د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ۲۰۲۱ز کال پرمهال پاکستان کې ګراني په بېساري ډول زیاته شوه


د ۲۰۲۱ز کال پرمهال پاکستان کې ګراني په بېساري ډول زیاته شوه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:37 0:00

په پاکستان کې له تېر کال راهیسې پیل شوې ګراني په ۲۰۲۱ز کال کې دومره زیاته شوه چې خلکو د حکومت ضد مظاهرې پیل کړې. له حکومته خپه یوه کس خو ان دا وویل چې وزیراعظم عمران خان بېوزلي نه بلکې غریبان ختموي. خو اسلام اباد وايي، اقتصادي ناورین ورته له تېرو حکومتونو ورپاتې دی چې د هواري هڅې یې کوي. په دې کوښښ کې د پاکستان حکومت د ۵۵.۵ ټرېلیینه روپیو پوروړی شوی دی. اپوزیشن وايي، د تحریک انصاف په مشرۍ حکومت دې د اقتصادي تګلارې د ناکامۍ له وجې استعفا ورکړي. خو د هغه هېواد چارواکي وايي، منتخب حکومت به خپله قانوني موده پوره کوي. په پاکستان کې د ګرانۍ لوی لاملونه څه دي او ایا راتلونکی کال به اقتصاد ښه شي؟ د دې لپاره د رویټرز اژانس، پاکستاني حکومت او مشال راډیو له ویډیوګانو او ګرافیکونو څخه جوړ رپورټ وګورئ.

XS
SM
MD
LG