د لاسرسي ځای

تازه خبر

تحریک انصاف پر عمران خان د حملې مقدمې درجولو لپاره سپریم کورټ ته درخواست ورکړی دی


عمران خان د نومبر پر څلورمه د ډزو تر پېښې وروسته په وینا کې تور پورې کړ چې وزیراعظم، د کورنیو چارو وزیر او د پوځ او جنرال ورباندې په حمله کې ککړ دي.
عمران خان د نومبر پر څلورمه د ډزو تر پېښې وروسته په وینا کې تور پورې کړ چې وزیراعظم، د کورنیو چارو وزیر او د پوځ او جنرال ورباندې په حمله کې ککړ دي.

تحریک انصاف د پاکستان په سپريم کورټ کې درخواست دایر کړی چې پکې د ګوند پر مشر عمران خان د حملې او په دې تړاو د درې کسانو پرضد د مقدمې درجولو په اړه د کمېشن جوړولو غوښتنه شوې ده.

د تحریک انصاف يو مخکښ شاه محمود قريشي په لاهور کې خبريالانو ته وویل چې درخواست د ګوند د اسمبلۍ غړو او سېنېټرانو د نومبر پر ۱۴مه د سپريم کورټ د لاهور، اسلام اباد، کوټې او کراچۍ په څانګو کې جمع کړی دی.

نوموړي زیاته کړه چې په درخواست کې غوښتنه شوې چې پر عمران خان د حملې، د خبريال ارشد شریف د وژنې او سېنېټر اعظم سواتي ته د منسوبې ويډيو د پېښو د پلټڼو لپاره دې عدالتي کمېشن جوړ شي.

د نومبر پر درېيمه نېټه د پنجاب په وزیراباد ښار کې د تحریک انصاف پر لاريون ډزې شوې وې چې پکې يو کس وژل شوی او عمران خان او ځينې نور کسان ټپیان شوي ول. عمران خان د بريد تور د پاکستان پر وزیراعظم شهباز شریف، کورنيو چارو وزیر رانا ثنا االله او پوځي افسر مېجر جنرل فيصل نصير پورې کړی خو د درېواړو پرضد يې د مقدمې دایرولو درخواست نه دی منل شوی.

د پاکستان حکومت د تحریک انصاف او عمران خان تورونه رد کړي دي او په دې اړه یې د پلټنو ژمنه کړې ده. د پاکستان د پوځ عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) هم د نومبر څلورمې پر ماښام په بیان کې د تحریک انصاف او د عمران خان تورونه "بې بنیاده" وبلل او رد یې کړل.

وروسته د سپريم کورټ په امر د پنجاب پوليسو د نومبر پر اتمه نېټه د نوید په نوم د مشکوک بريدګر پرضد مقدمه درج کړه خو تحریک انصاف دا رد کړه او و یې ویل چې هغه "د اصلي کسانو" پرضد نه ده دایره شوې.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان وزيراعظم د نومبر پر اتمه نېټه ويلی ول چې د سپريم کورټ له مشر قاضي څخه یې پر عمران خان د بريد د پلټنو لپاره پر ټولو ججانو د مشتمل عدالتي کمېشن جوړولو غوښتنه کړې ده. شهباز شريف پر ټوېټر ليکلي ول چې چيف جسټس عمر عطا بنديال ته يې په دې اړه ليک لېږدولی دی. رانا ثنا الله او پوځ هم د عمران خان تورونه رد کړي ول.

د تحریک انصاف په درخواست کې د وژل شوي پاکستاني خبريال د پېښې د پلټنو غوښتنه هم شوې ده. د کينيا پوليسو ویلی ول چې پاکستاني خبريال ارشد شريف په پلازمېنه نیروبي کې د اکتوبر پر ۲۳مه تر هغې وروسته د پوليسو په ډزو کې ووژل شو چې د هغه ډرېور پر امنيتي پوسته موټر و نه دراوه. د پولیسو په وينا، دوی په سيمه کې د غلا د يوې پېښې په تړاو د مشکوکو غلو په لټون ول چې ارشد شريف "د شناخت د تېروتنې" له وجې ورڅخه ووژل شو.

