو یې انکار کوي. دوی له حکومته غواړي چې په مارچ کې شوی هغه معاهده باندې عمل وکړي چې د سیمې د امن لپاره یې ورسره کړې وه.

XS
SM
MD
LG