د لاسرسي ځای

تازه خبر

زیلېنسکي: په اروپايي هیوادونو د ګیسو مقدار کمول ښکاره جنګ دی


ګیزپروم کمپنۍ وايي، د تخنیکي ستونزو له کبله اروپا ته د ګیسو لېږدول محدودوي: انځور له ارشیفه
ګیزپروم کمپنۍ وايي، د تخنیکي ستونزو له کبله اروپا ته د ګیسو لېږدول محدودوي: انځور له ارشیفه

د اوکراین ولسمشر وولودیمیر زیلېنسکي له اروپا غوښتي چې د روسیې د ګیسو د جګړې په ځواب کې دې پر مسکو بندیزونه سخت کړي.

دا د ګیزپروم کمپنۍ له هغې اعلان وروسته ده چې پکې ویل شوي دوی به د روانې اوونۍ په پای کې د نارډ سټریم یو پایپ لاین نه د ورځې په حساب د ګیسو ورکول ۲۰ فیصدي ته راکم کړي.

زیلېنسکي د جولای پر ۲۵مه په خپله ویډیويي وینا کې وویل، روسیې اروپايي هېوادونو ته د ګیسو په اړه یوه نوې دړکه خپره کړې او زیاتوي چې دا د ګیسو یو ښکاره جنګ دی چې روسیه يې د یوې متحده اروپا خلاف پیلوي.

د ګیزپروم په نوم د روسیې سرکاري لويي کمپنۍ تر دې وړاندې پر پایپ لاین د یو بل ټربېن تخنیکي حالت ته په اشاره ویلي وو چې دوی به د جولای له ۲۷مې راهیسې خپل فعالیت ودروي. د کمپنۍ په وینا له دې سره به د ورځې د ګیسو مقدار ۳۳ ملیونه کیوبک میټره ته راکم شي چې د موجوده وخت نیمایي دی.

ګیزپروم کمپنۍ نارډ سټریم یو پایپ لاین کې د کار له وجې د ۱۰ ورځو له وقفې وروسته تیره اوونۍ د ګیسو اخراج بحال کړی وو چې د دغه پایپلاین د وړتیا ۴۰ فیصدي وو.

بلخوا روسیې ویلي وو، د هغه ټربېن په واپسی کی تاخیر وشو چې کاناډا ته د مرمت لپاره لیږل شوی وو نو ځکه مجبور وو چی د ګیسو د لیږدولو مقدار راکم کړي.

بلخوا د جرمني د انرجۍ د نظم ادارې د جولای پر ۲۵مه د برلېن دریځ تکرار کړی چې د تخنیکي مسلو له وجې د ګیس راکمول ضروري نه دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG