د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان پوځ وايي، د عمران خان "بې بنياده" او "بې مسوولیته" تورونه ورته د زغم وړ نه دي


پوځ د عمران خان هغه تورونه رد کړل چې ګواکې پر نوموړي د ترسره شوي برید تر شا لاس لري: انځور له ارشیفه
پوځ د عمران خان هغه تورونه رد کړل چې ګواکې پر نوموړي د ترسره شوي برید تر شا لاس لري: انځور له ارشیفه

پاکستان پوځ د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان لخوا په اداره او پوځي چارواکو لګول شوي تورونه "بې بنياده بللي" او رد کړي يې دي.

دا له هغې وروسته ده چې تر ژوبلېدو وروسته، عمران خان نومبر پر څلورمه، د لاهور له روغتونه په یوه ویډیويي وینا کې ادعا وکړه چې د حکومت پر ضد تر د پراخو مظاهرو له پیلولو يوه ورځ وړاندې د هغه د وژلو منصوبه جوړه شوې وه.

عمران خان په خپلو خبرو کې د درو کسانو نومونه یاد کړل چې ګینې پر ده باندې د برید طرحه یې جوړه کړې وه. په دغو درو کسانو کې وزیراعظم شهباز شریف، د کورنیو چارو وفاقي وزیر رانا ثنا الله او د پوځ یو افسر مېجر جنرا فیصل شامل دي.

د تحریک انصاف پلویانو یوشمېر ښارونو کې مظاهرې کړې دي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:15 0:00

عمران خان د خپلو ادعاوو د ثابتولو لپاره څه قسمه دلیلونه وړاندې نه کړل خو د پلټنو غوښتنه یې وکړه او دا یې هم وویل چې تر څو دغو درې واړو چارواکو استعفا نه وي ورکړې نو رڼې پلټنې به ممکنې نه وي. "ايا اوس به په دې ملک کې پلټنې وشي؟ په مېجر فیصل تور دی. په کورنيو چارو وزير رانا ثناالله تور او په وزيراعظم شهباز شريف تور دی، نو د دوی خلاف به څنګه پلټنې وشي؟ تر څو چې دا درې کسان استعفا نه ورکوي نو پلټنې به څنګه وشي؟ "

بلخوا د نومبر د څلورمې نېټې په ماښام ناوخته د پاکستاني پوځ مطبوعاتي څانګې ايي اېس پي ار په یو بیان کې ویلي چې د تحريک انصاف مشر عمران خان لخوا په يوې ادارې او په ځانګړې توګه د یو لوړ پوړي پوځي افسر خلاف "بې بنياده" او "بې مسوولیته" تورونه بيخي د نه منلو او غېر ضروري دي.

په بیان کې وړاندې راغلي، که څوک د خپلو ناوړو مقصدونو ترلاسه کولو لپاره په "فضولو" تورونو لګولو سره د افسرانو او عسکرو عزت ته تاوان رسوي نو بيا چې څه هم کيږي، اداره به د خپلو افسرانو او سپايانو حفاظت کوي.

ايي اېس پي‌ ار ویلي، حکومت ته يې دا خواست دی چې د دې معاملې پلټنې دې وکړي او چې کوم کسان د ادارې او د افسرانو خلاف بغېر له ثبوته په درواغو تورنه لګوي نو د هغو خلاف دې قانوني کاروايي شورو کړي.

بلخوا د اطلاعاتو وفاقي وزيرې مریم اورنګزیب هم د نومبر پر څلورمه، په يوه خبري غونډه کې د عمران خان دغه تورونه بې بنیاده بللي او ويلي یې دي چې په عمران خان بريد په هغه صوبه کې شوی چېرته چې د عمران خان د ګوند او د هغوی د ایتلافیانو حکومت دی.

د مریم اورنګزبب په خبره، مبينه بريد ګر ادعا کړې چې بريد هغه په خپل سر کړی خو پاکستان تحريک انصاف يې تور په وزیراعظم، د کورنيو چارو پر وزير او پوځ لګوي.

ياده دې وي چې پر عمران خان مبينه بريد کوونکي ويلي دي چې په خپل سر يې دا بريد کړی او د ده په وينا دا بريد یې ځکه کړی چې هلته اذانونه روان وي او دلته د عمران خان په احتجاجي لاریونونو کې پر لاسپیکرونو سندرې غږېږي.

تر دې وړاندې د پاکستان د کورنیو چارو وفاقي وزیر رانا ثنا الله هم د نومبر په درېیمه ویلي وو، د تحریک انصاف د مشر دا تور په "کلکه ردوي" چې پر هغه شوی برید حکومتي او پوځي چارواکو کړی دی.

د نومبر پر درېیمه د پنجاب په وزیراباد کې د تحریک انصاف پر لاریون په ډزو کې یو کس ووژل شو او د ګوند د مشر عمران خان او سېنېټر فیصل جاوېد په ګډون ۱۳ کسان ژوبل شول.

عمران خان د تحریک انصاف پر لاریون ډزو کې ژوبل شوی دی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:22 0:00

د پاکستان تحریک انصاف له اعلان سره سم د جمعې تر لمانځه وروسته د هېواد په بېلابېلو برخو کې د دغه بريد خلاف مظاهرې هم وشوې. د ګوند پلویانو په کراچۍ، پېښور، سوات، راولپنډۍ او یوشمېر نورو ښارونو کې مظاهرې وکړې او د حکومت پر ضد یې شعارونه ورکړل.

د پاکستان د کورنیو چارو وفاقي وزیر رانا ثنا الله وايي، حکومت د وزیراعظم په امر د پنجاب له حکومت څخه په سمدستي توګه د هغې پېښې په اړه رپورټ غوښتی دی. د ده په خبره وفاقي حکومت د پنجاب له حکومته دا غوښتنه هم کړې ده چې په عمران خان د شوي بريد د شفافه پلټنو لپاره دې په سمدستي توګه د لوړپوړو چارواکو په ګډون داسې ډله جوړه کړي چې په شریکه د دې پېښې داسې پلټنې وکړي چې رڼې او د باور وړ وي چې ولس ته هر څه څرګند شي.

د کورنیو چارو وزیر زیاته کړه، په کار ده چې تر پلټنو وړاندې پر حکومت او ریاستي ادارو له تور لګولو ډډه وشي.

دا په داسې حال کې ده چې د عمران خان په مشرۍ تحریک انصاف ګوند د اکتوبر پر ۲۸مه، له لاهوره د اسلام اباد پر لوري لاریون پیل کړ چې اوسمهال له ګوجرانوالې سره نږدې وزیراباد ته رسېدلی دی. خان وايي، د لاریون یوازینۍ موخه حکومت تر وخت مخکې انتخاباتو ته اړ اېستل دي، خو وفاقي حکومت ټینګار کوي چې خپله قانوني موده پوره کوي او انتخابات به د ۲۰۲۳ز کال په اکتوبر کې کېږي.

XS
SM
MD
LG