د لاسرسي ځای

تازه خبر

زېلېنسکي: اوکراين کې مو له روسيو ځواکونو يوشمېر سيمې ازادې کړې


د اوکراين ځواکونه په دونېڅک سيمه کې د روسيو ځواکونو پرضد د عملياتو لپاره روان دي ــ د ۲۰۲۲ز کال د اکتوبر درېيمې انځور
د اوکراين ځواکونه په دونېڅک سيمه کې د روسيو ځواکونو پرضد د عملياتو لپاره روان دي ــ د ۲۰۲۲ز کال د اکتوبر درېيمې انځور

د اوکراین ولسمشر وولوديمير زېلېنسکي وايي چې پوځ يې د روسي ځواکونو پرضد پرمختګونو ته دوام ورکړی او په يوشمېر سيمو کې يې یوشمېر ښارګوټې ازاد کړي دي.

دا اعلان زېلېنکسي د اکتوبر د درېيمې په شپه په خپله ويډيويي وينا کې وکړ خو نور جزیات يې ور نه کړل البته ويې ويل چې د دوی د پوځ او دفاع کوونکو جارحانه پرمختګ دوام لري. خو د اوکراین چارواکو او د روسيې ګومارل شوي مشر د اکتوبر پر درېيمه وویل چې کييف په جنوبي سيمو کې خپل پرمختګ جاري ساتلی او د ډنيپېر سيند په ګډون يې ځينې کلي نيولي دي. ډنيپېر سيند ښار سره بېلوي.

د جنوبي سيمو لپاره د اوکراین د پوځ قوماندانۍ ويلي چې د روسيې ۳۱ ټانکونه او يو ګڼ هدفيزه راکټ لانچر يې وران کړي دي، خو په دې اړه يې نور تفصيل ور نه کړ. د نوموړي د دې خبرو په خپلواکو توګه تاييد و نه شو.

روسیې د فبرورۍ پر ۲۴مه پر اوکراین یرغل وکړ. له هغه وخت راهیسې په جګړو کې زرګونه کسان او سرتېري وژل شوي او لکونه اوکراینیان بې کوره او کډوال شوي دي. اوکراينيو ځواکونو د خپلې خاورې دفاع هڅو ته دوام ورکړی دی خو روسیې د ختيځ اوکراين یوشمېر سيمې نيولې دي. په هغو سیمو کې د دواړو خواوو ترمینځ نښتې دوام لري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG