د لاسرسي ځای

تازه خبر

تحريک انصاف پر عمران خان د برید اېف ای ار رد کړی، د "اصلي تورنو" پر ضد مقدمه غواړي


د پاکستان تحريک انصاف مشر عمران خان د نومبر پر درېيمه د پنجاب په وزير اباد کې يه يو برید کې زخمي شوی وو.
د پاکستان تحريک انصاف مشر عمران خان د نومبر پر درېيمه د پنجاب په وزير اباد کې يه يو برید کې زخمي شوی وو.

پاکستان تحريک انصاف د پنجاب پولیسو لخوا پر خپل مشر او پخواني وزیراعظم عمران خان د برید درج شوی اېف ای ار رد کړی دی.

د تحريک انصاف يو مشر شفقت محمود د نومبر پر اتمه پر ټويټر ليکلي چې دا اېف ای ار د عدالت د حکم مطابق نه دی. د پنجاب صوبې د وزيراعلا وياندې او د تحريک انصاف يوې مشرې مسرت چيمه هم ورته خبرې ليکلي او ويلي یې دي چې دا اېف ای ار ردوي ځکه چې دا د "اصلي تورنو" کسانو پر ضد نه دی درج شوی.

د نومبر پر درېيمه د پنجاب په وزیر اباد کې د عمران خان په مشرۍ حکومت ضد لاريونوالو ډزې شوې وي. په دې حمله کې د نوموړي په ګډون ۱۱ کسان زخميان شوي او يو تن وژل شوی وو.

پولیسو يو مشکوک تن نيولی او پر ټولنيزو رسنيوو په شريکو شويو ويډيوګانو کې هغه په ظاهره اقرار کړی چې دغه حمله یې د انفرادي پلان له مخې کړې وه. د پنجاب پولیسو په اېف ای ار کې د دغه مشکوک کس نوم نويد یاد کړی دی.

خو عمران خان ادعا کړې چې پر نوموړي بريد کې وزيراعظم شهباز شريف، د پوځ يو افسر مېجر جنرل فيصل نصير او د کورنيو چارو وفاقي وزير رانا ثناالله شريک دي. حکومت او پوځ دا ادعا بې بنياده بللې او رد کړې یې ده. وزيراعظم شهباز شريف د دې بريد د پلټنو لپاره د سپريم کورټ په قاضيانو مشتمل عدالتي کمېشن جوړولو ويلي چې عمران خان یې هرکلی کړی دی.

د پاکستان تحريک انصاف مشرانو تور پورې کړی وو چې پولیس د پوځي ایسټبلیشمینټ له وېرې پر عمران خان د بريد ايف ايي ار نه درجوي او له همدې امله یې سپرېم کورټ ته مخه کړه. سپريم کورټ د نومبر په اوومه پنجاب پولیسو ته حکم وکړ چې په ۲۴ ساعتونو کې دې پر پخواني وزيراعظم عمران خان د برید مقدمه درج کړي. ډان ورځپاڼې ليکلي چې د چيف جسټس عمر عطا بنديال په دې پرېکړه کې ويل شوي چې د تحريک انصاف شکايتونه او دعوه دې واورېدل شي او د همغه په بنياد دې د پېښې د سمو پلټنو لپاره ايف ايي ار درج کړي.

په همدې حال کې د اسلام اباد پوليسو د تحريک انصاف د لاريون د بيا پيليدو ترمخه خبرداری ورکړی چې بغیر له اجازته مظاهرو ته به اجازه نه ورکوي. پولیسو د نومبر پر شپږمه په يو بيان کې وويل چې د هغو سياستوالو پر ضد به کاروايي هم کيږي چې مقدمې پرې درج شوې دي. د تحريک انصاف پر ځينو مشرانو د خلکو د پارونې په تور مقدمې درج شوې دي.

د پاکستان تحريک انصاف مشرانو د نومبر پر اوومه اعلان وکړ چې د نومبر پر ۱۰مه به يو ځل بيا له وزير اباده خپل لاريون پيلوي. د اکتوبر له ۲۸مې پيل شوی لاريون د عمران خان تر زخمي کېدو وروسته ځنډول شوی وو. هغه غوښتنه کوي چې له وخت مخکې دې عمومي انتخابات وشي. خو د مسلم ليګ (ن) په مشرۍ ايتلافي حکومت ويلي چې ټاکنې به په خپل وخت،‌ د ۲۰۲۳ز کال په اکتوبر کې کيږي.

XS
SM
MD
LG