د لاسرسي ځای

تازه خبر

بېرسټر سيف: د ظواهري وژنه به د پاکستان حکومت او طالبانو ترمینځ پر مذاکراتو اغېز و نه کړي


امريکا وايي، د القاعده مشر ايمن الظواهري د جولای پر ۳۱مه نېټه په کابل کې ووژل شو. پخوانی انځور
امريکا وايي، د القاعده مشر ايمن الظواهري د جولای پر ۳۱مه نېټه په کابل کې ووژل شو. پخوانی انځور

د خيبر پښتونخوا د اعلا وزير سلاکار بېرسټر محمد علي سيف وايي چې په امريکايي ډرون بريد کې د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري وژنه به د پاکستان حکومت او وسله والې ډلې تحریک طالبان ترمینځ په روانو خبرو اترو منفي اغېز و نه کړي.

د امريکا ولسمشر جو بایډن د اګست پر لومړۍ نېټه په سپینه ماڼۍ کې اعلان وکړ چې د القاعده مشر ايمن الظواهري په کابل کې په امريکايي ډرون بريد کې وژل شوی دی. د امريکايی چارواکو په وينا، بريد د جولای پر ۳۱مه نېټه شوی وو.

دا هم هغه ورځ وه چې د بېرسټر سيف په مشرۍ د پاکستان پلاوی په کابل کې له ناقانونه وسله والې ډلې تحریک طالبان سره په خبرو اترو بوخت وو. تر درو ورځو پورې دوام لرونکې دا خبرې بې د څه نتیجې پای ته رسېدلې وې او پلاوی د اګست پر لومړۍ نېټه خپل هېواد ته ستون شو.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د پاکستان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ په مذاکراتو کې د منځګړي رول لوبوي خو په کابل کې د الظواهري وژنې دا اندېښنه راپورته کړې چې ښايي له دې سره پر مذاکراتو ناوړه اغېز وشي.

د ظواهري وژنه د پاکستان او طالبانو حکومت ترمینځ پر اړیکو څه اغېز لرلای شي؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:26:00 0:00

بېرسټر محمد علي سيف هم په دې تړاو د اګست پر درېيمه نېټه له مشال رېډیو سره د مرکې پر مهال وویل چې د الظواهري وژنه به پر خبرو اترو اغېز و نه کړي.

هغه زیاته کړه چې خبرې اترې به دوام وکړي. "زه خو دا ګڼم چې مذاکرات به روان وي، دا پېښې کېږي، دا جنګ او جنګي حالت دی او په دې کې مختلفې پېښې کېدای شي. خو زما خیال دا دی چې زموږ چې کوم بنیادي هدف دی یعني د پاکستان او افغانستان تر مینځ د بدګمانيو پېدا کولو هغه چارې چې د جنګ سبب ګرځي، ختمې شي."

د تحريک طالبان پاکستان او د پاکستان حکومت ترمينځ د ۲۰۲۱ز کال له وروستیو میاشتو راهیسې په بېلابېلو بڼو مذاکرات شوي دي.

محمد علي سیف د اګست پر لومړۍ نېټه مشال راډيو ته وویل چې خبرې به دوام ولري. ده وویل، هغه شخړه چې له شلو کلونو راهیسې روانه ده په یوه یا دوه پړاو خبرو کې نه هوارېږي.

نوموړي د نورو جزییاتو له ورکولو پرته وويل چې خبرې اترې په ډېره ښه فضا کې وشوې او دواړو خواوو خپل نظریات او وړاندیزونه سره شریک کړل.

تر دې وړاندې د روان ۲۰۲۲ز کال د جون پر لومړۍ نېټه کابل ته له پاکستانه ورغلي ۵۳ کسیزه جرګې کړې وي چې په ترڅ کې یې هغه يو مياشتنی اوربند تر نامعلومې مودې وغځېد چې د ۲۰۲۲ز کال د مې مياشتې په سر کې شوی وو.

خو پر اوربند سربېره په خیبر پښتونخوا کې بالعموم او په ځانګړي ډول په قبایلي سیمو کې بریدونه روان دي چې پکې ولسي وګړي، امنیتي سرتېري او حکومتي کارکوونکي په نښه کېږي. البته د ډېرو حملو ذمه واري هم هېڅ وسله والې ډلې نه ده منلې. په قبایلي سیمو کې له تحریک طالبان پاکستان پرته نورې ډلې هم فعاله دي.

د پاکستان د قامي سلامتۍ کمېټۍ د جولای پر پینځمه د حکومت او ناقانونه وسله والې ډلې تحريک طالبان پاکستان ترمینځ د روانو مذاکراتو منظوري ورکړې وه. حکومت پر هم هغه ورځ د مذاکراتو د جاج اخیستنې او څار لپاره یې د یوې پارلېماني کمېټۍ جوړولو اعلان وکړ.

د پېښور پر ارمي پبلک سکول په برید کې د وژل شویو زده کوونکو د میندو او پلرونو ټولنې د جون پر ۳۰مه ويلي چې حکومت دې له ټي ټي پي سره په مذاکراتو کې دوی په اعتماد کې واخلي.

د پاکستان تر اوسني پلاوي مخکې د هغه هېواد د دیني عالمانو یو پلاوی هم د خبرو لپاره کابل ته تللی وو.

د عالمانو د پلاوي مشر مفتي تقي عثماني له کابله تر ستنېدو وروسته د جولای پر ۳۰مه پر ټوېټر لیکلي چې "سفر یې د دواړو هېوادونو ترمینځ د اړیکو ټینګوالي، د امنیت ټینګښت او شریکو ګټو لپاره ډېر مفید وو." نوموړي په بیان کې له ټي ټي پي سره د خبرو هېڅ ذکر نه دی کړی. خو د سرچینو په وینا، د عثماني په مشرۍ پلاوي په کابل کې د ټي ټي پي د مشر مفتي نور ولي مسید په ګډون د هغې ډلې له یوشمېر مخکښه غړو سره لیدلي ول.

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني په وروستیو کې مشال راډیو ته ویلي ول چې د اسلام اباد او تحریک طالبان پاکستان ترمینځ د خبرو اترو بهیر ګران دی خو ورته یې خوشبیني ښوولې وه.

XS
SM
MD
LG