د لاسرسي ځای

تازه خبر

د روسيې مشرانو جرګې د اوکراین د څلورو سيمو د الحاق منظوري ورکړه


د روسيې د مشرانو جرګې مشره والېنتينا ماتويینکو د روسيې له ولسمشر ولاديمير پوتين سره د يوې غونډې پر مهال خبرې کوي ــ انځور له ارشيفه
د روسيې د مشرانو جرګې مشره والېنتينا ماتويینکو د روسيې له ولسمشر ولاديمير پوتين سره د يوې غونډې پر مهال خبرې کوي ــ انځور له ارشيفه

د روسيې د مشرانو جرګې (کونسل اف فېډرېشن) د اوکراین د څلورو سيمو په روسيې د ورګډولو د تړونونو منظوري ورکړې ده.

دا د دې سيمو له روسيې سره د رسمي الحاق پر لور يو بل ګام دی چې لوېديزو هېوادونو يې غندنه کړې.

د اکتوبر پر څلورمه د مشرانو جرګې په غونډه کې ټول ۱۵۳ غړي موجو ول او د اوکراين زپورېژیا، خېرسون، دونيڅک او لوهانسک د ځينو سيمو له روسيې سره د يو ځای کېدو په حق کې يې رايې ورکړې.

دا سيمې د اوکراین ۱۸ فيصده برخه جوړوي. تر دې يوه ورځ وړاندې د روسيې ولسي جرګې (دوما) دا اقدام تاييد کړی وو.

د ولسمشر پوتين لخوا پر دې لاسليک کول يې وروستی پړاو دی چې ورسره به دا قانون شي.

روسيې د اوکرین په قبضه شويو سيمو کې د سېپټېمبر مياشتې په وروستيو کې تش په نوم ټولپوښتنې کړې وې. غربي هېوادونو او کييف هغه ټولپوښتنې يو شرم بللی او ويلي يې ول چې د روسيې دا اقدام له نړيوال قانون څخه سرغړونه ده چې په وينا یې، په جبر او بې د کوم استازي د ګډون پرته يې ترسره کړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG