د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې ګرانۍ پر بهر ميشتو پښتنو ولې او څنګه اغېز کړی؟


په سعودي عرب کې مېشت پښتانه
په سعودي عرب کې مېشت پښتانه

په خليجي هېوادونو کې ميشت پاکستانيان وايي، په هېواد کې يې زیاتېدونکې ګرانۍ پر دوی هم ګڼ اړخيزه اغېز کړی دی.

په پاکستان کې د خوراکي توکو، تېلو او بجلۍ بيې مخ په زیاتېدو دي. د شمارياتو اداره پاکستان بیورو اف سټېټيسټیکس وايي، په دې هېواد کې د سېپټمېبر په میاشت کې د ګرانۍ کچه نهه فيصده وه چې هم دا شرح په اګست کې اته اعشاریه څلور وه.

په پاکستان کې د سياسي ګوندونو سياست او د عادي ولس زیاتره ورځني بحثونه د ګرانۍ شاوخوا راڅرخي خو د ګرانۍ دې څپې هغه پاکستانيان هم پرېشانه کړي چې د ګټې وټې لپاره بهر هېوادونو ته تللي دي. په دې کې ګڼ شمېر پښتانه په خليجي هېوادونو کې مزدورۍ کوي او په پاکستان کې خپلو کورنيو ته مياشتنۍ لګښت لېږي.

سرور خان مثال ورکوي چې که به پخوا يو چا ۱۰۰۰ درهم ګټل نو که به يې ۵۰۰ کور ته ولېږلې نو ۵۰۰ به يې وسپمولې خو اوس د ګرانۍ له کبله هغه ۵۰۰ درهم يې هم وار له مخه لېږلې وي.

په متحده عرب اماراتو او سعودي عرب کې ځينې پښتنو مشال راډيو ته وويل چې په پاکستان کې د ګرانۍ له کبله دوی د پخوا په پرتله اوس کورونو ته زیاتې پیسې لېږي. په دوبۍ کې کارکوونکی سرور خان وايي چې که پخوا به يې کورته ۱۰۰۰ درهم لېږل اوس ۲۰۰۰ درهم لېږي.

((موږ به په پاکستان کې په خپلو وروڼو په شخصي سکولونو کې درسونه ويل خو اوس يې فيسونه دومره زیات شوي چې وس يې نلرو. زما يو ورور په مردان او دویم هغه په کوټه کې تعلیم ترلاسه کوي خو اوس يې فيسونه ورکول ګران شوي دي.))

له بهر هېوادونو څخه پاکستان ته د پيسو په لېږدولو کې د زیاتوالې اندازه له دې هم لګېدای شي چې د بهر ميشتو پاکستانيانو لپاره د وزیراعظم عمران خان ځانګړي سلاکار زلفي بخاري د اکتوبر په مياشت کې پر ټويټر پاڼه ليکلي ول چې د ۲۰۲۱ او ۲۲ مالي کال په موده کې به بهر میشت پاکستانيان ۳۲ اربه ډالر ورولېږي. د پاکستان ملي بانک ويلي چې د تېر کال په مقابله د سږ کال جولايي، اګست او سېپټېمبر مياشتو کې د پاکستانيانو له خوا ورلېږل شويو پیسو کې ۱۲ اشاريه پنځه فيصده زیاتوالی شوی دی.

که څه هم چارواکي د بهر میشتو پاکستانيانو د پیسو ورلېږل د هېواد د اقتصاد لپاره ښه ګڼي خو بهر میشتي پاکستانيان بیا وايي چې په کومو هېوادونو کې چې کارونه کوي هلته يې معاش يا ګټه وټه زیاته شوې نه ده. ځينې پښتانه وايي چې د پاکستان ګرانۍ پر دوی دومره اغېز کړی چې کور ته د پیسو لېږلو توان نلري او اوس هلته له يو بل څخه د پور اخيستو رجحان زیات شوی دی.

ګل محمد وزير د لکي مروت اوسېدونکی دی او له تېرو ۱۷ کالونو راهيسې په سعودي عرب کې کاروبار کوي. نوموړي د نومبر پر اتمه نېټه مشال راډيو ته وويل چې په روانه اوونۍ کې ورڅخه شپږو ملګرو د مالي مرستو خواست کړی دی.

((د پاکستان د ګرانۍ اغېز دا دی چې پخوا به دوی کلي وطن ته شپږ سوه سعودي رياله لېږلې خو اوس دوه چنده لېږي. خواړه، ټرانسپورټ، کورونه ګران شوي او دلته د تنخا داره کسانو ژوند ستونزمن شوی دی.))

