د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان سېنېټ مشر د اعظم سواتي په اړه د ویډیو پلټنو لپاره کمېټي اعلان کړې


په دې انځور کې یوه څارګره کیمره د یوې سیمې ویډیو رېکارډوي - پخوانی انځور.
په دې انځور کې یوه څارګره کیمره د یوې سیمې ویډیو رېکارډوي - پخوانی انځور.

د پاکستان د سېنېټ مشر د ټولو پارلېماني ګوندونو د مشرانو کمېټي جوړه کړې ده چې د تحریک انصاف د سېنېټر اعظم سواتي د کورنۍ په اړه د یوې ویډیو خپرېدو پلټنې وکړي.

دا تر هغې وروسته ده چې سواتي د نومبر پر پینځمه په اسلام اباد کې په خبري غونډه کې دعوه وکړه چې کورنۍ ته یې یوه داسې ویډیو استول شوې ده چې پکې یې د بدنامۍ هڅه شوې ده.

د پاکستان د پلټنو وفاقي ادارې (اېف ای اې) ویلي دي چې هغه ویډیو جعلي ده چې د ټېکنالوژۍ په کارولو جوړه شوې ده.

د پاکستان سېنېټ د نومبر پر شپږمه پر خپله رسمي ټوېټرپاڼه په بیان کې ویلي دي چې د سېنېټ مشر صادق سنجراني په "ځانګړې کمېټۍ" کې د ټولو پارلېماني ډلو غړي موجود دي.

سېنېټ په بیان کې د کمېټۍ جوړولو په اړه د فرمان انځور هم خپور کړی دی چې پکې ټول ۱۴ غړي شامل دي.

سېنېټ تر دې یوه ورځ مخکې په یوه بل بیان کې د سنجراني له خولې ویلي ول چې کمېټي به د سواتي د "کورني ژوند په اړه" د ویډیو د جوړولو او بیا پر تورو یا ناقانونه انټرنېټي ووبپاڼو د خپرولو پلټنې کوي. بیان زیاتوي چې سنجراني د سېنېټر سواتي د کورنۍ بدنامولو په اړه د ویډیو غندنه کوي.

د اکتوبر پر ۱۳مه پولیسو د تحریک انصاف سېنېټر سواتی تر هغې وروسته ګرفتار کړی وو چې هغه پر ټوېټر په یوه بیان کې د پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه ته د تورو پیسو سپینولو په قضیه کې د وزیراعظم شهباز شریف او د هغه د زوی حمزه شهباز د بري کېدو مبارکي ورکړې وه او ویلي یې ول چې باجوه په پاکستان کې "د جنایکارانو په خوشې کېدو درغلۍ ته مشروعیت" ورکوي.

د پاکستان پوځ د دې په غبرګون څه نه ول ویلي خو تر دې مخکې یې دا ډول تورونه رد کړي او وايي چې په سیاسي چارو کې هېڅ مداخله نه کوي.

اعظم سواتی تر ګرفتارۍ وروسته په ضمانت خوشې شو خو د نومبر پر پینځمه یې په اسلام اباد کې د خبري غونډې پر مهال کورنۍ ته د ویډیو استول کېدو دعوه وکړه.

سواتی د خپلو خبرو پر مهال په ژړا شو او و یې ویل چې د ویډیو په اړه جزییات ځکه نه شي په ډاګه کولای چې د "هېواد لوڼه یې خبرې اوري."

نوموړي وویل چې ښځې یې ورته ټېلېفون کړی وو چې پکې یې "ژړل" او "چیغې یې وهلې" او دی یې په خبرو نه پوهېده نو ځکه یې خپلې لور ته د موضوع روښانولو وویل.

د ده په خبره، لور یې ورته وویل چې ښځې ته یې "چا له نامعلومه شمېرې ویډیو استولې ده. لور مې په ژړا راته وویل چې په ویډیو کې یې مور هم ښکاري. ما له هغې وپوښتل چې دا څنګه ممکنه ده؟ نور لور مې راته وویل چې دا د هغه وخت ویډیو ښکاري چې موږ کوټې ته تللي وو."

هغه ویډیو په وټس ایپ ګروپونو کې هم شریکه شوې ده چې پکې سواتی او د هغه ښځه د جنسي فعل پر مهال ښوول شوي دي.

د پاکستان حکومتي او د مخالفه ګوندونو ګڼو سیاستوالانو د هغې ویډیو جوړول او خپرول غندلي دي.

د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان د نومبر پر پینځمه په بیان کې د ویډیو خپرېدو "سخته غندنه" کړې او د سپریم کورټ له مشر قاضي څخه یې په اړه له خپلې خوا د نوټس اخیستو غوښتنه کړې ده.

د اېف ای اې بیان

د پاکستان د پلټنو وفاقي ادارې (اېف ای اې) د نومبر پر پینځمه په بیان کې ويلي دي چې پلټنو او معاینې ښوولې چې له سېنېټر سواتي سره تړلې ویډیو "جعلي" ده.

بیان وايي، معاینه او پلټنه یې د عدلي طب له نړیوالو معیارونو سره سمه کړې چې ورڅخه ښکاري چې هغه ویډیو "اېډېټ" شوې ده، پکې د نورو "ویډیوګانو برخې" شاملې دي او دا چې د کمپیوټري سافټوېیرونو په مرسته پکې د خلکو د مخ او څهرې انځورونه وراچول شوي دي.

اېف ای اې په بیان کې زیاته کړې چې اعظم سواتی دې ورسره رپورټ دایر کړي چې هغه اداره پلټنې وکړي او د رسوایۍ یا بدنامۍ په هغه کار کې ککړ کسان ګرفتار کړي.

خو دا لومړی ځل نه دی چې د پاکستان د سیاستوالانو او شخصیتونو په اړه د بدنامۍ ویډیوګانې خپرېږي. په ۲۰۲۱ز کال کې د تحریک انصاف واکمنۍ پرمهال هم د هغه وخت د مخالفه ګوندونو سیاستوالانو په اړه د رسوایۍ ویډیوګانې خپرې شوې وې. په پېښور کې خبریال شمیم شاهد وايي په کار ده چې په دې لړ کې د ټولو سیاسي ګوندونو مشران یو ځای شي او اقدامات وکړي چې بل ځل داسې پېښه و نه شي.

XS
SM
MD
LG