د لاسرسي ځای

تازه خبر

تحریک طالبان پاکستان د خپلو درې مشرانو وژنه تایید کړې


عبدالولي مومند چې په عمر خالد خراساني مشهور وو د اګست پر اوومه ووژل شو - پخوانی انځور.
عبدالولي مومند چې په عمر خالد خراساني مشهور وو د اګست پر اوومه ووژل شو - پخوانی انځور.

تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) په افغانستان د خپل یوه لوړپوړي مشر وژنه رسماً تایید کړې.

هغې ناقانونه ډلې د اګست پر نهمه په بیان کې ویلي دي چې عبدالولي مومند چې په عمر خالد خراساني مشهور وو او مخکې یې په مومندو کې د تحریک مشري پر غاړه وه، په افغانستان کې وژل شوی دی.

ټي ټي پي په اعلامیه کې ویلي چې پر خراساني د اګست پر اوومه د پکتیکا برمل ولسوالۍ ته نېږدې برید وشو.

په حمله کې د نوموړي ترڅنګ د ټي ټي پي دوه نور مشران مفتي حسن او حافظ دولت خان هم ووژل شول.

د هغې حملې ذمه واري تر اوسه هېچا نه ده منلې او د څرنګوالي په اړه یې هم بشپړ معلومات نه شته.

خراساني او د ټي ټي پي یوشمېر نور غړي په ۲۰۱۴ز کال کې د اسلامي دولت یا داعش ډلې له خراسان څانګې سره یوځای شوی وو.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د اګست پر اتمه مشال راډیو ته ویلي ول چې د برید پلټنې کوي.

افغان طالبان چې د ۲۰۲۱ز کال د اګست په نیمايي کې پر افغانستان واکمن شول، د تحریک طالبان پاکستان له نېږدې متحدانو ګڼل کېږي.

خراساني او د تحریک طالبان پاکستان دوه نور مشران پر داسې مهال وژل شوي دي چې د پاکستان حکومت او هغې ډلې ترمینځ مذاکرات روان دي.

د خيبر پښتونخوا د اعلا وزیر د سلاکار محمد علي سيف په مشرۍ يو ۱۲ کسيزه پلاوی د اګست پر لومړۍ نېټه د تحریک طالبان له مشرانو سره په کابل کې تر درې ورځنيو خبرو وروسته پاکستان ته ستون شوی وو.

محمد علي سیف د اګست پر لومړۍ نېټه مشال راډيو ته ويلي ول چې خبرې به دوام ولري. ده وویل، هغه شخړه چې له ۲۰ کلونو راهیسې روانه ده په یوه یا دوه پړاو خبرو کې نه هوارېږي.

نوموړي د نورو جزییاتو له ورکولو پرته وويل چې خبرې اترې په ډېره ښه فضا کې وشوې او دواړو خواوو خپل نظریات او وړاندیزونه سره شریک کړل.

تر دې وړاندې د روان ۲۰۲۲ز کال د جون پر لومړۍ نېټه کابل ته له پاکستانه ورغلي ۵۳ کسیزه جرګې د ټي ټي پي له مشرتابه سره خبرې کړې وې چې پکې هغه يو مياشتنی اوربند تر نامعلومې مودې وغځېد چې د ۲۰۲۲ز کال د مې مياشتې په پیل کې شوی وو.

خو پر اوربند سربېره په خیبر پښتونخوا کې بالعموم او په ځانګړي ډول په قبایلي سیمو کې بریدونه روان دي چې پکې ولسي وګړي، امنیتي سرتېري او حکومتي کارکوونکي په نښه کېږي. البته د اکثرو حملو ذمه واري هېڅ وسله والې ډلې نه ده منلې.

په قبایلي سیمو کې له تحریک طالبان پاکستان پرته نورې ډلې هم فعاله دي.

XS
SM
MD
LG