د لاسرسي ځای

تازه خبر

رانا ثناالله: خبريال ارشد شريف په هدفي بريد کې وژل شوی


په اسلام اباد کې د ارشد شريف مړی هدیرې ته وړل کيږي.
په اسلام اباد کې د ارشد شريف مړی هدیرې ته وړل کيږي.

د پاکستان د کورنيو چارو وزير ويلي چې خبريال ارشد شريف په کينيا کې په هدفي برید کې وژل شوی دی.

رانا ثناالله د نومبر پر اتمه په اسلام اباد کې يوې خبرې غونډې ته وويل چې کينيا ته د پاکستان د حکومت لخوا لېږل شوې ډله له پلټنو وروسته راستنه شوې او نوموړي ته يې معلومات ورکړي دي.

هغه زياتوي چې په دې اړه ځيني شيان لا هم نورو پلټنو ته اړتيا لري خو د نوموړي په وينا لومړني شواهد دا په ډاګه کوي چې ارشد شريف په تېروتنې سره نه دی وژل شوی. "ارشد شريف مرحوم وژل شوی دی. دا يوه هدفي وژنه وه. د کينيا پوليسو چې د شناخت د تېروتنې کوم دريځ خپل کړی وو، هغه دريځ نه ثابيتېږي."

د کينيا پوليسو ويلي ول چې ارشد شريف په پلازمېنه نېروبي کې د اکتوبر پر ۲۳مه تر هغې وروسته د پوليسو په ډزو ووژل شو چې د هغه ډرايور پر امنيتي پوسته موټر و نه دراوه. د پولیسو په وينا، دوی په سيمه کې د غلا د يوې پېښې په تړاو د مشکوکو غلو په لټون ول چې ارشد شريف "د شناخت د تېروتنې" له وجې ورڅخه ووژل شو.

وروسته د اکتوبر پر ۲۶مه رانا ثناالله د پلټنو وفاقي ادارې او استخباراتي ادارو درې کسيزه ډله جوړه کړه او د ارشد شريف د وژنې د پلټنو لپاره يې کينيا ته ولېږله.

بلخوا د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف د سپريم کورټ چيف جسټس ته په لېږل شوي ليک کې خواست کړی چې د ارشد شريف د وژنې د پلټنو لپاره دې پر ټولو ججانو مشتمل کمېشن جوړ کړي. نوموړي دا خبره پرون پر خپله ټويټر پاڼه کړې ده.

ارشد شريف په وروستيو کې په پاکستان کې پر پوځ نيوکې کولې چې له همدې امله یې پر ضد مقدمې درج شوې وې. تر دې وروسته نوموړي پاکستان پرېښود او دوبۍ ته ولاړ چې بيا له هغه ځايه کينيا ته ورسېدی.

XS
SM
MD
LG