د لاسرسي ځای

تازه خبر

اصف زرداري وايي د حکومت ضد احتجاجونه پیلوي


پخوانی ولسمشر اصف علي زرداري یوې غونډې ته د وینا پر مهال - انځور له ارشیفه
پخوانی ولسمشر اصف علي زرداري یوې غونډې ته د وینا پر مهال - انځور له ارشیفه

د پاکستان پيپلز ګوند مشر اصف علي زرداري ويلي چې خپله د حکومت پر وړاندې ميدان ته وردانګي او احتجاجونه کوي.

نوموړي د ډېسېمبر پر ۲۳مه د سیند په ټنډو اله يار کې د ګوند غړيو ته په وينا کې وويل چې په اسلام اباد او لاهور کې به د مخالفينو مقابله کوي. هغه زياته کړه چې په لاهور کې به د احتجاج په توګه خېمې هم لګوي.

د پاکستان پخواني ولسمشر دا خبره په داسې حال کې کړې چې د حکومت مخالفه ګوندونو پاکستان جمهوري غورځنګ (پي ډي اېم) هم د مولانا فضل الرحمان په مشرۍ د ۲۰۲۲ز کال د مارچ پر ۲۳مه د سرښار اسلام اباد پر لوري د وفاقي حکومت پرضد د لاریون اعلان کړی دی.

د زرداري تر څرګندونو وروسته د پاکستان د اطلاعاتو وزير فواد چودري په لاهور کې رسنيو ته وويل چې هغه تر "خپل صلاحيته لوړې خبرې" کوي.

د ۲۰۲۱ز کال پرمهال پاکستان کې ګراني په بېساري ډول زیاته شوه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:37 0:00

حکومت مخالفه ګوندونه پر حکومت تور پورې کوي چې د ناسمو تګلارو له کبله یې په هېواد کې ګراني زياته شوې او هېواد له اقتصادي بحران سره مخامخ دی، خو حکومت بيا د دې هر څه تر شا د پخوانيو حکومتونو درغلي يادوي چې هغوی تل انکار ورڅخه کړی دی.

پاکستان پیپلز ګوند د ۲۰۲۰ز کال په سېپټېمبر کې د پي ډي اېم برخه وو خو د ۲۰۲۱ز کال په اپرېل کې ورڅخه د اختلافاتو له وجې ووت.

حکومت همداراز وايي، د اقتصاد سمولو هڅې کوي او وزیراعظم عمران خان د نومبر په پیل کې پر ولس د ګرانۍ د بار کمولو لپاره د ۱۲۰ اربه روپیو رعایتي پروګرام اعلان کړی وو. نوموړي ویلي ول له شپږ میاشتني پروګرام سره سم به د اوړو، غوړیو او دالونو بیې ټیټې کړي.

ده البته زیاته کړې وه چې په نړیوال بازار کې د تېلو د بیو د لوړېدو له وجې یې په پاکستان کې هم د نرخ لا زیاتېدو امکان دی. اسلام اباد په تېرو میاشتو کې څو ځلې د تېلو بیې لوړې کړي چې ورسره سم، د خوراکي شیانو قیمتونه هم زیات شوي.

XS
SM
MD
LG