د لاسرسي ځای

تازه خبر

عمران خان: د خوراکي توکیو نرخونه ۳۰ فیصده کموو


پېښور کې یو تن د اوړو بوجۍ پر اوږو. تصویر له ارشیفه
پېښور کې یو تن د اوړو بوجۍ پر اوږو. تصویر له ارشیفه

د پاکستان وزیراعظم عمران خان د ګرانۍ د اغېز کمولو لپاره پر ځینو خوراکي شیانو د ۱۲۰ اربه روپیو رعایت اعلان کړی دی.

نوموړي بېګا ولس ته په ټېلېوېژني وینا کې وویل، د کورونا وایرس جهاني وبا له وجې پر نړیوال کچ ګراني زیاته شوې. ده وویل، حکومت یې پرېکړه کړې چې تر ۳۰ فیصده پورې له رعایت سره د اوړو، غوړیو او دالونو بیې راښکته کړي چې پر ولس د ګرانۍ بار کم کړي.

وزیر اعظم عمران خان
وزیر اعظم عمران خان

عمران خان وویل، په رعایتي نرخونو د خوراکي شیانو د خرڅلاو پروګرام به تر شپږو میاشتو پورې دوام ورلري. ده البته زیاته کړه چې په نړیوال بازار کې د تېلو د بیو د لوړېدو له وجې یې په پاکستان کې هم د نرخ لا زیاتېدو امکان دی. اسلام اباد په تېرو میاشتو کې څو ځلې د تېلو بیې لوړې کړي چې ورسره سم، د خوراکي شیانو قیمتونه هم زیات شوي.

بلخوا ځینې کسان وايي چې سرکار بیا بیا د څیزونو بییې کمولو اعلان کوي خو ګراني ورځ تر بلې زیاتېږي.

په اسلام باد کې یوه خواریکښ نعیم الله له مشال رېډیو سره په خبرو کې وویل، چې کله هم وزیر اعظم عمران خان یوه خبره کړې ده یا د ګرانۍ نوټیس یې اخیستی دی، نو خوراکي توکي او سونګ توکي نور پسې ګران شي. نوموړي پر وزیر اعظم غږ وکړ چې کوم اعلان کوي نو باید عمل هم پرې وکړي.

په عین حال کې د امریکايي ډالر پرتله د پاکستانۍ روپۍ ارزښت کمېدل هم په هېواد کې د ګرانۍ لامل شوی دی. وزیراعظم پر داسې مهال ولس ته وینا کړې چې اپوزیشن ګوندونو د ګرانۍ ضد احتجاجونه پیل کړي دي. خو حکومت په بیا بیا ویلي چې د اقتصادي ستونزو هواري ته ژمن دی.

XS
SM
MD
LG