د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولسمشر پوتين د اوکراین اټومي بټۍ د بشپړ کنټرول امر کړی دی


د روسيې ځواکونو ګاډی د زپورېژیا اټومي بټۍ بهر ولاړ دي - د سېپټېمبر لومړۍ نېټې انځور.
د روسيې ځواکونو ګاډی د زپورېژیا اټومي بټۍ بهر ولاړ دي - د سېپټېمبر لومړۍ نېټې انځور.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د اکتوبر پر پينځمه د روسیې دولت ته امر کړی چې د زپورېژیا اټومي بټۍ بشپړ کنټرول په لاس کې واخلي.

کیيف د نوموړي دا اقدام په سمدستي توګه رد کړی دی. پوتين دا کار د اوکراین پر هغو سیمو د واکمنۍ د ټینګولو لپاره کړی چې روسیې خپلې اعلان کړي دي. نوموړي دا اقدام د هغو فرمانونو تر لاسلیکولو وروسته اعلان کړ چې مسکو په روسيه کې د اوکراين د هغو څلورو سيمو د جذبولو ادعا کوي، چې یوازې په جزوي ډول کنټرول ورباندې لري.

پوتین وویل چې روسیه به د هغه فرمان تر لاسلیکولو وروسته، چې اټومي بټۍ یې د "فېډرالي ملکیت" په توګه ټاکلې، په څلورو سیمو دونېڅک، لوهانسک، خېرسون او زپورېژيا کې حالت باثباته کړي.

د زپورېژيا اټومي بټۍ د مارچ له میاشتې راهیسې د روسیې په قبضه کې ده خو اوکرایني انجینران يې اداره کوي.

د روسیې د اټومي انرژۍ چلوونکي ادارې "روس اينرګواتوم" ویلي چې دوی به د بټۍ زیربنا ته د زیان ارزونه وکړي او د اوکراین کارمندان به د روسیې په ملکیت کې یوې نوې ادارې ته واستوي.

د اوکراین د اټومي انرژۍ دولتي شرکت "اېنرګواتوم" ویلي چې د اټومي بټۍ په اړه د پوتین فرمان او نور روسي اسناد "بې ارزښته، بې بنسټه او ناکافي" دي. "اېنرګواتوم" زياته کړې چې هغه بټۍ به "د اوکراین له قانون سره سم" فعالیت ته دوام ورکړي.

بلخوا د ملګرو ملتونو د اټومي څار ادارې مشر رافايل ګروسي د اکتوبر پر پينځمه د اورګاډي له لارې کییف ته تللی وو او د دې اوونۍ په وروستیو کې به مسکو ته ولاړ شي.

روسیې د ۲۰۲۲ز کال د فبرورۍ پر ۲۴مه پر اوکراين يرغل وکړ. اوکراينيو ځواکونو د خپلې خاورې دفاع هڅو ته دوام ورکړی دی خو روسیې د ختيځ اوکراين یوشمېر سيمې نيولې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG