د لاسرسي ځای

تازه خبر

پوپ فرانسېس پر ولسمشر پوتین په اوکراین کې تشدد درولو غږ کړی دی


د اکتوبر لومړۍ نېټې څرګندونې د پوپ فرانسېس له تر ټولو سختو هغو بلل کېږي - پخوانی انځور.
د اکتوبر لومړۍ نېټې څرګندونې د پوپ فرانسېس له تر ټولو سختو هغو بلل کېږي - پخوانی انځور.

د کیتلېک عیسویانو مشر پوپ فرانسېس د روسيې پر ولسمشر ولادیمیر پوتین غږ کړی چې په اوکراین کې دې د تشدد او مرګونو لړۍ ودروي.

نوموړي دا خبرې د اکتوبر پر دویمه په واټیکان کې یوې ولسي غونډې ته وکړې.

دا د ۲۰۲۲ز کال د فبرورۍ پر ۲۴مه پر اوکراین د روسیې تر یرغل وروسته د پوپ فرانسېس له تر ټولو سختو څرګندونو څخه بلل کېږي.

فرانسېس د اوکراین پر ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي هم غږ وکړ چې د جګړې د پای ته رسولو لپاره دې د سولې وړاندېزونه نه ردوي.

پوپ فرانسېس دا څرګندونې تر هغې ورسته کړې دي چې ولسمشر ولادیمیر پوتین په کرېملېن کې د يوې سختې وينا په ترڅ کې د اوکراین د هغو څلورو سيمو له روسيې سره د يو ځای کولو اعلان وکړ چې د روسيو ځواکونو تر جزوي قبضې لاندې دي.

ولسمشر پوتین د سېپټېمبر ۳۰مې په وينا کې په رموزو کې په جګړه کې د اټومي وسلو د استعمالولو ګواښ هم کړی دی.

له دې څرګندولو سره ولسمشر پوتین پر خپل هغه پخواني بیان ټینګار وکړ چې غربي هېوادونو ته یې خبرداری ورکړی وو چې د ده د اټومي وسلو د استعمال خبره دې غوره یا باټې نه ګڼي.

کرېملېن او د زېلېنسکي دفترونو د پوپ فرانسېس د څرګندونو په اړه لا څه نه دې ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG