د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اروپايي هېوادونو استازي پر امنیت او اقتصادي ودې غږېږي


د اروپايي هېوادونو استازي د پراګ په غونډه کې د سیمې پر چیلېنجونو او ستونزو بحث کوي- د اکتوبر شپږمې انځور.
د اروپايي هېوادونو استازي د پراګ په غونډه کې د سیمې پر چیلېنجونو او ستونزو بحث کوي- د اکتوبر شپږمې انځور.

د نړۍ د ۴۴ هېوادونو استازي د چېک جمهوريت په پلازمېنه پراګ کې په دوه ورځنۍ سرمشریزه کې د سیاسي اجماع له لارې د اروپا د امنیت او اقتصادي ودې په اړه غږېږي.

د اکتوبر پر شپږمه پیل شوې غونډه د فرانسې د ولسمشر اېمانوېل مکرون په نوښت او د جرمني د وزیراعظم اولاف شولڅ په ملاتړ جوړه شوې ده.

سرمشریزې د اروپایي ټولنې د ۲۷ غړو، بریتانیا او د ۱۶ هغو هېوادو مشران وربلل شوي دي چې یوشمېر یې د ټولنې د غړیتوب ترلاسه کولو په هیله دي.

مکرون د سرمشریزې تر پرانیستو مخکې خبریالانو ته وویل چې د ۴۴ هېوادونو د مشرانو دا غونډه پر اوکراین د روسیې د یرغل د اغېز پر وړاندې د اروپا د وحدت ښکارندوي کوي.

مکرون څرګنده کړه چې د غونډې لومړی هدف دا دی چې د "اروپا وضعیت مطالعه کړو او یوه ګډه ستراتیژي جوړه کړو."

د فرانسې ولسمشر وویل، د اروپایي هېوادونو ترمینځ د برېښنا د مزیو اتصال مهم دی او "په کار ده چې د ګیس بیې ټیټي وساتو."

مکرون زیاته کړه چې هېواد یې په دې دوو برخو کې همکارۍ ته چمتو دی.

پر اوکراین د روسیې تر یرغل وروسته په اروپا کې د انرژۍ بحران پیدا شوی دی او د ګیس بیې خورا لوړې شوې دي.

سرمشریزې ته د اروپا یو مهم ځواکمن هېواد روسیې ولسمشر، چې په فبرورۍ کې یې پر اوکراین "بې له وجې" یرغل پیل کړ، نه دی وربلل شوی.

په پلازمینې پراګ کې دا غونډه پر داسې وخت جوړه شوې چې پر اوکراین د روسیې یرغل پر اروپا اغېز کړی دی او پر اروپايي ټولنې اوکراین ته د غړیتوب ورکولو فشار دی.

ټاکل شوې ده چې مشران به د دې غونډې پر نتیجو د اکتوبر پر ۲۰مه او ۲۱مه په برسلز کې د اروپايي ټولنې د شورا په راتلونکې ناسته کې بحث وکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG