د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایا پاکستان جمهوري تحريک د خپلو اهدافو په ترلاسه کولو کې کامياب شوی؟


مولانا فضل الرحمن او مریم نواز د یوې خبري غونډې پر مهال- انځور له ارشیفه
مولانا فضل الرحمن او مریم نواز د یوې خبري غونډې پر مهال- انځور له ارشیفه

پاکستان جمهوري تحریک د وزیراعظم عمران خان حکومت پر ضد یو ځل بیا مظاهرې پیل کړي او وايي د ګرانۍ له وجې ولس له حکومته مایوسه شوی نو پکار ده چې بیا له سره انتخابات وشي.

د اپوزیشن ګوندونو تحریک پي ډي ایم د ۲۰۲۰ کال په سیپتمبر کې جوړ شو او تر ټولو مهم هدف یې د تحریک انصاف په واکمنۍ حکومت نسکورول دي. خو پوښتنه دا ده چې دا غورځنګ تر اوسه د خپلو اهدافو په ترلاسه کولو کې څومره پرمختګ کړی دی؟

په پېښور پوهنتون کې د سیاسیاتو د څانګې استاد زاهد انور د نومبر په ۱۴ مه مشال رېډیو ته وویل چې غورځنګ د خپلمنځي اختلافاتو له وجې لا هم خپل مهم هدف ترلاسه کولو کې پاتې راغلی دی. "که د پي ډي ایم مقصد د حکومت نسکورول وو نو ښکاره خبره ده چې په هغې کې ناکام دی خو که مقصد یې د خلکو مشکلاتو حل کول وو نو په هغې کې تر څه حده کامیاب دی او د حکومت پام یې وخت په وخت د ولس ستونزو ته راګرځولی دی."

په پاکستان جمهوري تحریک کې اول ۱۰ ګوندونه شامل ول خو د روان کال په اپرېل میاشت کې د اختلافاتو له وجې عوامي نېشنل ګوند او پیپلز پارټي ورڅخه ووتل.

څېړونکی او لیکوال سهېل وړایچ وايي پي ډي ایم لا هم د وزیراعظم عمران خان پر حکومت په کافي فشار راوستو نه دی توانېدلی. "دا حقیقت دی چې د پي ډي ایم د فشار او احتجاجونو باوجود حکومت له دوی سره همکارۍ ته تیار نه دی او په مهمو قامي فېصلو کې د اپوزیشن ګوندونو رایې اخیستلو ته هم پاملرنه نه کوي. خو د دې باوجود په جمهوري نظام کې د اپوزیشن کردار ډېر اهمیت لري او په دغه حواله څوک هم د پي ډي ایم کردار له پامه نه شي غورځولی."

پي ډي ايم د پاکستان پر پوځ تور پورې کوي چې د عمران خان د حکومت تر شا ولاړ دی او ملاتړ یې کوي. دوی له امنيتي ادارو غوښتنه کړې چې په سياست کې دې ګوتې نه وهي. که څه هم د تحريک انصاف حکومت مني چې پوځ ورسره همنظور دی خو څو ځل یې ويلي چې چارواکي د پرېکړو په کولو کې خپلواکه دي. پوځ د حکومتونو سره همکاري ضروري بولي خو په سياسيت کې ګوتې وهل نه مني.

خو د سیاسي چارو څېړونکی قریش خټک وايي، پي ډي ایم د خپلو احتجاجونو په ترڅ کې پوځ په دې مجبوره کړی چې اوس د پخوا په څېر د وزیراعظم عمران خان د حکومت ملاتړ نه کوي. "د یو تحریک په حېث د پي ډي ایم تر ټولو لویه کامیابي دا ده چې دوی په خپلو احتجاجونو کې د حکومت نه زیات په پوځ تنقید کړی دی. د دې تر څنګ ځینو نورو عواملو هم پوځ په دې مجبوره شو چې اوس د عمران خان د حکومت تر شا نه ودرېږي. نو په دې وجه زما په خیال د پي ډي ایم په وړاندې تحریک انصاف حکومت تر ډیره حده کمزور ی شوی دی."

اپوزیشن ګوندونه تور لګوي چې د وزیراعظم عمران خان حکومت د ۲۰۱۸ز کال په عامو انتخاباتو کې د درغلیو په نتیجه کې جوړ شوی نو ځکه د دې ختمولو او شفافو انتخاباتو کولو غوښتنه کوي. خو عمران خان او انتخاباتي کمېشن په بیا بیا دا تور رد کړی. حکومت دريځ لري چې اپوزیشن ګوندونه د احتجاجونو له لارې خپل مشران د احتساب د عمل نه بچ کول غواړي. انتخاباتي کمېشن وايي، د ۲۰۱۸ز کال کې انتخابات پاک او منصفانه ول.

  • انځور سایز

    منور شاه

    منور شاه  له ۲۰۱۰ز کال راهيسې د مشال رېډیو همکار دی. هغه د تعلیم په هکله اوونيزه خپرونه روښانه مستقبل هم وړاندې کوي.  

XS
SM
MD
LG