د اکتوبر پر ۲۷مه په اسلام اباد کې سلګونه خلکو د ارشد شریف په جنازه کې ګډون وکړ.
د اکتوبر پر ۲۷مه په اسلام اباد کې سلګونه خلکو د ارشد شریف په جنازه کې ګډون وکړ.

خو وروسته د پاکستان د کورنيو چارو وزير وويل چې خبريال ارشد شريف په کينيا کې په هدفي برید کې وژل شوی دی.

رانا ثنا الله د نومبر پر اتمه په اسلام اباد کې يوې خبرې غونډې ته وويل چې د پاکستان حکومتي ډله تر پلټنو وروسته له کینیا ستنه شوې او نوموړي ته يې معلومات ورکړي دي.

هغه زياته کړه چې په دې اړه ځيني شيان لا هم نورو پلټنو ته اړتيا لري خو د نوموړي په وينا، لومړني شواهد دا په ډاګه کوي چې ارشد شريف په تېروتنې نه دی وژل شوی. "ارشد شريف مرحوم وژل شوی دی. دا يوه هدفي وژنه وه. د کينيا پوليسو چې د شناخت د تېروتنې دريځ خپل کړی، هغه نه ثابيتېږي."

وزیراعظم شهیاز شريف د سپریم کورټ مشر قاضي ته په لېږدولي خط کې د ارشد شريف د وژنې د پېښې د څېړلو لپاره د کمېشن جوړولو غوښتنه هم کړې وه.

تحریک انصاف چې په سپریم کورټ کې په داير شوي درخواست کې د سېنېټر اعظم سواتي د کومې ويډیو په اړه د پلټنو غوښتنه کړې ده د هغې یادونه خپله سواتي د نومبر پر پینځمه نېټه په اسلام اباد کې د خبرې غونډې پر مهال کړې وه.

نوموړي دعوه کړې وه چې کورنۍ ته یې یوه داسې ویډیو استول شوې ده چې پکې یې د بدنامۍ هڅه شوې ده. ویډیو په وټس ایپ ګروپونو کې هم شریکه شوې وه چې پکې سواتی او د هغه ښځه د جنسي عمل پر مهال ښوول شوي دي.

خو د پاکستان د پلټنو وفاقي ادارې (اېف ای اې) د نومبر پر پینځمه بیان کې ويلي ول چې پلټنو او معاینې ښوولې چې له سېنېټر سواتي سره تړلې ویډیو "جعلي" ده.

بیان وايي، معاینه او پلټنه یې د عدلي طب له نړیوالو معیارونو سره سمه کړې چې ورڅخه ښکاري چې هغه ویډیو "اېډېټ" شوې ده، پکې د نورو "ویډیوګانو برخې" شاملې دي او دا چې د کمپیوټري سافټوېیرونو په مرسته پکې د خلکو د مخ او څهرې انځورونه وراچول شوي دي.

اېف ای اې په بیان کې زیاته کړې چې اعظم سواتی دې ورسره رپورټ دایر کړي چې هغه اداره پلټنې وکړي او د رسوایۍ یا بدنامۍ په هغه کار کې ککړ کسان ګرفتار کړي.

وروسته د پاکستان د سېنېټ مشر د دې تورونو د څېړلو لپاره د ټولو پارلېماني ګوندونو د مشرانو کمېټي جوړه کړه. سېنېټ د نومبر پر شپږمه پر خپله رسمي ټوېټرپاڼه په بیان کې ویلي ول چې صادق سنجراني په "ځانګړې کمېټۍ" کې د ټولو پارلېماني ډلو غړي موجود دي.

د اکتوبر پر ۱۳مه پولیسو د تحریک انصاف سېنېټر سواتی تر هغې وروسته ګرفتار کړی وو چې هغه پر ټوېټر په یوه بیان کې د پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه ته د تورو پیسو سپینولو په قضیه کې د وزیراعظم شهباز شریف او د هغه د زوی حمزه شهباز د بري کېدو مبارکي ورکړې وه او ویلي یې ول چې باجوه په پاکستان کې "د جنایکارانو په خوشې کېدو درغلۍ ته مشروعیت" ورکوي.

XS
SM
MD
LG