د لاسرسي ځای

تازه خبر

اروپايي ټولنه اوکراین او مالدووا ته د غړیتوب نوماندۍ پر حیثیت ورکولو سلا شوې


د اروپايي کمېشن مشره اورسولا فن دېر لېین، د اروپايي ټولنې شورا مشر چارلس مېشل او د فرانسې ولسمشر اېمانوېل مکرون د جون پر ۲۳مه په برسلز کې د سرمشريزې پر مهال
د اروپايي کمېشن مشره اورسولا فن دېر لېین، د اروپايي ټولنې شورا مشر چارلس مېشل او د فرانسې ولسمشر اېمانوېل مکرون د جون پر ۲۳مه په برسلز کې د سرمشريزې پر مهال

اروپايي ټولنه په رسمي توګه اوکراین او مالدووا ته د غړیتوب د نوماندۍ حیثیت د ورکولو پر "تاريخي" اقدام سلا شوې.

دا اعلان د اروپايي ټولنې د شورا مشر چارلس مېشل د جون پر ۲۳مه په برسلز کې د سرمشريزې پر مهال وکړ او د ا يې يوه "تاريخي لمحه" ياده کړه.

نوموړي وویل، دا اقدام په اروپايي ټولنه کې د دواړو هېوادونو د غړيتوب پر لوري يو مهم ګام دی. مېشل اوکراین او مالدووا ته په اشاره وويل، "زموږ راتلونکې يو ځای ده."

دا په داسې حال کې ده چې په اوکراين کې جګړه دوام لري او مسکو د اوکراین او مالدووا "ارادې په کلکه غندلې" دي.

د اوکراين ولسمشر وولوديمير زېلېنسکي د اروپايي ټولنې د مشرانو د پرېکړې هرکلی کړی او د اروپايي ټولنې د غړیتوب د نوماندۍ حيثيت يې "تاريخي اقدام" بللی دی.

نوموړي زياته کړې چې دا د اوکراين او اروپايي ټولنې د اړيکو لپاره "يوه بېسارې او تاريخي ګړۍ" ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG