د لاسرسي ځای

تازه خبر

شفافیت نړیوال سازمان: تر ۹۰ ٪ زیات پاکستانیان د ګرانۍ سبب د تحریک انصاف حکومت بولي


کوټه کې یوټیلیټي سټور: تصویر له ارشیفه
کوټه کې یوټیلیټي سټور: تصویر له ارشیفه

په پاکستان کې تر ۹۰٪ (نوي فیصده) ډېر خلک فکر کوي چې د تحریک انصاف په حکومت کې د نورو حکومتونو په پرتله د څیزونو او خوراکي توکیو نرخونه تر ټولو زیات ختلي دي.

دا خبره د شفافیت نړیوال سازمان (Transparency International) په یوه وروستۍ نظرپوښتنه کې مخې ته راغلې ده.

دا نظرپوښتنه (سروې) چې د ډېسېمبر پر اوومه خپره شوه ښيي چې په پاکستان کې ۹۲.۹ فیصده فکر کوي چې له ۲۰۱۸ز کال راهیسې تر ۲۰۲۱ز کاله د پاکستان تحریک انصاف په واکمنۍ کې د شیانو نرخونه تر بل هر حکومت زیات لوړ شوي دي.

د سروې تر مخه ۷۵.۹ فیصده خلک وايي چې په تېرو درېوو کالونو کې یې امدن راکم شوی دی.

کله چې ترې پوښتنه وشوه چې د ګرانۍ علت څه دی؟ نو ۵۰.۶ فیصده خلکو د دې علت د حکومت کمزوري، ۲۳.۳ فیصد خلکو درغلي او ۱۶.۶ فیصده د دې تور د پالیسیانو په نه عملي کولو پورې کوي.

د نظر پوښتنې تر مخه ۲۱.۴ فیصده پاکستانیان پولیس تر ټولو ډېره بدعنوانه حکومتي څانګه ګڼي چې ورپسې ۱۷.۴ فیصده کسان دغه تور بیا په عدلیه پورې کوي.

د شفافیت نړیوال سازمان وايي چې د دې سروې لپاره یې د پاکستان په څلورو غټو ښارونو کې له ۱۶۰۰ کسانو پوښتنې کړي دي.

پاکستان کې ګراني ا پوزېشن ګوندونو اتحاد پاکستان جمهوري تحریک د اجنډا یو له مهمو نکتو ده. د یاد تحریک مشر مولانا فضل الرحمان بیا بیا د پي ډي اېم په جلسو کې ویلي چې موجوده حکومت د هېواد معيشت تباه کړی او اوس ولس د خپلې ډوډۍ لپاره فکر وړی دی.

د مسلم لیګ ن مخکښ او پخواني وزیراعظم شاهد خافان عباسي ویلي د تحریک انصاف حکومت کې ګراني ورځ تر بله سېوا کېږي او پاکستان د هغه ملکونو په فهرست کې پر درېیم نمبر راغلی چې ګراني پکې سېوا شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان په تاریخ کې په لومړي وار د امریکایي ډالر نرخ تر ۱۷۶ روپیو بره ختلی دی او د اقتصادي چارو څېړونکي وايي د ډالر نرخ به راتلونکیو ورځو کې نور هم په بره خېژي او ورسره به ګراني هم سېوا کېږي.

د پاکستان مخکیني وزیراعظم شاهد خاقان عباسي د ډیسېمبر پر دویمه نېټه په اسلام اباد کې یوې خبري غونډې ته ویلي د پاکستان تحریک انصاف حکومت د ناسمو اقتصادي پالیسیانو له وجې پاکستان دا وخت له یوشمېر مسلو سره مخ دی او ګراني ورځ تر بلې سېوا کېږي چې ورسره د بې وزله ولس لپاره ژوند کول ګران شوی دی.

بل پلو د ډيسېمبر په دویمه د اطلاعاتو وفاقي وزیر فواد چودري د دې ګرانۍ زمه وار د پاکستان مسلم لیګ ن حکومت وګرځاوه او و یې ویل، دی شاهد خاقان عباسي ته بلنه ورکوي چې راشي او لومړی ځان په نظام پوهه کړي نن د دوی د ناسمو کارونو او پالیسیو لوجې په دې هېواد کې ګراني جوړه شوې او شاهد خاقان عباسي ته چې کله د ګیس وزارت ورکړل شو نو په هغه د یوې روپۍ قرضه هم نه وه خو چې کله نوموړي دغه وزارت پرېښودو نو یو سل اووه پينځوس اربه روپۍ قرضه يې پرېښوده.

د پاکستان وزیراعظم عمران خان هم په وار وار ویلي چې د تېرو حکومتونو د پالیسیو له وجې یې حکومت بهرنیو قرضو او اقتصاد په برخه کې له ګڼو مشکلاتو سره مخامخ شوی خو پر خپلو هغو ژمنو یې ټینګار کړی چې ډېر ژر به پاکستان په سیمه کې په تندۍ سره پرمختللی هېواد وګرځي.

XS
SM
MD
LG