خو د پاکستان ګرانۍ پر دغو بهر مېشتو يو بل اغېز دا کړی چې د ځينو په وينا، دوی به پخوا کورونو ته مياشتنۍ پیسې هم لېږلې او ورسره به يې څه پیسې بچت هم کړې او چې کله به بیا پخپله کلي کور ته تلل نو سپمول شوې پیسې به يې ورسره يوړې.

سرور خان مثال ورکوي چې که به پخوا يو چا ۱۰۰۰ درهم ګټل نو که به يې ۵۰۰ کور ته ولېږلې نو ۵۰۰ به يې وسپمولې خو اوس د ګرانۍ له کبله هغه ۵۰۰ درهم يې هم وار له مخه لېږلې وي.

((پخوا به په کال کې کور ته تلو خو اوس په دوو کالونو کې ځو ځکه چې يو خو سپمول شوې پیسې راسره نه وي او بل بیا د تګ راتګ کرايه زیاته شوې ده.))

په متحده عرب اماراتو او سعودي عرب کې په مجموعي توګه تر ۲۵ لاکه زیات پاکستانيان ژوند کوي چې د ژوند په مختلفو څانګو کې مزدورۍ کوي. په دوی کې داسې کسان هم شته چې له لسيزو راهيسې هلته اوسېږي خو د دې هېوادونو د قانون له مخې شهريت یا تابعيت نشي ترلاسه کوای نو ځکه دوی هڅه کوي چې دومره پیسې وګټي چې ورباندې په پاکستان کې خپلوانو يا بيا د ځان لپاره کاروبار برابر کړي.

مزمل شاه له څه باندې يوې لسېزې راهيسې په سعودي عرب کې ژوند کوي او وايي چې اراده يې درلوده چې په پاکستان کې سرمايه کاري وکړي او خپل کاروبار پیل کړي خو د ده په وينا، ګرانۍ او د هغه هېواد اقتصاد مجبوره کړی چې خپله فيصله بدله کړي.

((کله چې د پاکستان اقتصاد يو څه ښه شو نو موږ فکر وکړئ چې هلته به يو څه کاروبار شروع کړو او څه پیسې مو وهم لېږدولې خو اوس د ګرانۍ او غير یقیني حالاتو له وجې چې ما او ځينو نورو ملګرو کومې کمپنيانې خلاصې کړې وې هغه فيصله بیرته واخيسته.))

ګل محمد وزير هم پرېکړه کړې وه چې په پاکستان کې به په مځکو کې سرمايه ګزاري کوي خو د ده په وينا، د ګرانۍ له کبله يې داسې ونکړای شو.

((ما فکر وکړ چې په اسلام اباد کې په مځکو اخيستو کې پیسې ولګوم خو له بده مرغه چې مې کوم پلاټ اخيستل غوښت د هغه قیمت دوه اوونۍ له مخه يو کروړ روپۍ وو چې اوس پکې ۳۰ فیصده زیاتوالی راغلی دی نو ما دا پیسې ونه لګولې ځکه چې ما ويل که يې ولګوم او ګراني هم دغسې زياتېږي نو پیسې به مې ډوبې شي.))

په پاکستان کې زیاتېدونکې ګرانۍ په خليجي هېوادونو کې د ميشتو پښتنو پر ټولنيز ژوند هم ناوړه اغېز کړی دی. ډاکټر عبدالرازق کاکړ په علين کې ژوند کوي او وايي چې پخوا به د غم او خوښالی په موقع مېلمستيا کېدې خو اوس له څه موده راهيسې دا دود هم نژدې ختم شوی دی.

((پخوا به هلته په کلي وطن کې يا مړی وشو، یا به د چا واده يا زوی وشو يا به دلته چا د ډرايوری لایسنس واخیست نو پسه يا ګډ به يې حلال کړئ او ډوډۍ به يې وکړه خو اوس چې په پاکستان کې ګراني زیاته شوې او خلک کورونو ته زیاتې پیسې لېږي نو ځکه ډوډیانې هم اوس د نېشت برابرې دي.))

د عمران خان په مشرۍ حکومت وايي چې په نړيوال بازار کې د تېلو او نورو توکو بیو زیاتې شوې نو ځکه يې په هېوا کې ګراني ډېره شوې ده. عمران خان د نومبر پر درېيمه نېټه په ټلېويژني وينا کې منلې وه چې ګراني زیاته ده خو پر خلکو کې د دې د اغېز کمولو لپاره یې د ۱۲۰ اربه روپو رعايت اعلان وکړ. نوموړي وويل چې دالونه، غوړي او اوړه به په ۳۰ فیصده رعايتي قيمت ورکوي. خو مخالف ګوندونه د وزیراعظم دا اعلان رد کړی او ويلي یې دي چې دا ناکافي دی او پکې ډېر ابهام دی. دوی د ګرانۍ پر ضد د صوبو په مرکزي ښارونو کې د غونډو اعلان کړی دی.

XS
SM
MD
LG